د پكتياولايت د وزي ځدرانو ولسوالۍ د اداري مدير په موټر بريدشوى چې له امله يې خپله اداري مدير اود ده موټر چلونكى وژل شوي اوموټر يې سوځول شوى دى.
بل لورته د خوست په ولايت كې د پوليسو په يوه موټر بمي چاودنه شوې چې له امله يې يو قوماندان او څلور نور سريتري ټپيان شوي دي.
د جمعې په ورځ ناوخته د خوست اوګرېز ترمنځ پرغځيدلي لويه لار د سيدخېلوپه سمه كې د پكتياولايت د وزي ځدران ولسوالۍ د اداري مدير په موټر وسلهوال بريد شوى.
ځايي چارواكي وايي چې په پېښه كې د ولسوالۍ اداري مدير اود ده موټر چلونكى دواړه وژل شوي اوموټر يې هم سوځول شوى دى.
طالبانو د دې بريد مومسووليت پرغاړه اخيستى او ادعاكوي چې د اداري مدير په ګډون يې درې سرتيري يې وژلي دي.
د يوبل خبر له مخې د شنبې په ورځ سهارد خوست ښار سره نږدې د شمل پل په نوم سيمه كې د دغه ولايت د ګربزو ولسوالۍ د امنيې قوماندن په موټر بمي چاودنه وشوه.
د ګربزو ولسوال محمداكبر ځدراڼ وايي چې د دوى امنيې قوماندان له خپل كور څخه دندې ته پرلار وچې په نوموړې سيمه كې يې په موټر بمي چاودنه وشوه چې له امله يې د قوماندان په ګډون پنځه تنه سرتيري ټپيان شول.
طالبانو د دواړو پېښو مسووليت پرغاړه اخيستى او ادعاكوي چې پوليسو ته يې له ياد شوي زيان ډېره مرګ اوژوبله ور اړولې ده.