﴿ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴾
دځوان تعریف اوپېژندنه:
کله چي دیوې ځانګړي موضوع په اړه عام بحث کیږي، نو تعریف هم ورته پیداکیږي خوکله چي بیا دهمدغي موضوع په اړه یوخاص اوژوربحث کیږي، نونه داچي کوم خاص تعریف نه ورته پیداکیږي بلکي دڅېړونکوترمنځ دنظریاتوټکراواختلافات رامنځ ته سي.
تراوسه په نړۍ کښي څېړونکي، پروفیسران، لیکوالان، ادیبان،شاعران، سیاست پوهان، ټولنپوهان،ارواح پوهان،اقتصادپوهان اوداسي نور نه دي توانېدلي چي دشعر، پسرلي، ښکلا، اقتصاد، سیاست، روح، احساس، درک، کلتور اوداسي نورو له پاره یوواضح، جامع اومنلی تعریف وړاندي کړي چي ټولوعامواوخاصووګړو ته دي دمنلو وړوي. مثلاً:دڅېړونوڅخه موږ ته څرګندیږي چی یوازي د«کلتور» په اړه ۴۰۰-۳۰۰ بیلابېل تعریفونه وړاندي سوي دي چي سړی حیران ورته پاته کیږي چي کوم یو یې زده اوومني، نودځوان دتعریف په اړه هم خورا ډېرتعریفونه ځکه سته چي دیوې ټولني په سیاسي، اقتصادي، کلتوري، مذهبي او اجتماعي عواملوپوري اړه لري. دمثال په توګه: په ځینو ممالکو کښي هغه کس ته ځوان وايي چي عمریې له ۳۵ څخه تر۴۰ کلنوپه شاوخوا کښي وي.
دملګروملتونو سازمان ځوان پر دوګروپونو وېشي، مخکي له دې چي دغو دوو ګروپونو ته ورسو، یوه یادونه ضروري بولم هغه داچي دځوان څخه زما(ج.م مهربان) مطلب په دغه لیکنه کښي، دواړه جنسونه(نارینه اوښځینه) دي.
۱- هلک/نجلۍ یا (Teenager): هغه كس ته وايي چي عمر یې له ۱۸-۱۵ کلنوپوري رسېدلی وي.
۲- ځوان/ پېغله (Youngster): هغه کس ته وايي چي عمر یې ۲۴-۱۸کلنو پوري رسېدلی وي.
دځوان یوبل تعریف داسي هم سوی دﺉ چي: «دکوچنيتوب اوبلوغ ترمنځ انتقالي دورې ته ځواني او هغه کس چي په دغه موده کښي وي،هغه ته ځوان ویل کیږي.»دځوانۍ په دوران کښي،ځوان ډېربااحساسه،طاقتور،فعال، دمعصومواحساساتوڅښتن،ملي ګټو ته وفادارخولږ کم تجربې یي. دځوان دغه اخیري کیفیت (کم تجربې) بیا له دغه تعریف سره چي وايي:«ځوان هغه څوک دﺉ چي خپل تصمیم خپله نیولای سي.» په ټکرکښي راځي.نوزماپه شخصي نظر، هغه کس چي خپل ښه وبدوپېژندلای سي،تحلیل یې وکولای سي ،داسلامي او اخلاقي اصولوسره سم دټولني اوځان په ګټه تصمیم ونیولای سي؛همدغه کس ته ځوان ویل کیږي ځکه چي نه دکوچنیتوب اودنه دبوډا توب په مرحله کښي څوک داسي غوره تصمیم نیولای سي چي هم دده/ددې اوهم دټولني په ګټه وي.
داچي ولي ځوان تخریبي، ناوړه اوغیراسلامي پریکړي کوي چي نه دټولني په ګټه او نه خپله ددوی په ګټه وي او حتی چاته دمنلو وړهم نه وي، ترشا یې رواني، سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او… نور ډېرعوامل سته چي ځیني مې راڅېړلي دي اوځیني مې دموضوع دنه ارتباط په خاطرپرېښودلي دي.
ځوانان ولي مهم دي؟ لاندي هغه دلایل دي چي دې سوال ته جواب وایي:
۱- ځوانان دځان اوملت په وړاندي مسؤلیت لري نوباید دوی وروزل سي، ملي احساس یې نور هم قوي سي نه داچي له دوی څخه په یوه اوبله طریقه، شخصي استفاده وسي اویا دځینو اهدافو له پاره استثمار اواستعمال سي، لکه نن چي په افغانستان کښي پېښه همداسي ده.
۲- په عمومي توګه، ځوانان دپاکواحساساتو درلودونکي يي، خپل هیواد او خپلو هیوادوالو ته دخدمت په برخه کښي هرډول قربانیو ته چمتويي نوددغه کیفیت پراساس، ځیني سیاسي ډلي دځوانانو پر اوږو خپلواهدافو ته ځانونه رسوي. دخبري دثبوت له پاره، دکابل په مظاهرو کښي وینو چي اکثره ګډون کوونکي یې ځوانان وي، او مرګ ژوبله هم دوی ته اوړي، نه ددوی سیاسي لیډرانو ته.
۳- ځوانان دډېري انرژي لرونکي دي، که چیري له دوی سره لږمرسته اوسمه لارښوونه ورته وسي، دوی کولای سي چي خپله انرژي په یوګټور کار کښي وکاروي او که دوی ته مناسبي لارښووني ونه سي، نو ددې خطرسته چي دوی به منفي احساساتو اوناسمو فکرونو ته وده ورکړي چي دابه هم ددوی شخصي ژوند اوهم ملت ته تاوان ورسوي.
۴- ځوانان دمشرانو خبروته غوږ نیسي اوډېرژر په ډېره اساني سره له هغو(مشرانو) څخه متاثره کیږي.
۵- ځوانان ځکه مهم دي چي دنړۍ په بېلابیلو ممالکو کښي له هغوی څخه سیاسي اوتجارتي استقاده کیږي. اوس به یوڅو مثالونه ورکړو او بیا به موضوع ته ور داخل سو: په نړۍ کښي هغه کسان چي په خپله خوښه ځان وژنه کوي، عمر یې په اوسط ډول ۲۱ کلنو ته رسیږي. په برتانیا کښي ډېر هغه ځوانان دموټر ټکر له امله مري چي عمر یې ۲۵-۱۷ کلنو په شا او خوا کښي وي. دامریکا په متحده ایالاتو کښي جنسی تېری اکثره وخت پر هغو ښځو باندي کیږي چي عمر یې د ۲۴-۲۰ ترمنځ وي. دامریکا دمتحده ایالاتو په اړه یو څونور مثالونه: په۱۹۹۸ م کښي په اوسط ډول ۱۵۲۰ هغوځوانانو ځانونه وژلي ول چي عمر یې د ۱۳ او ۱۸ کلنو ترمنځ ؤ، اوس هم په هرو شلو ځوانانو کښي یوشل کلن ځوان دځان سره مکتب ته توپک وړي، په هرو شپږو ځوانانو کښي، یوځوان دځان سره مکتب ته خنجر وړي، په اوسط ډول هره ورځ اووه ځوانان قتلیږي. دملګرو ملتونو دکارګرو دنړیوال سازمان(UNILO) دراپور له مخي چي دبي بي سي په انګلیسي څانګه کښي د ۲۰۱۲ د سیپټمبر په ۳۰ نېټه یې خپور کړی ؤ، پکښي لیکل سوي وه چي په دنیا کښي ۷۵ میلیونه ځوانان بې کاره دي چي عمر یې د۱۵څخه تر ۲۴ کلنو ترمنځ وي.
دنشه يي توکو او جرمونو پرضد دملګرو ملتونو(United Nations Office on Drugs and Crime) د ادارې اجرایه رئیس -چي دغه خبر یې په خپل ویب سایټ کښي خپور کړی دﺉ- وايي چي تقریباً یو میلیون افغانان چي عمر یې له ۱۵ کلنو څخه تر ۶۵ کلنو پوري دﺉ، په نشه يي توکو روږ دي. راپور زیاتوي چي په ۲۰۰۵م کښي یو لک وپنځوس زره(150,000) افغان ځوانان په تاریکو روږ ول خو په ۲۰۱۰ کښي یې شمېره دوه لکه و دېرش زره ته ورسېدل(230,000) اودهېروين څکوونکو شمېر د پنځوس زره(50,000) څخه یو لک و شل زره(120,000) ته پورته سوې ده. همداسي که وګورو، په افغانستان کښي ددولت پرضد مظاهرو کښي اکثریت ځوانان ګډون کوي او مرګ ژوبله هم ځوانانو ته اوړي مګر هغه کسان چي ځوانان دغه کار ته رهبري کوي یا په زرې موټرانو کښي ناست وي اویا بلکل په ساحنه کښي حاضر نه وي، خو دپردې ترشا یې حمایت کوي.
