کور / تازه خبرونه / ایران د افغانانو مړي د دوی پر کورنیو پلوري

ایران د افغانانو مړي د دوی پر کورنیو پلوري

کابل چاپ ورځپاڼو د بېلابیلاو موضوعاتو ترځنګ په ایران کې د افغانانو د اعدامونو په اړه لیکنې اوتبصیرې کړې دي.

خدمتګار:

خدمتګار خپلواکې ورځپاڼې لیکلي په ایران کې افغانان په ناقانونه ډول اعدامیږي.

ورځپاڼې د افغان مدني ټولنې د غړي رضا فرازام خبرې راخیستې؛ چې وايي، کله چې په ایران کې افغانان عدام شي؛ مړی یې بېرته پرخپلې کورنیو باندې د درې ملیونو تومنو په بدل کې پلورل کیږي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د مدني ټولنو لسګونو غړو په کابل کې د ایران له لوري د افغان بندیانو د اعدام د پرېکړې خلاف مظاهره وکړه.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د مدني ټولنو معترض غړي وايي، په ایرن کې د افغان بندیانو د اعدام قضیې سخت اندېښمن کړي دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، دوی وايي، چې د ایران حکومت په ایران کې د مېشتو افغانانو حقونه ترپښو لاندې کوي.

ویسا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند خبرې راخیستې؛ چې وايي، تمه ده، ډېر ژر به د افغانستان د قضایه قوې یو پلاوی ایران ته سفر وکړي او د افغان بندیانود اعدام قضیه به له نږدې وګوري.

ورځپاڼې لیکي موسی زي په ایران کې د اعدام شویو افغانانو او یا اعدام ته د انتظار اېستونکو افغانانو شمېر ونه ښود، خو په تېرو څو کلونو کې ایران له زرګونو بندي شویو افغانانو څخه یې سلګونه کسان اعدام کړي او یا د اعدام شېبې شماري.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې ولسمشر حامد کرزي د بهرنیو چار وزارت او د دغه هېواد د چارو ادارې ته امر کړی و؛ چې په ایرن کې د افغانانو د اعدامونو مساله په جدي ډول تعقب کړي او په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

ملي باور:

بلې خپلواکې ورځپاڼې ملي بارو په غټو ټکو سره د زلمي رسول خبرې راخیستې چې و ايي؛ ایراني محاکم دې پر افغانانو داعدام حکمونه وځنډوي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دغه غوښتنه د اطریش په مرکز ویانا کې د تمدنونو د ایتلاف د پنځمې غونډې په څنډه کې له خپل ایراني سیال علی اکبر صالحي څخه کړې ده.

ورځپاڼه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې لیکي؛ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغان سیال ته ویلي؛ د خپل هېواد د قضايیه قوې له مشر څخه به وغواړي؛ چې پر افغانانو د اعدام کړي حکمونه وځنډوي.