په میدان وردګو ولایت کې باید د امنیت د ټینګښنت په موخه جدي هلي ځلې وشي .
دغه خبره د د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي هغه پلاوې سره په ناسته کې وکړې چې د سترجنرال شیرمحمد کریمي په مشرۍ یې دې ولایت ته سفر کړی وو.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې چې لوی درستیز سترجنرال شیرمحمدکریمي،د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس افضل امان،د ملي امنیت عمومي رياست سرپرست ډګرجنرال اعصام الدین،د د فاع وزارت د کشف مرستیال جنرال دین محمدخان، د دوه سوه درېم تندر قول اردو رئیس ارکان برید جنرال عبدالرؤف مهتاج، د کورنیو چارو وزارت د پولیسو عمومي رئیس تورن عبدالعلیم کوهستاني، د ځمکنیو ځواکونو عمومي قومندانۍ مرسیتال تورن جنرال محمدهاشم،د IJC قومندان ډګرجنرال ټیري، د ایساف ځواکونو مرستیال تورن جنرال تاماس،د امریکا د بهرنیوچارو وزارت استازي ډیویډګاللي،د امریکا د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان جنرال توماس اویوشمیر نورو ګډون کړی وو.
دغه پلاوي د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي سره تر لیدنې وروسته ددې ولایت د هغه ولسونو سره خبرې وکړې چې په وینا یې د ځآنګړو امریکايي ځواکونو لخوا وهل شوي،د کورنۍ غړي یې وړل شوي او ځینې یې ددغه ځواکونو له لورې وژل شوي هم دي .
دیادو زیانمنو شویو کورنیو غړو هغه شواهد چې له ځان سره یې دپېښې پرمهال لیدلي وو،یاد پلاوې ته وړاندې کړل او ترې غوښتنه یې وکړه،چې د یادو پيښو عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري او همدا راز یې د هغه نهه تنو چې وړل شوي د معلومولو غوښتنه وکړه .
د یاد پلاوي مشر لوی درستیز سترجنرال شیرمحمد کریمي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل هغه ټول شواهد چې د یادې ناستې په ترڅ کې مو ترلاسه کړل د هېواد ولسمشر او د بهرنیو ځواکونو مشرانو ته به وسپاري او له هغې وروسته چې څه ډول هدایت وشو،اجرائت به پرې وکړي.
د IJC ځواکونو عمومي قومندان ډګرجنرال ټيري وویل زموږ هڅه هم ولسونو ته ازادي ورکول دي ترڅو دوی پرته له کومې ویرې خپلې سوداګرۍ،کرهڼې اونورو برخو ته مخه وکړي او د همدغه هدف لپاره د افغان ځواکونو سره یوځای د امنیت په ټینګښت کې هلي ځلي کوو او په دغه برخه کې مو ډیری قربانۍ هم ورکړي دي.
هغه وویل دوی د افغان امنیتي چارواکو سره د محلي پولیسو په روزلو او د افغان ځواکونو د وړتیاوو په لوړولو باندې کار کوي او که په میدان وردګو ولایت کې د امنیتي وضعیت دخرابوالې ویره نه وي موږ هغه مهال چې راته وویل شي وتلو ته چمتو یو.
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي وویل هرهغه پرېکړه چې ددې ولایت د امنیت په ټینګښت کې رول لوبوي باید وشي،هغه زیاته کړه د ډاډمن امنیت د رامنځته کولو لپاره د ولسونو قناعت حاصلول او د امنیتي ځواکونو پیاوړي کول هغه څه دي چې په راتلوونکې کې دبیارغاونې په بهیر او دثبات په رامځته کولو مثبته اغیزه لري .