اول-
دځوانانو ستونزي دمور وپلار سره:دځوانانو لومړی ستونزه دکوچینوالي دمرحلې څخه دهغو په مورو پلار یادکورنۍ په نورو مشرانو پوري اړه لري. مثلاً: دا کار وکړه، هغه کار مه کوه، که بل وار دلته، هلته ددغه کس سره کښنتلی وې، نو پښې به دي درماتي کړم. اویا: خوره! څېښه! نور په هرشی کار مه لره، دغه نجلۍ درته په نکاح کوو، یا هغه ځوان ته دي ورکوو، ته په خپل ښه او بد لا نه پوهېږې، موږ تاته دفلاني مشهور قوم او دخان لور درغواړو، اوداسي نور هغه څه دي چي مور اوپلار یې پرخپلو اولادونه تحمیلوي. دغه خبري په ارامه سره هم کېدای سي او باید وسي، دځوانانو سره باید موروپلارمنطقي دلایل ووايي او هغو ته باید قناعت ورکړي. ډېرکله په ټولنه لیدل سوي دي چي دموروپلار دبې غورۍ په خاطر اولادونه دډېرو لویو ستونزو سره مخ سوي دي. دمورو پلاراودکورنۍ دنورو مشرانو دغسي او دې ته ورته سلوک بالاآخره دځوانانو دمعیوس کېدو سبب ګرځي، نو به خود ځوان دمور اوپلار سره ډېر ناسته او ولاړه نه کوي، که پردسترخوان ورسره ناست وي، جرءت نه سي کولای چي یو نظر ورکړي ځکه چي دځوانۍ په اوله مرحله کښي مور وپلار زړه ځیني کښلی دﺉ. کله چي ځوان شل کلنی ته ورسیږي، نو دموروپلار خبري ته غوږ نه نیسي، ځکه چي پلار او مور یې ده/دې ته غوږ نه نیوﺉ؛ نو اوس به دوی همداسي کوي او کړي یې هم دي. ځوان خپل سر ته ایله دﺉ، هرځای ته چي یې زړه غواړي ،هورې ځي، دچا پلار یې مخه نه سي نیولای داځکه چي دده/ددې سره سرزوري سوې ده؛اوس به نو دوی هم له سرزوري څخه کار اخلي او والدینو ته به هغه خبر کوي چي خورﺉ! څېښئ! نور په هرشی کار مه لرئ.
دوهم-
دځوانانوستونزي اوددولت بې غوري:په دې کښي هیڅ شک نه سته چي ځوانان دهرهیوادراتلونكې ټاکي.ځوانان دهیوادسرنوشت دﺉ اودهیواد پرمختګ اوپرشاتګ دځوانانودښې روزني تابع دﺉ.ځوانان چي څونده پياوړي او سالم وروزل سي،هغونده دټولني پرمختيا اواقتصاد ته ښه زمينه مساعدولاى سي.د هري ټولني سبا د هغې ټولني د ځوانانو په كيفيت او روزني پوري اړه لري او هره ټولنه چي څونده ډېر پوهان، تكړه اوښه روزلي ځوانان ولري، نو ټولنه هم ښه پرمختګ كولاى سي.
خبره داده چي په تېرودوو لسو(۱۲)کلنوکښي، پرافغانستان دډالرو بارانونه وسول خو ډالر بیرته سیلابونو له ځانه سره یووړل، دځوانانو دروزني له پاره دونده ادرې اومؤسسې جوړي سوې چي دنومونوڅخه یې یوغټ کتاب جوړیږي،بدبختانه زموږ ځوانان تراوسه پوري داسي ستونزي ګالي چي څوک به وايي ددې ملک (افغانستان) بنسټ اواساس نن ايښودل سوی دﺉ.
که ځینو مؤسسو، سیاسي حزبونو، نهادونو اویادولتي او غیردولتي ارګانونو کوم اقدام کړي وي، نو هغه ترډېره ځایه دسیاسي اهدافوڅخه خالي نه وي.
دوهمه برخه:
درېیم- دځوانانو ورزشي ستونزي:مخکي به ما فکر کاوه چي یوازي په کندهار کښي دځوانانو له پاره ورزشي میدانونه نه سته، خو اوس چي داڅو کاله کیږي په کابل کښي ژوند کوم، نوزه وینم چي ځوانان حتی دپامیر سېنما پرمخامخ پرمات ډامبر سوي سړک باندي ماځیکرمهال دفوټبال تمرین کوي اودجعمو په ورځو خو یې دفوټبال دتمرین له پاره دښارځیني عمومي جادې بندي کړي.دولت کله نا کله درسنیو له لاري خبر ورکوي چي دځوانانو دظرفیت جوړوني له پاره یې پروګرامونه په نظر کښي نیولي دي،خو زه وایم ترڅو چي ځوانان ورزش ونه کړي او دورزش زمینه ورته برابره نه سي، نو صحت به یې همېشه ناروغه وي، او کله چي صحت ناجوړه وي، نو بیا ظرفیت جوړنه څنګه امکان لري او څه په درد خوري؟ کله چي جاپانیانو په دوهم نړیوال جنګ کښي ماته وخوړه، دڅېړونو څخه وروسته وپوهیدل چی ددوی صحت کمزوری ؤنو ځکه مات سول، هغه ؤ چي وروسته یې ورزش ته مخه کړه او اوس وینو چي اکثره جاپانیان ورزش کوی او په صورت او صحت جوړ ولس دﺉ. د (Global Burden of Disease Study 2010,) دسروې له مخي، جاپان دنړۍ په لسوپرمختللو هیوادونو کښي دنارینو او ښځینو په صحت کښي لومړی مقام تر لاس کړ، سینګاپور دنارینو په صحت کښي دوهم او دښځو په صحت کښي دڅلرم مقام وېاړ ترلاسه کړی دﺉ، نو ځکه ددغو دوو مملکتونو اقتصاد انکشاف کړی او لا مخ پرانکشاف روان دي. که خپلي موضوع ته بیرته ور وګرځو، په افغانستان کښي دزېبايي اندام او تباهي اندام کلبونه سته، په دې کلبو کښي ځیني داسي ځوانان سته چي نه دپيچکاریو،نه دپروټینو اونه دګولیوڅخه مخ ګرځوي، مصنوعي هورمونونه لګوي چي پر زړه او اینه باندي ډېر بد تاثیر لري که څه هم دانسان جسم په خپله په طبیعي ډول په کافي اندازه هورمونونه تولیدوي، که چیري بدن ته دخارج څخه مصنوعي هورمونونه ولېږدول سي، نو بدن طبیعي هورمونونه بندوي چي بالاآخره جانبي عوارض رامنځ ته کوي. دغه دود افغانانو بدبختانه دامریکایانو څخه زده کړی دﺉ. اوس په کندهار او کابل کښي مارکېټونه سته چي دغسي زهري درمل پلوري او دولت په خبر نه دﺉ، او که په خبر هم وي نو بیا به شاید په ګټه کښي ورسره شریک وي. په کندهار کښي دزېبايي اندام ځیني استادان دکوټي څخه خالي، اوږده ښایسته کپسولونه راوړي او بیا یې دپروټینونوڅخه ډکوي، په ګران قیمت یې پرورزشکارانو ځکه خرڅوي چي ددوی په قول دا په بازار کښي قحط دي، ځيني استادان بیا داسي کوي چي هغه پچکارۍ چي دپسرلي څخه مخکي اسانو ته لګول کیږي، هم پرځوانانو خرڅوي. ددغسي پېچکاریو لګول هم دشریعت له مخي جواز نه لري اوهم په طبي لحاظ ډېر سخت تاوانونه لري نوځکه اوس دپاکستان او هندوستان روغتونودسپي ږیرو اوبوډیانو سره-سره زموږ دناروغه ځونانو څخه هم ډک دي یعني دافغانانو مریضي دهند اوپاکستان په اقتصاد کښي ښه غوښن رول لوبوي. خبره دعمومیت څخه ځانګړي خوا ته ولاړه خو خدای دي وکړي چي ددولت اوهغه سیاسي احزاب چي وايي ځوانانو ته کار کوي، دځوانانو دغه بشري ناورین او نسل وژني ته یې پام سي اومخنیوي یې وکړي. خبره مي دورزشي ستونزو کول، هغه داچي ځیني ځوانان ورزش ته وخت نه لري چي عوامل یې ډېر دي او هغو چي بیا وخت ورته لري، دزیبايي اندام پرځای یې تباهي اندام ته ملا تړلې وي او په لوی لاس خپل ځان او اینده نسل تباه کوي. که ددولت په پالیسي کښي ځوانان په رښتیا اولیت لري نولومړی دي دځوانانو دظرفیت جوړوني پرځای،دځوانانو صحت ته پاملرنه وکړي.
