د میدان وردګو او غزني ولایت چارواکو او د دې ولایتونو استازو د سلطان محمودغزنوي د اوبو زیرمې د جوړولو غوښتنه وکړه .
په همدې موخه د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرې د غزني ولایت چارواکو، د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو د میدان وردګو ولایت مقام کې ناسته ترسره کړه
د غزني ولایتي شورا رئیس ښاغلي عزیزالله ددې ولایت په استازې د خبرو په ترڅ کې وویل داوبو یاده زیرمه چې د درې سوه زره متره مربع په ساحه کې موقیعت لري،شاوخوا پنځوس زره کورنیو ورڅخه ګټه اخیستله او د پنځلس زره هکتاره په اندازه یې ددې ولایت زراعتي ځمکې خړوبولې د طالبانو د حکومت د لمنځه تلو پرمهال د جګړې په ترڅ کې زیانمنه شوې.
هغه زیاته کړه ددغه زیرمې د جوړولو لپاره یې د فوائدعامې او اوبو اوبريښنا وزارتونو سره هم خبرې کړي،چې هغوی یې ورته د رغاولو ژمنه ورکړې خو د ځیني امنیتي ننګونو له امله یې کار له خنډ سره مخ دی.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل میدان وردګ او غزني ولایتونه د بیارغاونې ډیری پروژو ته اړتیا لري او دا چې د دغه دواړو ولایتونو زیاته اقتصادي برخه په زراعت ولاړه ده نو ددغه ولایتونو د اقتصادي وضعې د ښه کېدو په موخه د سلطان محمود غزنوني د اوبو زیرمې جوړول خورا مهم دي .
هغه زیاته کړه د اوبو د دغه زیرمې کاسه چې د میدان وردګو ولایت په چغتو ولسوالۍ کې موقیعت لري او خپله زیرمه یې د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې ده،نو اړینه ده چې د دواړو ولایتونو چارواکي او استازي په اړوندو سیمو کې لومړی د امنیتي وضیعت په ښه والي کار وکړي او له هغې وروسته له اړونده وزارتونو څخه د یادې زیرمې چې دمعلوماتو له مخې بودیجه یې هم ورته ځانګړې شوې د عملي کار د پیل غوښتنه وکړي .
دیادونې وړده،سلطان محمود غزنوي د اوبو زیرمې بند چې زرکلن تاریخ لري دمګړۍ د دوه ملیونه متره مکعب اوبو زیرمه کولو توان لري چې داړوندو سیمو شته ستونزې نشي هوارولی .