د خيبر پښتونخوا د مردان او نوښار په لاره رشکۍ سیمه کښې د پوليسو د ګزمې پر موټر باندې د لاسي بمي بريد له امله يو پوليس وژل شوی، درې نور سخت ژوبل او درې وسله وال هم وژل سوي دي.د ځايي پولیسو په وینا په يوه ركشه كې درې وسله وال سپاره ؤ، چې ناببره يې د پوليسو په موټر بانې بريد وكړ خو د پوليسو په ځوابي ډزو كې درې واړه وسله وال هم وژل سوي دي.د دغه خبر له مخې وسله والو لومړى پر پوليسو بآندې د لاسي بم بريد وكړ او وروسته يې د سپكو وسله ډزې هم كړې دي.د پېښې په ځاي کښې د پوليسو ځايي مشر محمد حسېن رسنيو ته ويلي دي چې په دغه ځاي کښې د نورو وسله والو د پټېدو وېره هم موجوده ده، چې د هغوى د نيولو له اره يې پلټونكي عمليات پيل کړل ،