څلرم- دځوانانو روغیتايي ستونزي: ډېر به مو اورېدلي وي چي یو سړي خپله مېرمن او اولادونه ووژل، دابه مو هم اورېدلي وي چي یو ځوان/پیغلي دافغانستان په دغه یا هغه ولایت کښي خپل ځان ته اور واچوﺉ. داولي؟ ځکه چي دوی تمرین نه کوي، که یې کوي، نو بیا هغه تباهي اندام کوي، یا دورزش زمینه نه ده ورته برابره نو ځکه په عصبي او رواني ناروغيو اخته وي، دمعدې تکلیف لري، دذهني ګډوډي څخه کړیږي، په کار ځای کښي سم کار نه سي کولای، دهر چا سره یې پر هره کوچنۍ مسئله جنجال وي، هغسي خواړه چي دبدن له پاره مهم وي، ورته نه تهیه کیږي، نو په ډېرو نورو خطرناکو ناروغیو لکه تبرکلوز، عصبانیت، خپګان، اخته سي او بالاآخره ړانده، کاڼه، او فلج سي، دټولني داوږو بار وګرځیږي نوخود به ددولت زیاته بودیجه ددغسي کسانو صحت ته ځانګړې کیږي. دافغانستان دعامه صحت دویب سایټ د راپور سره سم، د ۲۰۰۳ څخه بیا تر ۲۰۰۸ م پوري، دافغانستان دغه یاد وزارت دافغانانو دصحت او روغتیا له پاره د ۳۶۸ پروژو له لاري، یو زرو، یوسلو څلور نیوي(۱۱۹۴) میلیونه امریکايي ډالر یا ۶۳ بیلیونه افغانۍ مصرف کړي دي. که چیري ددغه مقدار پیسو څخه یو څه اندازه ورزشي کمپاینونو ته ځانګړي سوی وای، نو نن ورځ به نه داچي دونده یو لوی مقدار پیسې مصرف سوی وای بلکي دځوانانو صحت به روغ او جوړ وای. خو په هر صورت، اوس مو پام دافغانانو په لاس یو بل جوړ سوي ناورین ته را اړوم: کله چي دجمهوري ریاست انتخابات شروع کیږي، نو ترسلوزیات کاندیدان ځانونه ورته کاندید کړي او په لسګونو او سلګونو میلیونه ډالر په کمپاینونو کښي مصرف کړي، دهر کاندید شعار داوي چي غواړي وطن ته خدمت وکړي بالخصوس ځوانانو او ښځو ته! دوطن خدمت یوازي دجمهوري ریاست په مقام پوري نه دﺉ محدود، دغه پیسې چي کاندیدان صاحبان یې دکمپاین پرمهال دځوانانو په مېلمستیاوو کښي ضایع کوي، پرځای دې ځوانانو ته ورزشي میدانونه ورجوړ کړي، او ځوانان دي ورزش ته وهڅوي، خو داکار یوملي احساس غواړي اوداحساس په افغانانو کښي هغه مهال راژوندی کیږي چي دچوکۍ دمشروع او نامشروع رسېدو ارمان له ککریو څخه وباسي او خدمت یوازي په لوړو چوکیو پوري محدود نه کړي.
پنځم- خارجي ممالکو ته دافغان ځوانانو قانوني اوغیرقانوني تګ؟ تردې مهاله مو دځوانانو دڅوستونزو یادونه وکړه. اوس به دغه خبري ته راسو چي افغانان ولي نور ملکونو ته پناه وړي؟ نورو هیوادونو ته دافغاني ځوانانوقانوني اوغیرقانوني تګ ډېر عوامل لري چي له دې جملې څخه یې ماته درې عوامل ډېر مهم دي، لکه:
۱-: په ۲۰۰۸ مېلادي کښي، دافغانستان بې کاري ۳۵ فیصده محاسبه سوې وه چي اوس(۲۰۱۳) په ځینومشهورو ویب سایټونو کښي ۴۰٪ ښودل کیږي.ددې څخه داسي معلومیږي چي دافغانستان دولت تراوسه نه دﺉ توانېدلی چي ځوانانو ته په خاصه توګه په لیرو پرتوسیمو کښي حتی دابتدایه اوحرفوي زده کړو زمینه برابره کړي. که چیري غیري دولتي مؤسسې په واشنګټن یا لندن کښي دحرفوي زده کړو یو پروګرام ډیزاین کړﺉ خو ډېرښه، که چیري داسي ونه سي، نو زموږ دولت بیا کومه خاصه پالیسي نه لري.زه داسي ډېر ځوانان پېژنم چي دوولسم صنف څخه فارغه، انګلیسي یې زده، په کمپیوټر ښه ترا پوهیږي، خو ټول ورځ دوظیفې په پیداکولو پسي سرګردانه وي. جالبه خو لا داده چي څه موده مخکي، د بي بي سي راډيو یوه خبریال ددولت دیوه چارواکي څخه وپوښتل چي ولي افغان دولت دپوهنتون څخه فارغه سووځوانانو ته وظیفي نه دي پیدا کړي؟ دې چارواکي په جواب کښي ورته وویل چي دوی(ځوانان) نوی فارغه سوي دي اوتجربه نه لري. مرکه کوونکي پوښتنه ځني وکړه چي نوددولت پلان څه دﺉ؟ چارواکي په جواب کښي ورته وویل چي دوی ددغو تازه فارغه سوو ځوانانو له پاره شپږ میاشتنی کورس جوړکړی دﺉ چي ځوانان پکښي ورزول سي او تجربه پیدا کړي. کله چي ځوانان د ۱۶ کالو یعني دمکتب اوپوهنتون دفراغت،دکمپیوټر اوانګلیسي ژبی له زدکړي وروسته بیا هم ونه سي کولای چي وظیفه پیدا کړي، نو په شپږ میاشتني کورس کښي څنګه تجربه پيدا کړي؟!دلته ځوانان څوانتخابه لري: یا به ددولت ضد وسله والوځواکونو سره یوځای کیږي، انسان تښتونه به شرع کوي، پرلویو لارو به مساپرشکوي، دمخدره موادو کاروبار به شروع کوي اویا به تر نورو هیوادونو پوري په قانوني اوغیرقانوني توګه ځانونه رسوي، دغه موضوع مي لاندي نوره هم تشریح کړې ده.
۲-:کله چي په ۲۰۰۱ مېلادي کښي افغانسنان ته دجهاني مرستو لړۍ لار پیدا کړه نو ایران او پاکستان ته دافغانستان سیاسي ثبات او اقتصادي انکشاف دزغملووړ نه ؤ، ایران اوپاکستان دواړو،هغه افغان مهاجر چي ددوی هیوادونو ته یې مهاجرت کړی ؤ، او ددوی ښارونه یې ور اباد کړي ول، پسي راواخیستل. کله چي دامهاجرین خپل هیوادته راستانه سول، ددوی هغه مهارتونه چي په ایران اوپاکستان کښي زده کړي ول،په افغانستان کښې مارکېټینګ نه درلودﺉ اودولت یې هم غم نه خوړﺉ، له بله اړخه، دغوبیرته راستنېدونکودکالدارو اوتومنوخوند کتلی ؤ، په هغو ممالکو کښي امنیت هم نسبتآ ښه ؤمګرپه افغانستان کښي بیاخبره برعکس وه. نتیجه یې داده چي اوس دغه بیرته راستنېدونکي افغانان دخپلوسرونو په سوداپه غیرقانوني توګه ځانونه نه یوازی ترایرانه بلکي تر اروپا هم رسوي.
