د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د هغوافغانانو په اړه به څیړنه کوي چې له ځانګړو امریکایي ځواکونو سره کار کوي اودافغانانو د ځورونې تور پرې لګیدلې دي.
د امریکې دبهرنیو چارو وزیر جان کیري دغه څرګندونې پرون په لندن کې یوه ورځ وروسته هغه وخت وکړې چې د امریکایي ځانګړو ځواکونو او دهغو دافغان همکارانو لخوا په وردګو ولایت کي د خلکود ورځنې شکایتونو وروسته ولسمشر حامد کرزي امر وکړ، چې دغه ځواکونه دي په دوو اوونیو کې له میدان وردګو ولایت څخه ووځي.
دامریکا د بهرنیو چارو وزیر چې بریتانیې ته په یوه رسمي سفر بوخت دی، پرون یی په لندن کې دخبریالانو سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړه، چې د هغو افغانانو څخه به څیړنې کوي چې له امریکایي ځواکونو سره کارکوي او دخلکو د ځورونې تور پرې پورې شوی دی.
کتونکي په دې نظر دی چې د ولسمشر کرزي دې پریکړې سره به د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې اوددواړو هېوادونو ترمنځ پر امنیتي سند او په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو پر سر روانې خبرې اترې هم د ځنډ سره مخامخ شي.
جان کیري ویلي : ” افغانستان او میدان وردګو ولایت ته په احترام سره، زه دهغوی اندیښنې احساسوم، او د خلکو دځورونې په اړه به څیړنې او پلټني ترسره شي.”
خو دامریکا د بهرنیو چارو وزیر داهم وویل چې په اصل کې دا په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو دنده ده، چې دا ډول ادعاوې وڅیړي .
د ناټو ځواکونو ویاند جنرال ګیټس پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی هم له یادو ادعاوو خبر شوي خو داسې ثبوت نه لري چې دا ادعاوې ثابتې کړي چي ګواکي دامریکایې ځواکونو سره دافغاني همکارانودغه ناوړه کړني یوه ښکاره ثبوت ولري.هغه زیاته کړې چې په دې اړه یې له افغان مسوولینو سره خبرې پيل کړې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د کابل او واشنګټن ترمنځ پر کومې موضوع ناندرې راپورته کیږي، تیره میاشت په کونړ ولایت کې دامریکایي ځواکونو دلسوعامو وګړو تروژل کیدو وروسته ولسمشر کرزي امر وکړ، چې امریکایي ځواکونه دې نور بمبار نه کوي او نه به هم افغان ځواکونه ترې دا غوښتنه کوي.
جان کیري ویلي چې افغان ولسمشر کرزي قانوني حق لري چې د موضوعاتو په اړه څیړنې او ارزیابۍ وکړي خوزیاته یې کړه، چې له کابل سره پر امنیتي سند او د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو په اړه خبرې په ښه توګه روانې دي.