کور / تازه خبرونه / لغمان : د مسلکي زده کړو له پاره نوى پروګرام پيل سو

لغمان : د مسلکي زده کړو له پاره نوى پروګرام پيل سو

په لغمان کې دڅه دپاسه اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د مسلکي زده کړو نوی پروګرام نن پیل شو.
په دې اړه ډاکتر مجددي په جوړه سوې غونډه کي وويل چي د نړیوال بانګ په مالي مرسته د مسلکي زده کړو نوی پروګرام چې ډیری خلک به په کې د کسب و کار څښتنان شي یو نیک قدم وګاڼه، لغمان والي د مسلکونو په زده کړو د خلکو بوختیا د امنیتي او پراختیايي بهیر د ثبات او ښه پر مخ بیولو په برخه کې یو مهم عنصر په توګه یاد کړ او د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له استازي وغوښتل تر څو په لغمان کې په یاده برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په مرسته د مسلکي زده کړو دغه پروګرام چې ۹ میاشتې به دوام وکړي د مرکز په ګډون د قرغیو، الینګار او دولت شاه ولسوالیو ۳۲۰ بې روزګاره او بې کاره کسانو ته به په کې بیلا بیلې مسلکي زده کړې ور وښول شي.

په دغه پروګرام کې به ۳۵ په سلو کې ښځینه وو، ۳ په سلو کې معلولینو او پاتې نور به هغه بې روزګاره کسانو ته ونډه ورکړل شي چې وغواړي په راتلونکي کې د یو مسلک څښتن واوسي.

د مسلکي زده کړو په دې پروګرام کې به د ( ادارې او کمپیوټر زده کړې، د لمریزې بریښنا دنصبولو او جوړونې، د جنراتورونو د جوړونې، مرۍ ګنډنې، پردو ګنډنې، د مالدارۍ او غذایی توکیو د پروسس او د یخچالونو او ایرکنډیشنونو د جوړونې) مسلکونه د پروګرام ګډونوالو ته ور وښول شي.