۳-: دغربیانو دچم اودوکې څخه ډک کمپاین: ځیني غربي ممالک لکه کاناډا او اسټرالیا دنفوس له کمښت سره مخ دي خو ماشینري او تکنالوژي یې بیا دنفوس په نسبت زیات دي. په ځینو ممالکو، لکه دامریکا په متحده ایالاتو کښي،د بشري ځواک اُجوره تر ماشینري ځواک زیاته ده، نو په کوم ملک کښي چي ماشینري زیاته، او بشري ځواک کم وي، نو بشري ځواک ته تقاضا هم زیاته وي او مزدوري هم ډېره ورکوله کیږي. دماشینري او نفوس دکمښت دحل له پاره، غربیان بشري ځواک داسیايي او افریقايي ممالکو څخه په یو او بل چم سره پوره کوي. دافغانستان دغه ۲۶،۵(دېرش میلیونه، مختلفي سرچینې) نفوس یې هم ښکار کړی دﺉ؛ دیو امتیاز اوبل امیتاز په نومونو یې خپلو ممالکو ته استوي اوهلته یې استثماروي. زه همېشه هغو افغاني ځوانانو ته چي غرب دتلو اراده لری وایم چي ګورﺉ تاسو په افغانستان کښي پیدا سوي یاست، دهمدغه جنګ ځپلي ملک دبیت المال په پیسو مو مکتب اوپوهنتون ووایه او ددې ملک داوبو، هوا، زراعت څخه مو استفاده وکړه اوس چي مو دکار وخت راغی نو ثمره یې غربیانو ته ورکوﺉ، خپل مور وپلار، دوستان او ګران وطن پرېږدﺉ، داکوم انصاف دﺉ؟ ځیني ځوانان راسره موافق سي او راته وايي چي خبره دي پرځای ده، او ځیني بیا راته ووایي چي نو ته دلته یو کار راپیداکړه موږ به غرب ته نه ځو چي دغه غوښتني ته یې بیا زه عاجز سم. ځیني ځوانانو بیا دغرب خوند دتلوېزیون پرسکرین کتلی وي، غواړي چي ځانونه له ځینځرونو څخه خلاص کړي مګر په واقیعت خبر نه وي، او ځیني ځوانان بیا ناامنۍ او ددولت بې غورۍ دې ته مجبوره کړي وي چي ځان تر غرب پوري ورسوي او یاد له رسېدو څخه مخکي په کانیتنرونو کښي مړه،یا په دریابونو کښي غرق، یا دایران زندانو په ډک او یا یې نصیب و قسمت دآی ایس آی دتاڼو تورو کوټو ته ورسوي اودسیاسي اهدافو قرباني سي.
دځوانانو هغه معامله ګر چي دځوانانو دخدمت دعوې کوي،په دغه اړه ولي پټ خوله ناست دي؟ ایا دا ددوی په نظر یوه ستونزه نه ده؟ نه! نه! دایوه ډېره خطرناکه فاجعه ده، دا یو ظالم توپان دﺉ، اوداسي یوبشري ناورین دﺉ چي زموږ اقتصاد له خاورو او ایرو سره سموي، دخپل ناپوه شین سترګي مستخدم خدمات په ظاهرآ دمشاور په توګه اودپردې ترشا دجاسوسۍ په هدف او مرام کښي دمیاشتي تر لس زره په زیاتو امریکايي ډالره درته عرضه کوي اوستا دنازولي خودبې سرپرسته ځوان ویني زبېښي. ددغه ستونزي دحل لار داده چي دځوانانو پرضد ددولت پخواني دصادرې او واردې متخصیصین دتبعیض څخه لاس واخلي، سیاسي لیډران دي دسمت،ژبي، اوقومیت پرځای استعداد، تعلیم او عدالت ته ترجیح ورکړي، ددولت مخالف لوری دي ترځوانانو خروښ نه کاږي، ددولت سره دې معلومه کړي، که داسي وسي او باید وسي، نو به ځوانان په خپل وطن کښي پاته سي اوکه دولت او سیاسي احزاب توجه ورته ونه کړي، نو به افغانستان دبشري سرمايې دکمښت سره هم مخ سي.
شپږم- دځوانانو دزدکړو ستونزي:افغانستان بدبختانه تراوسه پوري یو له هغو ممالکو څخه دﺉ چي دجهالت او تشدد پرځای دتعلیم او تربیيې ریښې ورکاږي. اول خو دهیواد په لیرو پرتو ولایتونو او ولسوالیو کښي په کافي اندازه مکاتب نه سته، که وي هم، نودافغانستان دښمنان او دجهالت ماهران یې دخپلوشخصي ګټو په خاطر په راکیټونو ولي، ددروازو او کلکینانو څخه یې دلرګو کار اخلي اوپړه یې بیا یوازي پر مخالف لوري اچول کیږي، مګر دمنفي کلتور زهرجن عواملو ته پام نه کوو. اوس هم په افغانستان کښي داسي پلرونه او نیکونه سته چي زوی مکتب ته نه لیږي خو دچرسیانو په بانډار یې فخر کوي. دغه کسانو سګوانۍ، کرکبازۍ، دزرکو اوچرګانو جنګ اوداسي نورو ناروا عمالو ته جواز ورکړی دﺉ، دغه حیوانان ساتي،داسي یې ساتي چي ترموروپلار یې هم ښه ساتي خو خپل اولاد ته دمعلم په مقررولو، ساتلو او معاش ورکول یې ملا غبرګه ماتیږي. نو به څه چم کوي؟ پرمکتب به دکُفر فتوا ورکوي ځکه چي دغه کار له نیکونو څخه په میراث ورپاته دﺉ. لوڼي یې په کورونو کښي ددغو حیوانانو روزلوته ساتلې وي او زامن یې بیا دباندي په بوده ګانو پسې کړي وي اوهمدغه مشران زموږ رهبري کوي.
بل خواته که وګورو دولت لالا هم تراوسه پوري نه دﺉ توانېدلي چي حتی دهیواد په مرکزي او مهمو ولایتونو کښي دي یوه معیاري لېسه جوړه کړې وي. دکندهار ښار په مشهورو لېسو کښي دلسم صنف شاګرد اتم صنف ته درس ورکوي، دلابراتوارونو سامان الات په خاورو ککړ او شاګردان یې دکلکین ترهندارو ددباندي څخه ننداره کوي. یوې خوا ته په ټولنه کښي جهالت خپور دﺉ، بل خوا ته دخلګو ذهنیت دمکتب په اړه ناسم دﺉ، سیاسي، اقتصادي ستونزي او بې ثباتي بیا یو بل سر درد دﺉ چي ځوانان یې له زده کړو څخه محروم کړي دي. هغه ډلي چي وايي دوی ځوانانو ته خدمت کوي، نو مهرباني دي وکړي دغه مفني کتلوري عواملو ته دي مثبت تغیر ورکړي، دخبرو پرځای دي اقدام وکړي. داسي ځوانانو ته چي دمکاتبو او پوهنتونونو څخه یې سندونه ترلاسه کړي وي، هرڅوک کولای سي اوغواړي چي خدمتونه وکړي ځکه چي ددوی(سیاسي احزابو) اهداف داسي پکښي ترلاسه کېدای چي داستاد بېنوا په قول دخورانو دخوارۍ ګټي په لمنو کښي راټولوي او حاکم ته یې په زرایو ورکوي.
د پاملرني نړیوالي مؤسسې(Care International) دراپور له مخي، د ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۸ پوري دمکاتبو پر ښوونکو او شاګردانو باندي دهیواد په لاندي ولایتونو کښی ۶۷۰ بېلابیلي حملې سوي دي چي په نتیجه کښي ۳۳۶۰۰۰ شاګردان چي څلوېښت فیصد یې یوازي انجوني ، ۲۸ فیصد یې صرف هلکوان او ۳۲ فیصده یې هلکوان او انجوني دي له مکاتبوڅخه محرومه کړي ول. ایادځوانانو خدمتګارانو په دې اړه کوم اقدام کړی دﺉ؟ ایا دمکاتبو دسوځولو، دشبنامو دوېشلو، داستادانو دوژلو دمعصومو زده کوونکو دقتلولو منبع اوسرچینه یې پیدا کړې ده؟ دکاغذ پرمخ دسیاسي ډلو او احزابو یوڅو کرښي او دتلوېزیون پرسکرین یې شعارونه، کولای نه سي چي دځوانانو دزده کړو ستونزو ته دحل لاره پیدا کړي.
