د ميدان وردګو ولايت دجغتو ولسوالۍ کې به ډېر ژر د څلورم روغتون،يوې سړې خونې او ديوه انستيتوت د جوړولو چارې پيل شي او ددغه ولايت ښاروالۍ سره دنږدې سل زره امريکايي ډالرو په لګښت د موټرو مرسته وشوه .
د دوشنبې په ورځ د ميدان و ردګو والي ښاغلي عبدالمجيد خوږياڼي په مشرې دجغتو ولسوالۍ دلسګونو مشرانو سره ددې ولايت د سولې عالي شورا په مقر کې غونډه وشوه .
د جغتو قومي مشرانو په استازۍ حاجي قيام الدين او يو شمير نورو مشرانو د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل دا چې د مګړۍ په دغه ولسوالۍ کې درې روغتونونه فعاليت کوي خو دا چې دغه ولسوالۍ نهه څلويښت زره اوسيدونکي لري،نو اړتياده چې يو بل روغتون ورته جوړشي ،ترڅو د سيمې د اوسيدونکو ستونزې هوارې شي او غوښتنه يې وکړه چې د روغتون لپاره دې يو امبولانس هم ورکړل شي .
دوی همدا راز په دغه ولسوالۍ کې د يوه انسټيټوټ د جوړولو غوښتنه هم وکړه،ترڅو هغه زده کوونکي چې له دولسم ټولګيو څخه فارغيږي د نيمه لوړو زدکړو د ترسره کولو څخه برخمن شي.
قومي مشرانو همدا راز ژمنه وکړه چې د دغه پروژو او د غزنوي سلطان محمود د اوبو زيرمې د رغولو په موخه به د پروژو د عملي کولو پرمهال له دولت سره د امنيت په برخه کې هر ډول مرستې وکړي .
د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجيد خوږياڼي له يادو مشرانو څخه مننه وکړه چې هر وخت يې له دولت سره د امنيت په ساتلوکې همکاري کړې او زياته يې کړه چې په دغه ولسوالۍ کې د څلورم روغتون جوړول په پلان کې لري او ژر به يې عملي چارې هم پيل شي او همدا راز يې ژمنه ورسره وکړه چې د دغه ولسوالۍ لپاره د امبولانس اخيستلو بوديجه شتون لري،چې ورڅخه به په څو ورځو کې ددغه ولسوالۍ لپاره امبولانس واخيستل شي.
هغه همدا راز د پوهنې وزارت لخوا په دغه ولايت کې د څلويښتو نويو منظور شويو ښوونځيو له جوړلو څخه هم خبر ورکړ چې په وينا يې يواځې لس ښوونځي به يې په دغه ولسوالۍ کې جوړشي.
ده وويل دمګړۍ په دغه ولسوالۍ کې يو دارالمعلمين،څلور ديني مدرسۍ،شپږليسې،درې منځني او دولس ابتدايه ښوونځي شتون لري چې په نوي تعليمي کال کې به ورته يو کثيرالرشتوي انسټيټوټ هم جوړ شي او د پوهنې رياست ته يې لارښوونه وکړه چې ددغه انستيتوت د پرمختګ په موخه دې ورته د استادانو او زدکړيالانو په راجذبولو باندې کار وکړي .
د ميدان وردګو والي همدا راز د جغتو ولسوالۍ مشرانو ته په دغه ولسوالۍ کې د يوې سړې خونې د ژر جوړيدو زيری هم ورکړ .
ديو بل خبر له مخې د ميدان وردګو ولايت ښاروالۍ سره د يوسايډي له لورې د نږدې سل زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوه موټرونو مرسته وشوه .
په دغه موټرونو موټرونو کې چې يو GCB لوډر او بل ډمټرک عينوشامله ده،د ورکړې پرمهال ددغه ولايت والي ښاغلي عبدالمجيد خوږياڼي د يوسايډي له يادې مرستې څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې په دغه مرستې سره به دښاروالۍ په ياده برخه کې شته ستونزې تر ډيره حده هواري شي .