کور / راپور / په چمن کي د مورنۍ ژبي ورځ ولمانځل سوه

په چمن کي د مورنۍ ژبي ورځ ولمانځل سوه

دسلام بابا پښتوادبی ټولنی لخوا د مورنۍ ژبي د ورځي په مناسبت درنه غونډه په ۲۱،فبروری ۲۰۱۳ م په چمن ښارکې تر سره شوه،یاده غونډه ماپښین۳:۴۲بجی پيل دماخستن په۸:۱۵ بجوپای ته ورسیده .
دچمن ولسوالی (ضلعی اسمبلی هال)تالار،له کندهار، پښين ،کوټی ،څخه هم ځينی لیکوالان اوشاعران رابلل شوی وو.
د غونډي چلوونکی محمدعسی غریب و ، لومړی مطع الله زولال، ته دتلاوت مبارکه وویل شو، وروسته دغونډې ځانګړی میلمه حاجې مجاهد دمشرتابه ځای ته وبلل شو.
ورپسې دغونډې صدریامشر رحمت الله رحمت، دمشرتابه ځای ته وبلل شو،هم دارازدیاد ادبی تنظم مشرمحمدغوث همدرد،ته دکوربه مشر چاری وسپارلې شوې،داعزازې مېلمه په توګه دپښېن څخه راغلی منشې محمد رحم،انجنیرمحمدنبې امېد،جعفرخان اخکزی ،هم دمشرتابه ځای ته وبلل شوه،دیوې لیکنی تر اورېدو وروسته داښاغلی لکه :عادل اڅکزی،حاجې الله محمد سایل،اومولوې حاجې محمداواب، هم دمشرتابه ځای ته وبلل شوه،
یادو ښاغلو او حاجۍ عبدالولي، اوحاجي اختر محمدميرانی ،خپلي په زړه پوري مقالی ،او ويناوې دژبې پراهميت او وه پښتوژبي ته دور پیښو ستونزوپه اړوند واورولي،
دغونډي دويمه برخه دمشاعري لپا ره وه چي ډيروشاعرانو شعری پير زويني وړاندي کړلي ، ددي برخي د ويندوی چاري محمد عسی غريب، اوجمال ناصرتر سره کولي،
په اخیرکښي دغونډي صدریامشر (راقم الحروف)رحمت الله رحمت،دغونډي ارزولواو صدارتي ويناوکړه. اودقاري منير حق پذير په دعا ویلو سره غونډه پای ته ورسيده .