دريمه برخه:
دريمه برخه
اووم- دځوانانو دلوړو زدکړو ستونزي:که ځوانان دابتدايه زده کړو څخه محروم او یا پکښي ستونزي لري، نو به لوړي زده کړي څنګه او چیري ترسره کوي؟ که بې مسلکه، عصبي او متعصبو ښوونکو ته دراتلوونکي نسل اینده ورپه غاړه کیږي، نو به سل کاله نور هم موږخپل مریضان پاکستان اوهندوستان ته بیایو، دبرق انجینر به له فیلپین او دخاوري متخصص به دتاجکستان څخه را غواړو. داځکه چي دافغانستان فعال دولت داسي یوه حیرانوونکې پالیسي په کار اچولې ده چي داوسني عصر سره ښکر په ښکر ده، تاسو راځئ چي څه نه څه ځانونه په خبر کړو:
ځوان له مکتب دفراغت څخه وروسته اته میاشتي شپه و ورځ پرځان یوه کړې وي چي خپل دخوښي مسلک ته کامیاب سي خو دکانکور په ازموینه کښي ۲۹۸ نمرې پوره کوي او لومړی انتخاب یې دطب پوهنځی انتخاب کړی وي خودوو(۲) نمرو په نه اخیستلو/پوره کولو سره بې نتیجې، دتل له پاره ددزده کړو څخه محروم او معیوسه سي، ځکه چي داددولت پالیسي ده که څوک درې سوه (۳۰۰) نمرې پوره نه کړي نو بیا دخپلي خوښي پوهنځى نه سي ویلای. بله بدبختي داده چي یوځوان دپښتو او یادري ادبیاتوله پوهنځى څخه فارغه سوی وي، مګر عریضه په عریضه لیکوونکي لیکي، یادانګلیسي، عربي او تُرکي ادبیات یې لوستلي وي مګر نه دوې جملې لیکلای او نه دوې خبري په کولای سي، نو کاربه چیري پیدا کړي؟ اویا دزراعت دپوهنځۍ څخه فارغه وي مګر دوې صفحې راپور په یوه ژبه هم نه سي لیکلای. ځینو استادانو بیا دتحصیل پرمهال پرمحصلینو باندي مځکه تنګه کړې وي، داسي یې راګیر کړي او یو ډول چلند ورسره کوي چي دفراغت پرمهال ټولني ته داکاډیمک او علمي کدر پرځای، عصاب خرابي خدماتي سیکتور ته عرضه کړي. دا زموږ دځوانانو اشتباه نه ده بلکي ددولت ګناه ده، ځکه که په تکنالوجي او دوظیفو په مارکېټ کښي تغیرات راځي نودولت باید دلوړو زده کړو نصاب ته داسي تغیر ورکړي چي دفراغت څخه وروسته ځوانان سمدستي دنده پیدا اوپه موثره توګه یې اجراکړي.کله چي په هیواد کښي نفوس ډېریږي نوباید نوي پوهنتونه هم ورسره تاسیس سي، مګر اوس موږ وینو چي دنفوس او دځوانانو دلوړو زده کړو تقاضا دپوهنتونونو په نسبت ډېره اوچته ده،نوخود به هر کال د یولک و دېرش زره شاګردانو څخه اویازره بې نتیجې کیږي. که حالت همداسي دوام وکړي لکه اوس چي یې کړی دﺉ، نو دسیاسي ستونزو درامنځ ته کېدو سره- سره، به خدای مه کړه دولایتونو ترمنځ دښمنۍ ته لار هواره سي.دښځودلوړو زده کړو په اړه بیا هم چاپیریال او هم دخلګو ذهنیتونه ناجوړه دي. دکلي دخلګو سره دا بېره وي چي که یې لوڼي لوړو زده کړو ته ادامه ورکوي شاید دخطر سره مخ سي ځکه دنجونومسمومول، پرمخ یې تېزاب ورپاشل اوداسي نور هغه څه دي چي موږ یې هره ورځ یا وینو یا یې اورو. دپوهنتون پرځینو استادانو او شاګردانوهم پوره باور نه سته، ددوی څخه هم کله نا کله داسي کار وسي چي دښځودتعلیم څخه دخلګو زړه ورمات کړي او پلرونه دې ته مجبوره کړي چي لوڼي دتل له پاره پرکور کښېنوي. دښځو دلوړو زده کړو دترانسپورټ، لیلیې، امنیتي او… ستونزي به حل سي چي موږ صرف د زده کړو په ارزښت پوه سو او خپل وجدان او ضمیرددې وطن له پاره مسؤل وګڼو.
اتم- دځوانانو تفرییحي ستونزي: یوځوان دبې کارۍ له لاسه په کور کښي لمر ته پیتاوی کوي او هغه بل بیا دونده مصروف وي چي دتفریح له پاره څه چي دخپلو اولادونو او مېرمني سره دمجلس وخت هم نه لري. ددوستانو ترمنځ دتفریحي تګ راتګ دود هم مخ پر ختمېدو دﺉ. بلي خوا ته وینو چي یوځوان دخپلي مېرمني له پاره تبرج(بې پرده ګي) غوره کړی وي او بل بیا دکور په دننه کښي یوه بله کلا پر راګرځولې وي. یوځوان نه سي کولای چي خپل اولادونه او مېرمن دافغاني دود سره سم دمېلې یوځای ته بوزي ځکه په تفریحي ځایونو کښي بیا نور ځوانان داسي کارونه کوي چي اولادونه مو ورڅخه متاثره کیږي، خپله ښځه یې په کور کښي په اوو پوښونو کښي ساتلې مګر دبل ښځي ته یې سترګي نیغي نیولي وي، دوی سړی دې مجبوره کوي چي دخپل فامیل سره تفریح ونه کړي او یا بازارته دسودا کولو له پاره ورسره ولاړ نه سي. کله چي په ټولنه کښي دخلګو زهنیت فاسد سي نو بیا دالله تعالی هغه نعمتونو او حقوق چي پرخپلو بنده ګانو یې لورولي دي، ورته په عذاب واړول سي.
نهم- دځوانانو دواده بېلابیلي ستونزي:واده د فطري اوطبيعي غوښتنو جواب ويونکى او د يوې سالمي کورنۍ دتشکيل له پاره یوازینۍ لار ده او له دې سره- سره واده په حقيقت کښي د بشري نسل دوام او ديوې پرمختللي او متمدني ټولني اساس دﺉ، خو کوم واده؟ څنګه واده؟ او دکوم سن وسال واده؟
که له يوې خوا واده طبيعي غوښتنه ده خو له بل لوري واده الهي نعمت، د الله تعالی جل جلاله د حمکت نحښه او نبوي سنت هم دﺉ، مګر نن ورځ ډېر کسان د هغو رواجونو او عادتو څخه متاثره دي چي د ځان ښودني، بې ځايه فخر، بې ځايه غرور، ملا ماتوونکي مهر، لوړ او بې ځايه مصارفو او داسي نورو انګیزو پر اساس یې واده په عذاب، ستونزه او په یو مصیبت اړولی دﺉ او داستره الهي لورينه یې ځوانانو ته په یوې ستري ستونزي بدله کړې ده.
په افغاني ټولنه کښي پلرونه دخپلو لوڼو له پاره داسي ملا ماتونکي مهرټاکي چي دهلک کورنۍ يې په خورا مشکل او سختۍ سره برابروي، او کله نا کله خو خبره ددوستۍ پرځای، په دښمني واوړي ځکه چي نن ورځ مهر يو ډول سوادګري ګرځېدلې ده. له یوې خوا مهر نجلۍ ته نه ورکول کيږي او له بلي خوا وینو چي اندازه يې خورا زياته ده. لوړ مهر وروسته له واده څخه ژوند سخت ستونزمن کوي، او ستونزمن کړی یې هم دﺉ چي ستونزي اوکړاوونه يې د هيچا له سترګو پټ نه دي. حضرت محمد صلي الله علیه وسلم کم/لږ مهر تر ټولو غوره مهر بولي او په اړه يې فرمايي: “ترټولو غوره مهر هغه دﺉ چي ترټولو لږه اندازه ورته ټاکل سوې وي.”
