کور / تازه خبرونه / یوي مسلمانې پیغلې دروسې دښائیستې ملکي ترټولولوړمقام وګاټې

یوي مسلمانې پیغلې دروسې دښائیستې ملکي ترټولولوړمقام وګاټې

پرون دمارچ دوهمه دشنبه په ورځ په ټوله روسیه کي د(۲۰۱۳ )کال دښائیستوانجونوپه سیالیوکي دروسیه دتتارستان یوي مسلمانې ۱۸ کلنې محصلي پیغلې«آیلمیراعبدالرزاقوا» دښائیستي نجلي لمړي مقام ترلاسه کړی. دښائیست دملکې په دغوسیالیوکي دروسیه دفدرالي جمهوریت پنځوسو ښائیستو نجونوګډون کړی وو.
آیلمیرا ته د( ۲۰۱۳ )کال د ښائیستۍ انجلي ترڅنګ دټولي نړۍ دګرانې بيه ډالې د (یوه میلیون او سل زره) ډالرو په ارزښت دسپینوزروڅخه جوړه شوی چي الماس اومرغلري هم پکښي کارول شویدی دژوری هیئت دکمیسیون له لاری ورته ډالي شوه. همدارنګه ددي ګرانې ډالي سربیره آیلمیرا ته یوموټر او هغي ته د نړي دښائیستونجونوپه سیالیوکي د(Miss Universe)او (“Miss World)دګډون حق ورکړل شو.
سږ کال دلمړي ځل لپاره دروسیه دتاریخ په اوږدوکي روسیه د ښائیستي ملکي ځای دنړي دښائیستونجونوپه قطارکي راغلي . په (۲۰۱۲ )کال کي یوي امریکایی نجلۍ اولیوا کلپا د (Miss Universe سیالي اودچین ښايستې ملکي یون وینسیابیا دښایست دنړیوالي (Miss World) سیالې ګټلي وي.
دروسیي د (۲۰۱۳ )کال د ښائيستو نجونو دسیالیو دوهمه ښاېسته نجلي «اناستازیه » نومي دروسیه دياروسلاو اوسیدونکې اودریمه ښائیسته نجلي «ایرینا تومان سکایا »دکلمیکي دسیمي اوسیدونکي نجلي ترلاسه کړي.دغو دواړو نجونو ته حق ورکړل شو چي په وړیا ډول په ټوله روسیه کي وتولوپوهنتونونو ته بیله کومي ازمویني څخه دلوړو زده کړو تحصیلات پرمخ بوزي .