د ميدان وردګو والي د امريکامتحده ایالاتونو د سفارت له غړو سره د غزنوي سلطان
محمود داوبو زیرمې د جوړولو سر بيره پر یوشمیر نورو موضوعاتو خبرې
وکړې
د سې شنبې په ورځ د ميدان وردګو ولایت په مقام کې د امریکا متحده ایالاتونو د سفارت استازو ډیویډ ګالالي او کوین ډیګر د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي سره د یوشمیر پروژو او ځیني نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې .
د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د امریکا متحده ایالاتونو له سفارت څخه خپله ګیله وښوده،چې په وروستيو کې یې د دغه ولایت سره د
بیارغاونې په پروژو کې هیڅ ډول مرسته نده کړې او غوښتنه یې ترې وکړه چې
چې په غزني ولایت کې د سلطان محمود غزنوي د اوبو زیرمه چې په جوړېدو سره
یې په غزني او میدان وردګو ولایتونو کې ډیری کاریزونه او چينې فعاله شي او ددغه ولایتونو په اقتصادي برخه یو مهم اثر غورځوي په رغاولو کې مرسته وکړي .
هغه همدا راز په میدان وردګو ولایت کې د امریکا متحده ایالاتونو له سفارت څخه د یوشمیر نورو پروژو د پیل غوښتنه هم وکړه او زیاته یې کړه پکارده چې
امریکا متحده ایالاتونه اومتحدین یې په افغانستان کې داسې کارونه وکړي چې
په راتلوونکې کې هم افغانان ورڅخه ګټه واخلي .
په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو د سفارت غړو د ميدان وردګو
والي سره ژمنه وکړه،چې غوښتنې به یې د پلی کيدو په موخه د دغه هيواد له
سفير سره شریکي کړي او هڅه به وکړي چې نورې مرسته کوونکې ادارې هم په دغه ولایت کې د بیارغاونې کارونو ته راجلب کړي .
د یو بل خبر له مخې د ميدان وردګو والي په افغانستان کې د کوچيانو عمومي
رئیس غورځنګ کوچي سره ناسته ترسره کړه .
نوموړې په دغه ولایت کې د کوچيانو د یوشمیر ستونزو په اړه د ميدان وردګو
والي ښاغلي عبدالمجيد خوږياڼي څخه د مرستې غوښتنه وکړه او مننه یې هم
ترې وکړه چې په هر مجلس کې یې کوچیانو قوم ته ځای ورکړی او دهغوی ستونزې
یې په ښه توګه اوريدلي .
د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجيد خوږياڼي وویل کوچيان هم ددغه خاورې
اوسيدونکي دي او حق لري چې د نورو افغانانو په څیر دهرډول حقوقو څخه
برخمن شي نوځکه ددغه ولایت د نورو اوسیدونکو په څیر کوچي قوم ته هم پوره
حق ورکولو هڅه کوي .
په همدې حال کې په میدان وردګو ولایت کې دکوچیانو قوم دمشرتابه هيټ لپاره
ددغه ولایت په اصلاحاتي ادارې دفتر کې له شپږو تنو څخه د شفافیت په فضا
کې چې ټاکل شویو ادارو ترې نظارت کولو ازموینه واخیستل شوه .