په ډېرو ښارونو او کلیوکښي خلک په واده کښي دځان ښودني، وياړ او يوې ناسالمي سيالۍ پراساس بې ځايه مصارف کوي. دغه کسان هڅه کوي چي د ښار په ترټولو غوره هوټل او صالون کښي وادونه وکړي او د بل هر چا په نسبت زيات وګړي وروبولي، هغوي دښار تکړه سندرغاړي خپل محفل ته دعوت کوي چي په دې ډول سره د هغوي د واده مصارف حتى ترميليون افغانيو هم اوړي او کله ناکله خو په ځینو ښارونو کښي وادونه ترڅلورو- پنځو ورځو پوري هم دوام لري. ځيني وګړي خوبيا په لومړي سر کښي دهلک پر کورنۍ دا شرط ږدي چي واده بايد په هوټل کښي ترسره سي خو دې ته دچا پام دﺉ چي دافغانستان اقتصاد لا تراوسه پر بزګري او دنړیوالو پرمرسته او کومک باندي ولاړ دﺉ او ددې سره- سره د بشري ځواک پرځای اوس دماشيني ځواک څخه کار اخیستل کیږي،ځوانان د بې کارۍ او لږ عايد سره مخ دي. که يو ځوان په داسي نامطلوبو اقتصادي شرايطو کښي واقع وي چي نه د کار زمينه ورته مساعده وي او نه ښه مالي حالت ولري، هغه به څه ډول د واده او ژوند دونده (دومره) زيات مصارف پوره کوي؟! په نتيجه کښي ډېر ځوانان درواني ستونزو سره مخ کیږي اوکله خو بيا له ټولني او هرڅه څخه متنفر سي ،ددغو او ځینو نورو عواملو له مخي، ځوانان دواده کولو توان نه لري او له بل اړخه وینو چي په ټولنه کښي جهالت خپور سوی دﺉ، نو ځکه درسنیو څخه اورو چي په دغه یا هغه ولایت کښي پر “پنځه کلن معصوم باندي جنسي تېری وسو، یوې ښځي ځان ته اور واچوﺉ، یو سړي خپله مېرمن ووژل…. او طلاق ورځ په ورځ ډېریږي.”
داسي هم لیدل سوي دي چي ځوانان دپورته ستونزو څخه له یوې ستونزي سره هم مخ نه وي، مګر دځوان خپله ښځه نه خوښیږي، دښځي خپل سړی نه خوښیږي، ځوان دطب له پوهنځۍ څخه فارغه سوی وي او ښځه یې بیا د (مکروب) کلمه په ژوند اورېدلې نه وي،یا ښځه دقابلګۍ له انستیتوت څخه فارغه سوې وي مګر مېړه یې په تاریاکو اخته وي. زوی یا لور یې په پوهنتون کښي په لوړو زده کړو اخته وي، مګر پلار یې په غیاب کښي بل څوک ورته په نکاح او یا بل چاته په نکاح کړې وي، بېله دي چي دزوی یا لور نظر دې اورېدلي وي، ددغسي طبیعتونو دمخامخ کېدو او حالتو درامنځ ته کېدو په صورت کښي ،خوشبختي خپل ځای بدبختي پرېږدي.
ښه ځوان به وي، پېکی به یې هم غوړ او اړولی وي، پرموټرسایکل به یوې خوا او بلي خوا ته ګرځي او راګرځي، مګر کله چي کور ته راسي، دخپلي ښځي څخه دخولۍ، غاړي جوړولو او… نورهغه کلتوري کارونه چي افغاني مېرمني یې په خپلو کورونو کښي په ډېر همت سره تر سره کوي، دهغه مزدوري دماینې څخه په زوره اخلي. کله ناکله ځوان دونده بې غیرته سي چي دځوان دکلمې استعمالول ورته یو نامناسب کار دﺉ.
ښځه په کور کښي دپېغلتوب پرمهال ناسته وي او تر نامزادۍ دمخه یې دخپل مېړه پر غاړه او پټو باندي په ډېره مینه سره کار شروع کړی وي مګر نصیب، قسمت، دمورو پلار ناپوهي او دعربو دوخت څخه راپاته دود او دستور یې دداسي یوناځوان ترکوره ور ورسوي چي په لومړی ورځ، دمیني پرځای دکرکي اونفرت پرټغر ژوند پیل کړي. دواده بله ستونزه داده چي شپیېته کلن پلار را ولاړ سي یوه شپاړس کلنه نجلۍ ځان ته په نکاح کړي، حال داچي درې- څلور ځوانان زامن یې مجرد يي. په دغسي حالت کښي نو دالله تعالی درحمت پرځای، پرموږ دالله تعالی غضب رانازل سي.
د ځوانانو دواده ستونزه یوازي په يادوعواملو پوري مربوط نه ده، په حقيقت کښي ډېر نور عوامل هم سته، خو يو شی چي د يادولو وړ دﺉ هغه دا چي له اسلام څخه ناسم پوهاوی، کلونه-کلونه جنګ وجګړې، ناخوالي، بې سوادي او داسي نور… موږ تردغه حالت پوري را رسولي یو. هغه کسان چي وايي ځوانانو ته خدمت کوي، دغو ستونزو ته ولي توجه نه کوي؟ ولي په دغه اړه خبري او دحل لار نه ورته پیدا کوي؟ ایا یوه ورځ دافغانسان یوه ولایت ته تللي او هلته یې ددغو ستونزو په حلولو کښي دځوانانو سره مرسته کړې ده،او که صرف مؤسسات یې ددې له پاره تاسیس کړي چي له نړۍ والو- مړۍ والو څخه فنډ ترلاسه اوبیرته یې تر سویس اکاونټ پوري ورسوي اویا په وزیر اکبرخان کښي پنځه منزله کور په جوړ کړي.
ټولنه بايد له دې دردوونکي حالت څخه وژغورل سي، خو دحل لاره څه شي او څنګه ده؟
زما په اند داسلام احکامو ته مخه کول او هغه عملي کول، دلور او زوی موافقه ترلاسه کول، دکوچینوالي دنکاح کولوڅخه ډډه کول، دملایانو فعاله ونډه یعني ملایان باید دهغه واده نکاح ونه تړي چي مهر او ولور یې دشریعت سره په ټکر کښي وي. دلته به نو یوڅوک شاید ووایي چي ملا دځان له پاره پردرېیمه ـ څلرمه ښځه باندي په لکونو افغانۍ او زرګونو ډالر ورکوي او ته بیا ورڅخه مرسته غواړې، نو بیا دولت باید قانون وضع کړي، دجبري، دکم سن او دبدیو په مقال کښي دودنو مخه ونیسي. ځوانان هم باید احتیاط وکړي، دمیني او عشق قرباني نه سي ځکه چي یو عالم وایي”هغه واده چي دعشق او میني له لاري تر سره کیږي، پایله یې پېښماني او افسوس دﺉ.” یو بل عالم بیا ویلي دي چي “دبل په سترګو اوخوښه واده کول دځان له پاره ددوږخ ددروازو پرانیستل دي.” ددافراط اوتفریط پرځای دي دعدالت او تعادل څخه کار واخیستل سي.
لسم-دځوانانو دبې کارۍ ستونزه:هرځوان په خپل ژوند کښي راز راز هیلي لري. اکثره ځوانان دمکتب په دوره کښي ډېرکوښښ کوي چي ښه پوهنځي ته کامیابه سي. ځوانان دتحصیل پرمهال، ډېر لوړ خیالونه وهي او خورا ژور خوبونه ویني، چي زه به له فلاني پوهنځي فارغیېږم، بیا لوی ډاکټر،تکړه انجینر، باوجدانه قاضي، فعاله اقتصادپوه او…… به راڅخه جوړیږي نو ډېري پیسې به پیداکړم، ډېربه مشهوره سم، ځان ته به دښار په یوښه موقعيت کښي ښایسته کور جوړکړم، دیوې ښکلي، باحیا اودینداري پیغلي سره به واده وکړم او….
خو کله چي ځوانان له پوهنځي څخه فارغه سي، بیا دکارپیداکولوپه ارمان په سلګونو دروازې وروټکوي، دزیاتودفترونوسره وویني، ډېرخلګ ورته وعدې ورکړي، ډېرو دفترونوته خپل اسناد واستوي خو کله چي وویني په مقابل کښي یو بې کفایته کس البته دژبي، قوم، سمت او… پراساس استخدام سوی وي نو له همدغه ځایه دده شخصیت او غرور وټکول سي، هیلي یې په ناهیلو بدلي سي، دخدمت کولو لېوالتیا یې بیا له کینې او کرکي سره یوځای سي، دتعلیم څخه یې بد راځي، نو کشرانو،مشرانواوهمزولو ته وايي چي په زوی یا لور مو تعلیم او تحصیل مه کوﺉ ځکه چي په تعلیم کښي پیسې نه سته. دغه ډول بې کاري یوبدمرغه حالت دﺉ چي زموږدټولني دډېروځوانانواحساسات،هیلي او دخدمت کولوهوډ یې وروژلی او لا وروژني. ځوان دټولني دخدمتګارپرځای دټولني په یوه کرکجن اوزیانمن عنصر بدل سي.
