کور / خبرتیا او پيغامونه / دکشمیر دپښتون جرګې بنسټوال مشر له نړۍ سترګې پټې کړې

دکشمیر دپښتون جرګې بنسټوال مشر له نړۍ سترګې پټې کړې

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړی چې دجمواو کشمیر دپښتون جرګې مشر مولانا غلام حیدرخان نن د (۸۷) کلو په عمر له نړۍ سره خدای پامانی وکړ، خدای بخښلی مولانا کلونه مخکې دهند تراولکې لاندې کشمیرکې دپښتنو ددغې جرګي بسټ کیښود چې تردغه مهاله یې دکشمیر اوهند له پښتنو سره د اړیکو ساتلو په برخه او دټول هند دپښتون ټبر د یووالی او ددوی د فرهنګی ارزښتونو دساتلو په برخه کې هلې ځلې کولې .
نوموړی دکشمیر په ګوتلي باغ کې زیږدلی و ، ګوتلي باغ په کشمیرکې تراوسه پورې هغه سیمه ده چې په کوراوکلي کې يي ټول پښتانه په خپله مورنۍ ژبه پښتوخبرې کوي او دپښتنو اصلي فرهنګی ارزښتونه یې تراوسه پورې په خورا ښه توګه ساتلي دی ، ددغې سیمې ځوانان اوس هم دکشمیر په فرهنګی ادارو لکه رادیو ګانو او ټلویزیونو کې پښتو پالي او ځانګړي پروګرامونه په کې لري .
په هند ، پښتونخوا او افغانستان کې ټول هغه پښتانه چې له مولانا او دهغه له فرهنګيالي ورور محترم ثناالله خان لالا سره یې پیژندګلوي وه او یایي لري ځانو نه له ثناالله خان لالا او د دوی له کورنۍ سره په دغه ناڅاپي غم کې شریک بولي ، ارواښاد مولانا ته له پاک الله څخه د جنتونو هیله کوي او نومیالي لیکوال او مشر ثناالله خان لالا ته د زړه له کومي تسلیت وړاندي کوي .

اروا یي ښاده
جنتونه یي په نصیب

په نوي ډیلی کې د استوګنو پښتنو له خوا