څو ورځې مخكې د بلوچستان ايالت په مركز(كوټه) كې يوې درنې چاودنې د نوي كسانو ژوند واخست او په سلگونو نور يې ټپيان كړل. دې چاودنې چې د سبزيو په يوه منډهي كې وشوه خلكو ته درانده ځاني او مالي زيانونه واړول.
دا چاودنه په داسې حال كې وشوه چې د بلوچستان د خلكو او په تېره بيا د شيعه هزاره گانو هغه اوښكې لا نه وې وچې شوې، چې د جنوري د لسمې نېټې په 92 وژل شوو او 121 ټپيانو يې تويولې. د جنوري د چاودنې د تلفاتو له امله تشيع واټونو ته ووتل او گواښ يې وكړ چې خپل مړي به تر هغه وخته خاورو ته نه سپاري چې(گورنرراج) عملي نه شي او د پاكستان حكومت د هزاره گانو د هدفي وژنو د مخنيوي له پاره كوټلي گامونه اوچت نه كړي.
بلوچستان د پراخوالي په حساب د پاكستان تر ټولو غټ ايالت دى چې د تېلو، گازو او مس سترې زېرمې لري. بلوچستان د افغانستان او ايران په ګاونډ كې پروت دى. په افغانستان او ايران كې هم بلوڅان شته چې يو له بل سره د وينې، تاريخ او ژبې شراكت لري.
بلوچستان په دې وروستيو كلونو كې د پاكستان له مركزي حكومتونو سره ډېرې ستونزې لري. د بلوچستان خلك وايي چې پنجاب د دوى تېل، گاز او نورې شتمني وړي؛ خو دې ايالت ته د پرمختيا له پاره كافي بودجه او سياسي حقوق نه وركوي.
دې غوښتنو په دې وروستيو وختونو كې وسله وال ملاتړي هم پيدا كړي او د بلوچستان د خپلواكي زمزمې اورېدل كېږي.
په بلوچستان كې بلوڅان او پښتانه اوسي؛ خو د پنجاب چارواكي هڅه كوي چې د سيمې د استوگنو په انډول كې بدلون راولي او ډېر پنجابيان په بلوچستان كې مېشت كړي. د بلوچستان ډېر اوسېدونكي سني مذهبه دي؛ خو همدا سنيان په پيړيو_ پيړيو له شيعه مسلمانانو سره څنگ په څنگ اوسېدلي او يو بل وروڼه او عزيزان بولي.
هغه وخت چې په افغانستان كې جمهوري نظام نسكور شو او چپيانو واك تر لاسه كړ، پاكستان ته داسې تاريخي موقع په لاس ورغله چې په افغانستان كې د نظام د كمزورتيا او په حقيقت كې د افغانستان د كمزورتيا له پاره خپله تاريخي هيله پوره كاندي. پاكستاني استخباراتو افغانستان ته د وسلو، وسيلو او پيسو د استولو له لارې ډېر برياليتوبونه ترلاسه كړل. دوى په لومړي سر كې د افغان مجاهدينو په متحدو ليكو كې درزونه واچول او د يوه واحد، پياوړي او رسا غږ په عوض يې، اووه گوني تنظيمونه جوړ كړل چې وروسته يې د كورنيو جګړو له پاره وكاروي، افغان په افغان ووژنې، مجاهد په مجاهد ووژنې او افغانستان د خپلو بچيانو په لاس داسې ړنګ كړي چې بيا پاكستان ته د چپ كتلو وس، اراده، ځواك او لارښود ونلري!
پاكستان په همدې كلونو كې د خپلو اتباعو داسې جهادي ډلې هم جوړې كړې چې د افغانستان او كشمير په جبهاتو كې يې جنګولې او په دې دواړو ګاونډيو هېوادونو باندې يې د فشار د وسايلو او ذرايعو په توګه كار ځينې اخست.
يو له دې ډلو څخه سپاه صحابه ده چې لشكر جنگوي يې پوځي اړخ بلل كېږي. ځينې دا ډلې اوس د خپلو نړيوالو اړيكو، تجربې او وړتيا په اساس د پاكستان له كنټرول څخه وتلې او يا د دغه هېواد د پوځي استخباراتو (ISI) په پټه مشوره كار كوي او د سترو ستراتيژيكو اهدافو د تحقق له پاره خپله وژل كېږي او يا نور وژني!
د بلوچستان په كوټه كې د سږكال د جنورۍ او فبرورۍ د مياشتو د خونړيو چاودونو مسووليت لشكر جنگوي په غاړه اخستى چې ظاهراً يوه سني ډله ده؛ خو د چاودنو شاته چې كوم اهداف پراته دي، لا تت ښكاري او كېداى شي چې د استخباراتو ډېره پېچلې لوبه وي.