څلرمه برخه (وروستۍ برخه):
یوولسم- دځوانانو خبروته غوږ نه نیول:دسرناخلاصه او سرزوري مشر بې منطقه او بې استدلاله خبره دډبري کرښه ده، مګر دیو لیکوال، شاعر، څېړونکي او باسواده او او روشنفکره ځوان منطقي، علمي، تاریخي حقایق او نظریات بیا دمنلو وړ نه وي. دکلي خلګ هم اکثره بې علمه دي، دسپین ږیري یوه خیالي قصه دوی ته دځوان تر یوه اکاډیمیکه بریا او تحقیق زیات ارزښت لري. دپلار خبره درسته ده که څه هم هغه به ناسمه وي مګر دزوی خبره بې ځایه ده که څه هم هغه به دټول کلي او ټولني په ګټه وي.نیکه دتربور سره دچاړو وهلو باب پرانیستلی وي مګر ځوان ته دکلي په مسجد کښي دیوې مسلې په اړه دنظر ورکولو حق هم نه سته نو خبري به یې څوک اوري؟ که زوی پلار ته ووايي چي دلور خرڅول ناروا دي، نو به زوی پرخوله سوکان خوري. که ځوان په کلي کښي وايي چي ښځه باید مکتب اوپوهنتون ووايي ځکه چي موږ ورته ضرورت لرو نو به پردغه ځوان داوښتي ټاپه وهل کیږي او وروسته بیا وینو چي دالټراساوند له پاره دوی خپلي ښځي ترنارینه ډاکټر پوري رسوي. که زوی وايي چي اغا جانه ددوهم واده له پاره داولي ښځي موافقه حتمي ده، په داسبا یې پلارځان ته اتلس کلنه نجلۍ په نکاح کړي. که کشران د وینو تویولو پرځای سوله غوره کوي نو مشران ورته دبې غیرته خطاب کوي. دانو زموږ دټولني یو دود دﺉ چي مشر خبري کوي کشر باید غوږ ورته ونیسي.
دولسم- په نشه یې توکو اخته ځوانان اودهغوی جرمونه:یو کوچنی چي په داسي چاپیریال کښي پیداسي چي هلته له لویه سره دبې سوادۍ وایرس خپور يي، مور وپلار یې دپسو او بزو په رموپسې کړی وي، دکوربوټي اوخاشې په راوړي، پرسرسر یې وهي اوترټي یې، دابتدایه زده کړو څخه محروم وي،اویا یې ابتدایه زده کړي هم کړي وي، خوپه ولسوالي اوکلي کښي عالي لېسه نه يي، اویا عالي لیسه یې هم لوستې وي، خوپه ولایت کښي پوهنتون نه سته، که پوهنتون هم وي خپلي دخوښي پوهنځۍ ته دیوې نمرې په نه اخیستلوسره معیوسه او بې سرنویشته ګرځي، له بلي خوا بې کاره او بې روزګاره وي، اقتصادي یې په صفر کښي ضرب وي، تر څنګ یې صحي او رواني ستونزي هم ولري، دتفریح او ورزش څخه محروم اوچا یې خبري ته غوږ نه وي نیولی او نه یې اوس څوک خبري ته غوږ نیسي، ستونزي یې نه ورحلوي، نو طبیعي خبره ده چي دغسي ځوانان په چرسو، هیروینو،ګولیو او نورونشه یې توکو اخته کیږي. دنشه یې توکو دپیداکولو له پاره په نشه یي توکو اخته ځوانان پیسوته ضرورت لري، خوپیدا کول یې دوی ته خورا ستونزمن کار دﺉ. ددوی له پاره دپیسودپیداکولو یوازنۍ لاره داده چي خپل په منځ کښي ګروپونه سره جوړکړي، په لویولارو کښي موټران دروي هرڅه ځني اخلي، کورونه اودوکانونه وهي، دخلګوڅخه موټر،موټرسایکل،بایسکل،سدرۍ،موبایل دتوپک اوتوپنچې په زور اخلي. دغه حالت دکابل څخه شروع بیا تر هرات پوري پر لویو لارو، کلیو او کوڅو کښي همدا اوس دوام لري. ددې څخه داسي څرګندیږي چي ډېر ځوانان مو په نشه يي توکو اخته دي،چي هم خپل ځانونه بربادوي او هم دنورو کورونه ورخرابوي،هرډول جرم ته تیار دي، که یې دولت ونیسي،نو محبس ته یې بیايي. په محبس کښي ددغوکسانو ساتل بیرته ددولت په تاوان دي ځکه چي یو خو پر دولت مصارف راځي او بل داچي په محبس کښي دوی دغټو-غټو مجرمینو سره لارپيدا کړي او هلته مسلکي مجرمین پسي ځني جوړ سي.
دولت اوسیاسي احزاب چي وايي ځوانانو ته کار کوي، باید دهغه بودیجې څخه چي دنشه يي ځوانانو علاج ته تخصیص سوې ده، یوه اندازه راجلا اودنشه يي توکو پرضد دعامه پوهاوي په کمپاینو کښي په پوره ایمانداري صداقت او بېله کوم اداري فساد څخه مصرف کړي.
دېارلسم- ځوانان اوسیاست:وايي که سیاست نه کوﺉ، نوسیاست به درباندي وسي! که دټولني باسواده طبقه دسیاست څخه لاس واخلي نو سیاسي ځواک به ناپوهي طبقې ته په لاس ورسي اوپرټولنه به داسي پریکړي وترپي چي دټول هیواد په تاوان به تمامي سي.
دټولني دیوفعال عنصر په حیث، هرځوان ته په کار ده چي دټولني په بېلابیلو اړخونو لکه مذهبي، اجتماعي،سیاسي اواقتصادي اوداسي نورو کښي تریوې اندازې معلومات ولري چي وکولای سي ورځنۍ پیښي اومسئلې په علمي توګه ارزیابي اودهغوپه وړاندي یو سالم دریځ غوره کړای سي. ځوانان دسیاسي موضوعاتو،نظریواو احزابو په اړه هغه وخت ښه قضاوت کولای سي چي دسیاسي احزابو دمفکورو،دهغوی دپالیسو اوفعالیتونوڅخه ځانونه ښه ترا خبر کړي.
نن ددنیا هرملک حزبونه لري چي دخپل ملک داقتصادي انکشاف او سیاسي ثبات له پاره مبارزې کوي. زموږ ټول همسایه ملکونه هم څومحدود یعني درې الی پنځه سیاسي احزاب لري چي ټول دخپل ملک داقتصادي انکشاف اوسیاسي ثبات له پاره هلي ځغلي کوي خوپه افغانستان کښي تردې مهال دثبت سو اوناثبت سوو سیاسي ګوندونو شمېر ۱۱۰ ته رسیږي چي دغه شمیرله یوې خوا دګوندو دنړیوال معیار خلاف،دځوانانو څخه یې لاره ورکه کړې ده اوله بلي خوا، افغانستان پر یوسلو لسو لارو سره کشوي. که دغه یوسلو لس ګوندونه دافغانستان پر څلور دېرشو ولایتونو تقسیم کړو نو په هر ولایت کښي به درې(۳) ګوندونه جوړ وي، حال داچي دامریکا په متحده ایالاتو کښي -چي دتکساس ایالات یې لا ترافغانستان پراخ دﺉ-، ترڅلور زیات ګوندونه نه سته چي په دغو څلورو کښي بیا دیموکرات او جمهوریت غوښتوونکي مشهور او دجمهوري ریاست دانتخاباتو له پاره خپل نوماندان ټاکي.
