د کوچنيانو د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ پر ضد د واکسين درې ورځنۍ کمپاين نن د کندهار ولايت په ډيره ليري پرته ولسوالي غورک کي افتتاح سو چي پر مهال به يې د سهيلي حوزې په دوو ولايتونو کي څه باندي شپږ لکه کوچنيان واکسين کړل سي.
غورک ولسوالي چي پکښي تازه دولت واکمن سوى يوه له هغو سيمو ده چي په مکرره توګه پکښي د پوليو ضد واکسين نه دى تطبيق سوى او کلونه کلونه يې کوچنيانو ته ددغي وژونکي او بې علاجه ناروغۍ پر ضد هيڅ راز وقايه نه ده ورکول سوې.
د پوليو ضد ددې دورې کمپاين د کندهار والي، د کندهار د عامي روغتيا رئيس او د غورک ولسوالۍ د پرمختيايي شورا د غړو او رئيس لخوا د ولسوالۍ په مرکز کي رسماً پرانستل سو او له ټولو وغوښتل سول چي په دې برخه کي خپل کوښښونه درېغ نکړي.
د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل چى دغه کمپاين به د جنوبي حوزې د کندهار او هلمند ولايتونو په ١٥ ولسواليو کي پلى سى ترڅو پکښي د هغو ساحو چي يا له مخکينيو کمپاينونو پاته سوي او يا هم پکښي ددې ناروغۍ ډېر امکانات ليدل کيږي ټول تر پنځو کالو کم عمره کوچنيان واکسين کړل سي.
هغه زياته کړه چي ددې کمپاين پرمهال به د دريو ورځو په اوږدو کي ٣٨٢ زره کوچنيان د کندهار په لسو او ٢٧٢ زره کوچنيان د هلمند ولايت په پنځو ولسواليو کي واکسين کړل سي.
پخلا وويل چي تر دې دمه يې د پوليو په محوه کي مبارزه په ښه توګه پر مخ ځي او د روان عيسوي کال په لومړيو دريو مياشتو کي تر دې دمه پوري هيڅ راز پېښه نه لري.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د غورک په ولسوالي کي د پوليو کمپاين پيل ددغي ناروغۍ پر ضد پيل سوي مبارزې د لړۍ يوه ښه کړۍ وبلله او له روغتيايي مسؤلينو او نړيوالو مرستندويانو يې مننه وکړه چي په دغه برخه کي يې خپلي هڅي زياتي کړي دي.
هغه له ميندو او پلرونو وغوښتل چي خپلو کوچنيانو ته د واکسين دوه څاڅکي ورکړي او په دې توګه يې له دايمي فلج څخه وژغوري ځکه په وينا يې چي دا وايروس وقايه لري خو په هېڅ توګه سره يې علاج کېداى نسي.
نوموړي له مخالفينو هم وغوښتل چي د پوليو پر ضد د واکسين په کمپاين کي هيڅ راز ستونزي او خنډونه ايجاد نه کړي او له روغتيايي کارکوونکو سره مرسته وکړي چي هري سيمي او هري ساحي ته ورسيږي ځکه دغه پروسه هيڅ سياسي او دولتي ابعاد نه لري.