په خيبر پښتونخوا کې د پيښور پوهنتون په سلګونو محصلينو نن د یو لاريون په ترڅ کې پښتنو ته په مورنۍ ژبې د زده کړو او په پښتونخوا کې د پښتو ژبې د رسمي کيدلو غوښتنه وکړه.
دا لاريون د ۲۱ د فبروری چې د مورنۍ ژبو د نړيوالې ورځ سره سمون خوري د خيبرپښتونخوا ایالت مرکز پيښور په پوهنتون کې د پښتونخوا د محصلینو ټولنې (پښتونخوا سټوډینټس اورګانیزیشن) لخوا تر سره شوو.
لاريون کونکو له حکومته وغوښتل چې په ټولې پښتونخوا کې دې د پښتنو لپاره لومړۍ او لوړې زده کړې په مورنۍ ژبه کړي او پښتو ژبه دې تدريسي، عدالتي او رسمي ژبه شي.
د پښتونخوا د محصلينو د ټولنې یو مشر احمد شاه یوسفزی وايي چې په مورنۍ ژبه زده کړې کول د هر انسان لومړنۍ حق دی او بايد چې پښتانه د خپل حق غوښتونکي شي.
یوسفزي وويل چې په پښتونخوا کې ۵۰ ميليونه پښتانه اوسي خو دوی په خپلې مورنۍ ژبې د زده کړې حق نه لري.
د هغه په وينا په پيښور پوهنتون کې په پښتو ژبه کې د دوکتورا یا پي ايچ ډي ۱۰ سيټه دي او دوی په لاريون کې دا غوښتنه کړې چې دا سيټونه دې هم زيات کړای شي.
ښاغلي یوسفزي د پښتونخوا په حکومت او افغان حکومت غږ وکړ چې د پښتو ژبې د معياري کولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
د لاريون یو بل ګډونوال محبوب خان وايي چۍ په پښتونخوا کې پښتانه په پښتو ليک او لوست نه شي کولای او ځينې خو یی لا په پښتو خپل نوم نه شي ليکلای چې دا له پښتو او پښتنو سره ستر خيانت دی.
خان وايي چې په خپله مورنۍ ژبې زده کړې زموږ حق دی او پښتانه بايد د خپل حق د غوښتلو لپاره خپل اواز راپورته کړي.
په پښتونخوا کې د ملت پاله پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خيبر پښتونخوا ایالت مشر مختيار خان یوسفزی وايي چې په مورنۍ ژبه زده کړه د انسانانو لومړنۍ بشري حق دی او پښتانه بايد خپل دا حق په زغرده وغواړي.
د هغه په وينا پښتو هم په پښتونخوا کې د پښتنو په څيرقصدا محکومه پاتې شوې او په پښتونخوا کې ميشت په ميليونونو پښتانه د یو پلان له مخې په سيسټماټيک ډول په خپلې ژبې له زده کړو نه بې برخې شويدي.
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ هر کال د فبروري په ۲۱ مه لمانځل کیږي چې د ژبنۍ، کلتوري رنګارنګۍ او څوژبې زده کړې په اړه خبرتیا لوړه شي. . څیړنو ثبوت کړې ده چې د مورنۍ ژبې پر بنسټ څو ژبې ښوونه او روزنه د با کیفیته زده کړي اساس دی او له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل د ماشوم ايستل دي.
په ۱۹۴۸ د مارچ په ۲۱ د پاکيستان محمد علي جناح اردو ژبه د پاکستان یوازني ژبه اعلان کړه، خو بنګله دیش (د هغه وخت ختیځ پاکستان) ته دا د منلو نه وه. د ۱۹۵۲ کال د فبروري په ۲۱مې یو شمير بنګاليانو د جناح د دې پريکړې په خلاف او د خپلې مورنۍ ژبې بنګالي د رسمي کيدلو او تدريسي کيدلو لپاره لاريون وکړ، پاکيستاني پوليسو په سوله ایز لاریون ډزې وکړې او په سلګونو لاريون کونکي يي شهيدان کړل.
له دې پيښې هر کال وروسته بنګاليانو دا ورځ لمناځله او په ۱۹۹۹ کال د نومبر په ۱۷ دا ورځ د ملګرو ملتونو د یونیسکو ادارې لخوا د بنګله ديش په وړانديز د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونوموله چې د بنګله دیش د ژبې د حرکت د ورځې درنښت او دوام دی او اوس هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي.