کور / تازه خبرونه / پاکستان :مولانا اشرفي وينا د حکومت رسمي نظر نه دی.

پاکستان :مولانا اشرفي وينا د حکومت رسمي نظر نه دی.

اسلام اباد :بي بي سي په خپل راپور کې وايي :د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د عالمانو د شورا مشر علامه طاهراشرفي هغه څرګندونې، چې افغانستان کې یې د ځان وژونکو بریدونو په اړه کړې، د پاکستاني حکومت نظر نه دی.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیانیه د افغان ولسمشر حامد کرزي له هغو څرګندونو ورسته خپره شوه. ، خو د کرزي له څرګندونو ورسته پاکستان هم رسمي غبرګون څرګند کړ.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ‘د خلکو شخصي بیانونه هېڅکله هم د پاکستان د حکومت دریځ نه څرګندوي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي ‘پاکستان کې دیني عالمانو بیا بیا ځان وژونکي بریدونه غندلي او دغه عمل یې د مذهب پر ضدبللی’. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې که څه هم مولانا اشرفي یادې خبرې کړې، خو بیا هم د ځانګړو و اشخاصو څرګندونې د پاکستان د حکومت د رسمي نظر نه دی.