کور / هراړخیز / مخفي کیمرې به ځورونې کابو کړي؟

مخفي کیمرې به ځورونې کابو کړي؟

کتار کسان ولاړ وو. زه هم ودرېدم. عسکر ډیره دقیقه تالاشي کوله. هیڅ شی یې جیب کې نه پریښوده.

له تالاشي خلاص شوو. لومړۍ دروازه کې یې راباندې لاس لوڅ کړ، یوه امضاء یې پرې وکړه.لږ وړاندې يې یوه بله امضاء وکړه او اوس را نه هیر دي، شاید یو بل ځای یې په لاس ټاپه هم ولګوله.

د پلچرخي زندان د وحشتونو کیسې مې پخوا اورېدلې وې. د نوکانو د ویستلو کیسې، د برقي شارټونو کیسې او…

دا ټولې کیسې خو راته هغه وخت ویرونکې شوې چې عسکر ویل: که دا امضاء ګانې دې لاس نه پاکې شوې، نو له زندان نه نشې وتلی.

هوا توده وه. خولې را باندې راماتې وې. لکه لاس چې مې مات وي، په احتیاط مې خوځوه او کله چې به خولې پرې راغلې، ځان به مې د تورو تمبو شاته لیده.

له کړکیو زندانیانو را کتلې. زه هلته د ازادۍ په قدر پوه شوم چې یوه زنداني وویل: کاش! تاسو غوندې موږ هم ازاد ګرځېدلای.

زه خپل مطلوب کس ته ورغلم. باور وکړئ،هیڅ پوه نشوم چې هغه څه ویل؟ په همدې فکر کې وم چې له لاسه مې امضاء ګانې پاکې نشي.

له زندانه ووتم. خپل امانتونه مې چې دروازه کې یې را نه اخیستي و، بیرته واخیستل خو د دروازې عسکرو مې ټیلفون کې کریډټ صفر کړی و.

یو وخت له زندانه خبر راغی چې اله ګوله ده. زندانیان په جارحه وسلو سمبال دي او پولیسو سره لاس او ګریوان دي. چا خو دا هم ویل چې زندانیانو وسله هم ترلاسه کړې ده.

د دې خبر په اورېدو مې خپل لاس ته پام شو. لاس مې پاک و. ټکان مې وخوړ. ما ویل که زندان کې یم او امضاء ګانې ترې پاکې شوي. حلق مې وچ شو خو چې حواس مې پر ځای کړل خپل دفتر کې وم. د الله تعلی شکرونه مې ادا کړل.

خو فکر وړی وم او دې پوښتنو ته مې ځوابونه لټول:

زندانیانو به وسلې څنګه ترلاسه کړې وي؟ وسله وړونکي به څوک وو چې پر لاسونو یې امضاء ګانې نه وې شوې؟ که هیڅ لاسونه یې نه لرل چې امضاء پرې وشي؟

او….؟؟؟

اوس د ولسمشر حامد کرزي حکم ته په فکر کې یم، که زندانونو او توقیف خونو کې پټې کیمرې ولګول شي، نو د کیمرو په کنټرولوونکيو به څه باور وي؟ هغوی خو به د شکنجو پر مهال کیمرې ګل ونه ساتي؟

محمد نعمان دوست، جلال اباد
۱۳۹۱ د سلواغې ۳۰مه