کور / تازه خبرونه / خېبر ایجنسۍ کې نښته او بمباري، ۱۳ وژل شوي

خېبر ایجنسۍ کې نښته او بمباري، ۱۳ وژل شوي

پېښور:د بي بي سي د د خبر له مخې د قبایلي سیمې خېبر ایجنسۍ په یو شمېر سیمو کې د پاکستاني پوځ جنګي الوتکو د وسله والو طالبانو په شکمنو پټنځایونو بمباري کړې، چې ویل کېږي، په پایله کې یې پنځه وسله وال سخت دریځي وژل شوي.بل لور ته د خېبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د پاکستاني پوځیانو او سخت دریځو تر منځ په نښته کې د دوو عسکرو او شپږو سخت دریځو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.د پاکستاني امنیتي ځواکونو یوه چارواکي وویل، چې تېره ورځ (د فبرورۍ ۲۴) جنګي الوتکو د خېبر ایجنسۍ په تېرا سیمه کې د سخت دریځو په یو شمېر شکمنو پټنځایونو بمونه وغورځول، چې په پایله کې یې د یو شمېر سخت دریځو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.نوموړي وویل، د بمبارۍ له کبله د سخت دریځو درې پټنځایونه ویجاړ شوي دي. یوه پاکستاني پوځي چارواکي وویل، چې د اوښتي زیان په اړه کره شمېرې، ځکه نه شي ویلای، چې د ده په خبره د بمبارۍ په سیمه کې د حکومت اداره نه شته او دوی یوازې هوايي بریدونه کوي.یوه ځايي چارواکي وویل، چې د بمبارۍ له کبله پنځه سخت دریځي وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان دي. چې د باړې په منډييکڅ نومي سیمه کې د امنیتي ځواکونو او سخت دریځو تر منځ په نښته کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او درې ټپیان دي.د نوموړي په وینا په نښته کې ۶ وسله وال سخت دریځي وژل شوي او درې نیول شوي دي.په خېبر ایجنسۍ سیمه کې له تېرو دریو کلونو راهیسې د اکستاني پوځ نااعلان شوي پوځي عملیات روان دي، چې په پایله کې پوځيانو، وسله والو سخت دریځو او ځايي اوسېدونکو ته د سر زیانونه اوښتي.