د كوټې اوسنۍ چاودنې 92 ښځې، ماشومان او نارينه ووژل. دا بې له شكه يو ناورين دى، يوه غميزه ده چې بېگناه انسانان په كې په نښه شول او كورنۍ يې د غم په ټغر كېناستې. دا يوازې كوټه نه ده چې توند لاري بنسټ شيعه هزاره وژني، دا څو كاله كېږي چې پاكستان قومي او مذهبي ستونزو او دښمنيو په سر اخستى دى. په كورمه اجنيسى كې پښتانه شيعه وژل كېږي په ځينو نورو سيمو كې د سني مسلمانانو په جوماتونو بريدونه كېږي او داسې خلك وژل كېږي چې د خداى(ج) په لمانځنه بوخت وي.
په كتلوي توګه د انسانو وژونه يو ستر جنايت دى. دا انسانان سنيان دي كه شيعه، عرب دي كه عجم، مسلمانان دي كه غير مسلمان او كه بل هر څوك، هېڅ توپير نه لري او وژنه يې په هېڅ دين، مذهب او مسلك كې جواز نه لري.
له دې وروستنۍ چاودنې وروسته (د مسلمينو د يووالي مجلس)، (د اماميه زده كوونكو ټولنه)، (د پاكستان حسينيه تحريك)، (شيعه اتحاد ټولنه) او (جعفريه الاينس) له كراچۍ څخه تر اسلام آباد پورې د اعتراض ناره اوچته كړه. د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي دا حمله په كلكه وغندله او له پاكستان څخه يې وغوښتل چې په دغه هېواد كې د قومي او مذهبي لږكيو حقونه خوندي وساتي. اسلامي كنفرانس او د بشري حقونو مدافع ټولنو په پاكستان غږ وكړ چې په كوټه يا نور پاكستان كې د شيعه گانو د هدفي وژنو مخه ونيسي. د افغانستان خلكو، د مدني ټولنو فعالينو او ولسمشر حامد كرزي دا وژنه په كلكه وغندله او ځينې ځوانانو په كابل او باميان كې د كوټې له شيعه گانو سره د همدردي په نامه تحصن وكړ او د نه خوړلو اعتصاب يې پيل كړ.
د پاكستان ځينو سني مذهبي ډلو په لاريونونو كې برخه واخسته او د مذهبي ډلو هدفي وژنې يې وغندلې. د پاكستان د اپوزيسون مشرانو، ولسمشر، لومړي وزير، د بلوچستان دولتي چارواكو او ډېرو عامو خلكو هم د كوټې وژنې محكومې كړې او د بېړنيو اقداماتو غوښتنه يې وكړه. كه همداسې مخكې لاړ شو د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو، سياسي فعالينو، مدني ټولنو، سياسي ګوندونو او شخصيتونو دا وژنې وغندلې او له پاكستان څخه يې وغوښتل چې د مذهبي اقليتونو حقوق ته درناوى وكړي او د دوى ژوند خوندي وساتي.
د كوټې وروستنى درنه چاودنه چې په تېرو دوو مياشتو كې دوهمه بلل كېږي درې عامله لرلاى شي: د پاكستان د مركزي حاكميت داسې كمزورتيا چې په خپله خاوره بشپړ واك نه لري او د ماتېدو په لور روان دى، دوهم د داسې بنسټ پاله ډلو پياوړتيا چې د سيمې د ځينو شتمنو هېوادونو په ملاتړ، له ځانګړو قومي- مذهبي ډلو سره دښمني كوي. د پاكستان شيعه خلك د همداسې يوې توطيې ښكار بلل كېږي او په پاى كې د نړيوال استكبار او صهيونستي كړيو هغه هلې ځلې چې د اسلامي هېوادونو يووالي ته زيان رسوي او دوى له كورنيو ستونزو سره مخامخ كوي.
د پاكستان دولت تر اوسه لا داسې مذهبي- قومي تاوتريخوالى ډېر جدي گواښ نه بولي. په خلكو كې متل دى چې وايي څه چې كرې هغه به ريبې. پاكستان چې كومې بنسټ پالې ډلې د افغانستان او هند د نارامه كولو له پاره جوړې كړې وې، اوس د دوى له پاره په گواښ بدلې دي. سره له دې چې په افغانستان كې دا پنځه درېشم كال دى چې وينې بهېږي او هند هم هره مياشت ستونزې ګالي او تلفات وركوي؛ خو پاكستان چې د كوم سرنوشت په لور روان دى، هغه د افغانستان د سرنوشت په پرتله ډېر خونړى او بربادونكى ښكاري. كه د پاكستان چارواكي او استخباراتي مشران وېښ نه شي، د ګاونډيانو په چارو كې لاسوهنه بنده نه كړي او د هغه ډلو د ايسارولو له پاره وړ ګامونه وانخلي چې خپله يې جوړې كړي دي؛ نو دا دى يقين ولري چې له داسې سترو ستونزو، كړاوونو او ناورينونو سره به مخامخ شي چې اوس يې اټكل سخت دى؛ خو راتلل يې حتمي ښكاري!