په افغانستان کښي داسلام حفاظت، وده اوداسلامي قوانینو تطبیق کول، اجتماعي دیموکراسي عملي کول، جمهوریت، کمونیزم، سنټریلیزم اوداسي نورداوسني او پخواني ګوندونو ایډیالوژۍ دي. دبي سي سي دیوه تازه راپور له مخي، دافغانستان ټول نفوس ۲۶.۵ میلیونه دﺉ،(دځینو نورو سرچینو له مخي دېرش میلیونه ښودل کیږي) بشري کاري ځواک یې ۱۵ میلیونه دﺉ.دافغانستان دمجموعي نفوس څخه۷،۱ میلیونه دښوونځی داول صنف څخه بیا تردولسم صنف پوري شاګردان دي چي ۳۸٪ یې انجوني دي.(وګ: دمعارف وزارت د ۱۳۸۹کلنی راپور) خوویکیپیډیا بیا وايي چي په ۲۰۱۱ مېلادي کښي دجولاي ترمیاشتي ۸،۱ میلیونه شاګردان په مکاتبوکښي ثبت ول. په حقوقي لحاظ، هیڅوک نه سي کولای چي دمکاتبوزده کوونکو ته دګوند عضویت ورکړي ځکه چي هغوی په داسي حالت کښي قرار نه لري چي سیاسي تحلیل وکړي، که یې کولای هم سي،باید نه یې وکړي ځکه چي درسونه ورڅخه پاته کیږي نو باید ازاد پرېښودل سي چي خپلي زده کړوته بېله کوم خنډه دوام ورکړي، خو اوس موږ وینو چي په سیاسي احزابو کښي دمکاتبو شاګردان هم جلب و جذب کیږي، چي دغه یې لومړۍ تېروتنه او دقانون څخه سرغړونه ده.
دعالي تحصیلاتو وزارت په ۱۳۸۹ کښي -په ټول افغانستان کښي- ۹۸۸۶ محصلین فارغه کړي دي. که دغه رقم په ۱۰(دجمهور رئیس کرزي دادارې لس کاله مي مطلب دﺉ) کښي ضرب کړو نو ۹۸۸۶۰ په لاس راکوي. که چیري داسي فرض کړو چي دغوټول ښځینه او نارینه فارغه سوو ځوانانو دګوندونو عضویت منلی دﺉ، چي منلی یې هم نه دﺉ او پر ۱۱۰ یې تقسیم کړو نو ۸۹۸ کیږي(۹۸۸۶۰/۱۱۰=۸۹۸) چي دابیا دګوندونودتاسیسولودمعیارسره په ټکر کښي راځي ځکه چي یوسیاسي ګوند باید حداقل دوه زره (۲۰۰۰)فعال غړي ولري اوددې ترڅنګ باید دافغانستان په ۳۴ ولایتونو کښي خپل دفترونه اوداسي استازي ولري چي دافغانستان دټول ملیت(پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، عرب، هندو، سیک اونورو) استازيتوب وکړي برعکس، په افغانستان کښي ډېر داسي ګوندونه سته چي یو قوم، یوې ژبي، یوه ولایت یا زون ته کار کوي، نه ټول افغانستان ته. ګورﺉ! هغه وزارت چي وزیریې پښتون يي، نو دوزارت لوحه یې لومړی په پښتو اوبیا په دري يي، اوپه هغه وزارت کښي چي هزاره یا تاجک وزیر يي، دوزارت لوحه یې بیا لومړی په دري ورپسې په پښتو يي. زموږ مشران چي دونده متعصب او حق ته باطل او باطل ته حق وايي، نو زه دیو مسلمان افغان په صفت ددوی سره ولي یوځای سم؟ ددوی هغه ملي خبري او دافغانستان جوړوني شعارونه دونده سره را محدود سول چي دیوې لوحي پرسر سیالي سره کوي!! زه نه یوازي داچي ددغسي ګونددونوعضویت دځان له پاره په ټینکه ردوم بلکي ددغسي ګوندونوسره دځوانانو یوځای کېدل دوطن په تاوان دي اوزموږ د بربادي سبب کیږي، او دغسي پېښ سوي هم دي او تردغه حالته یې را رسولي یو. دزیاتو معلوماتو له پاره دپخواني لوي څارنوال عبدالجبار ثابت (افغانستان چا وران کړ؟) په اثرکښي دخدا داد لیکنه او نظر وګورﺉ.خو زموږاکثره سیاسي لیډران همېشه کوښښ کوي چي ځوانان ورجلب کړي، نېشنلیزم چي په اسلامي کښي منع دﺉ، په ذهنونو کښي ورپیچکارۍ کړي او بیا دځوانانو دپاکواحساساتوڅخه ګټي اخلي اوخپلوشخصي اهدافو ته ځان ورباندي رسوي،ځوانان ددولت پرضد راپاروي، دکوچیانو او هزاره ګانو پرضد یې جګړې ته هڅوي، حتی ددنشګا اودپوهنتون دکلموپه اړه دکابل پوهنتون عمومي سړک بند کړي، مظاهرې کوي. زه(ج.م مهربان) دځان له پاره داناوړه اودافغانستان په تاوان بولم چي یو هزاره، تاجک… دي ماسټري ولري اوپرځای یې زه(ج.م مهربان) دسمت، ژبي پراساس په دنده وګمارل سم، او برعکس.
که مي خبري منطقي، دمنلو وړ او دافغانستان په ګټه يي، نودیوځوان په صفت، ځوانانو ته زما مشوره داده چي خپل دهیواد تاریخ مطالعه کړي، دسیاسي احزابو هغه خراب اوتخریبي اعمال وپېژني چي سیاسي لیډرانو دخپل معصوم ولس دغولو له پاره کار ورڅخه اخیتسی دﺉ اولا یې اخلي. زه پر دې هم عقیده لرم چي سیاست کول دهرچا حق دﺉ اودابه غیر علمي او غیرمنطقي خبره وي چي څوک وايي سیاست ګټه نه لري.سیاست ښه ډېري ګټي لري، خو مخکي له دې نه چي په ګوندونه کښي عضویت واخلو، لازمه داده چي دهغه ګوند اساسنامه مطالعه کړو اوپه دې باید ځان پوه کړو چي دغه ګوند چي زه یا موږ پکښي عضویت اخلو، دچا له خوا بودیجه ورکوله کیږي؟ دوی څه غواړي؟ ولي یې غواړي؟ ولي زه ددې ګوند له پاره مهم یم؟ ایا زه دسیاست کولو له پاره حتماً دیوه ګوند غړیتوب ومنم؟ ایا زه بېله ګونده کوم کار نه سم کولای؟ که چیري زه دیوه ګوند غړیتوب ومنم، ایا نور ګوندونه اودهغوی غړي به زما دښمنان نه سي؟ ځکه چي په موږ کښي دنظریاتو اختلاف ددښمنۍ په مفهوم تعبیریږي. ایا زه دیوه ګوند درهبرۍ سره سم اوکه په خپلواک توګه مؤثره کار دخپل ځان اوملت له پاره کولای سم؟ دغه ګوند چي زه ورسره یوځای کیږم، دهغه بل ګوند سره یې فرق څه شي دﺉ؟ کله چي دغوسوالونو ته مو علمي،منطقي اودقناعت وړ جوابونه وموندل، او تعلیم او تحصل مو هم پای ته رسولی وي، بیا نو قضاوت وکړﺉ چي دګوند عضویت منئ او که یې ردوﺉ. ګورﺉ! دهغه ګوندونو سره مه یوځای کیږﺉ چي مرکزي دفتر یې په غرب کښي وي، بودېجه یې له مسکو څخه را روانه وي، سیمنارونه یې په شنګهاي کښي جوړیږي، پروګرام ورته دواشنګټن له خوا ورکول کیږي او حمایت یې بیا د آی ایس آی یا دایران داخوندي نظام له خوا وي.
ترکومه ځایه چي خبره شخصاً په ما پوري مربوط ده، زه دهر هغه ګوند مخالف یم چي یوازي پښتنو ته کار کوي، زه دهرهغه ګوند سره مبارزه کوم چي دتاجکستان کبیر خوبونه ویني، هر هغه ګوند زما دښمن دﺉ چي زما څخه زما هزاره، هندو ، سیک ، تاجک، ترکمن، عرب… ورونه دژبي، سمت او قوم پراساس جلاکوي. زما دپار هغه ګوند دمنلو وړ دﺉ چي هم اسلامي ارزښتونه او هم افغاني ارزښتونه په نظر کښي نیسي. زه دهغه ګوند غړی یم چي په لوی ننګرهار او لوی کندهار کښي نورو قومونو ته کار کوي،زه دهغه ګوند طرفدار یم چي په پنجشېر، بامیان او جاغوري کښي پښتنوته کار کوي.
دهمداسي ګوندونو او ملي یوالي په هیله
﴿ وَمَا عَلَيْنَآ إِلاَّ ٱلْبَلاَغُ ٱلْمُبِينُ ﴾