کور / تازه خبرونه / دافغانستان دفوټبال ټیم دسریلانکا دفوټبال ټیم ته ماته ورکړه

دافغانستان دفوټبال ټیم دسریلانکا دفوټبال ټیم ته ماته ورکړه

د افغانستان د فوټبال ټیم ملي لوبډلې د جنوبي آسیا دچلینج کپ په سیالیوکې دسریلانکا دفوټبال ملي لوبډلې سره لوبه تر سره کړه ،اوسریلانکا ته یې ۱- د صفر برابر ماته ورکړه.لوبه دافغان لوبغاړي بلال په یوازېني ګول سره پای ته ورسېده.
دغه لوبې د فوټبال په برخې کې د شلو دویم درجه آسیايي هېوادونو تر منځ په لاوس کې روانې دي،چي په څلوروکلونو کې یوځل جوړېږي.
دچلینج کپ’ دلوبو لومړنې سیالي په لاندي ډول دي:
الف ګروپ: میانمار، هندوستان، ټایوان او ګوام
ب ګروپ: قرغیزستان، تاجکستان، پاکستان اوماکاو
ج ګروپ: لاووس، افغانستان، سریلانکا، او منګولیا
د ګروپ: نیپآل، فلسطین او بنګله دېش
هـ ګروپ: فلیپین، ترکمنستان، کامبوج او بروني
د افغانستان دفوټبال ملي لوبډله په دریم ګروپ کې ده ،چې دسریلانکا، منګولیا او لاووس سره به سیالي کوي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې بله سیالي به د مارچ په څلورمه دمنګولیا سره او دریمه لوبه د مارچ په شپږمه له لاووس سره تر سره شي.دغه لوبې د آسیايي لوبو جام ته د لار موندلو په موخه کیږي، چې په ۲۰۱۴ کال کې په مالدیپ کې ترسره کېږي.په دغوسیالوکې داسیا ټول ټال شل ټیمونه ګډون کوي.
افغانستان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال په دغوسیالیو کې له هندوستان، ټایوان او فیلیپین سره لوبي وکړلې، چي تر دووامتیازونو اخیستو او دوو مساوي او یوې ماتې وروسته له سیالیو نه ووت.