دانګلستان لومړي وزير ډيوډ کامرون هند ته په خپل سفرکې د هند د خلکو هغه غوښتنه چې هند ته دې دکوه نور الماس وسپارل شي رد کړه . دی وايې انګلستان د نورو هيوادونو په پرتله د نړۍ تاريخي توکي ښه ساتلي شي او بايد درناوی يې و شي .
کوه نور الماس له ننه 266 کاله وړاندې په 1747 زېږديزکې د ايران د امپراتور نادر افشار مېرمنې هغه مهال لوی احمد شاه بابا ته وه سپاره ، چې د افشار تر مړينې وروسته احمد شاه بابا د هغه کورنۍ په امان کې وساتله .
دا چې کوه نور له کومه ځايه نادر ترلاسه او ترهغه وړاندې چيرته وو اوږد داستان دی ! خود احمد شاه بابا دلمسي شاه زمان تر لس کلني واکمنۍ وروسته نوموړي کوه نور له ځانه سره دعاشق الله کورته دپېښور دتګ په نيت يو وړ او هورې يې په يوه ديوال کې پټ کړ ، خو عاشق الله له شاه زمان سره خيانت وکړ او هغه يې شا محمود دشاه زمان دښمن ته وه سپاره چې هغه بيا شاه زمان ړوند کړ .
له دې پېښې چې شاه شجاع د شاه زمان سکه ورور خبرشو له انګريزانو او رنجيت سنګ سره يې تړون وکړ او بلاخيره دکابل دتخت تر نيونې وروسه شاه شجاع امر وکړ چې عاشق الله هم ووژني او کوه نور الماس راوړي ، په دې ډول سره کوه نور الماس له شاه شجاع سره پاته شو ،خو دا چې شاه شجاع ، رنجيت او انګريزانو تخت ته ور خېژولی وو ، نو د هغوی د هر راز غوښتنې ممانعت يې نه شوای کولای ، هم هغه خوو چې کوه نور الماس يې رنجيت سنګ ته وسپاره او له رنجيت نه بيا انګريزانو کوه نور په يوه بله معامله اوپلمه ترلاسه او په 1849 ز کال کې د هغه مهال دبريتانوي هند دګورنر ( حاکم) له لوري ملکې اليزبيت ته ډالۍ کړای شوو ،چې بيا د هغې تاج پرې سينګار کړای شوو او تراوسه دبريتانې په موزيم کې ايښی او د يوه مهم ، تاريخي او بې ساري اثرپه توګه ترې ګټه پورته کوي .
هندوان په همدې خاطر چې کوه نور ترنورو وروسته له دوی له لوري انګلستان ته سپارل شوی ، غوښتنه کوي او د هند تر ازادۍ وروسته ګڼو سياسي مشرانو دکوه نور الماس دبيرته ورسپارلو غوښتنه کوي .
خو ما کله هم د يوه افغان چارواکي څخه نه دي اوريدلي چې زموږ فلانی شئ دې موږ ته وه سپارل شي !!! حتي دکوه نور په اړه خو مې دچا له خولې هيڅ هم نه دې اوريدلي . همدا اوس هم د پاکستان دکورنيوچارو دپخواني وزير نصرالله بابر کور دافغانستان دګڼو تاريخي او لرغونو توکو څخه ډک دی ، زموږ څومره مشران دبيلابيلو خبرو لپاره پاکستان ته ځي راځي ،خو کله يې هم د دغو لرغونو توکو دبيرته ورسپارلو خبره نه ده کړې ! او مسول وزير صيب دې خپلې غوړې غوړي وينا وي کوي .
دا هيوا د پنځه زره کلن تاريخ په لرلو سره دنړۍ دبډايو لرغونو توکو مرکزوو، خو دلته دقدرت جنګ له مشرانو څخه دا مهمه برخه هيره کړې ، دنړۍ دډېرو هيوادو اقتصادي پانګه او بوديجه له همدغو لرغونو ځايونو او توکو څخه د سيلانيانو په ورتګ سره لاس ته ورځي ، خو د لته مو خپل شيان په ښکار د بل په نامه ياديږي ، دسيد جماالدين افغاني ، شاه محمود غزنوي …اونورو ګڼو هستيو خبره خو به لا پرځای پرېږدو ، چې ګاونډي مو په خپل نوم تيرکړي ، هر شي ته داسې شاه اړول او حد اقل غوښتنه او يادونه يې نه کول ، ددې معني لري چې موږ دې له خپل لرغون والي څخه تيراو د تاريخ مهمه او ارزښمنه پانګه په لوی لاس په خاورو لاهو کړو .