کور / هراړخیز / زموږ پر کور يې چاپه ووهله (لومړۍ برخه)

زموږ پر کور يې چاپه ووهله (لومړۍ برخه)

ښکاره ده چي ټول افغانان د(اونۍ) په شپږو ورځوکي رسمي اوشخصي کارونه کوي مگردجمعي مبارکه ورځ رخصتي او استراحت کوي.

زه هم دنورو وگړو په څيرد (اونۍ) شپږ ورځي رسمي دنده لرم اودجمعي مبارکي ورځ په تفريح اود ملگرو سره په ميلوکولو لمانځم کله ناکله خودتبديل هواېې په خاطردښارڅخه بهراطرافي سيموته هم دوستان اوملگري سره ځو.

هو! رابه سم اصلي موضوع ته چي موخه مې دامريکادمتحده ايالاتو دځواکونه لخوادافغانانوپرکورونودپلټني په نوم دشپي چاپه وهل دي.

څه وخت وړاندي موږهم دهمدي ترخي خاطري سره مخ سوو، زموږکوردکندهارښارلويديځ طرف ته په ميربازارسيمه کي دى چي داداري تشکيلاتوله مخي په اوومه ناحيه پوري تړلي سيمه ده.

دنن څخه تقريباً څلورمياشتي وړاندي د 2012-09-29(ع) کال دجمعي مبارکي ورځ وه سهار دخپل شخصي فاميل يعني ميرمني اوکوچني زوى سره دتفريح اوميلي په موخه دخپل اخښيانوکورته چي دکندهارښارپه دوهمه ناحيه کاريزبازارسيمه کي دى ولاړم.

دکورنى نورغړي مور،پلاراو وروڼه مي په خپل کورکي پاته سول.

ما لاد دوستانوپه کورکي هغه دچاخبره دمه نه وه سازه کړي چي ملگري مي سيدنورساحل راته زنگ ووهه اوراته يې وويل نن خوهسي هم رخصتي ده ولاړبه سو ذاکرشريف ته غرمه به هوري تيره کړواوماپښين به راسو.

زمايې هم پريکړه خوښه سوه اودواړه ولاړو،ذاکرشريف ته نوموړې هغه سيمه ده چي کندهارښارته نژدې جنوبي خواته په ١٧کيلومترۍکي دکرزيانو دپلرني ټاټوبي (کرز)سيمي په جنوب اړخ کي موقيعت لري.

ترغرمي تيرولونه وروسته مي دملگرو نه په دي موخه رخصت اواجازه وغوښتل چي د دوستانوله کورنه کوچنيان خپل کورميربازارته بيايم.

مازديگرمهال ووچي کندهارښارغازي پارک سيمي ته راورسيدم اودشاعرعظيم جان کاکړسره مخ سوم په همدي ورځوکي دنوموړي نوى شعري(ټولگه)تازه له چاپه راوتلي وه په شعراوشاعرى کي موخوږ مجلس دري ساعتونوته وغځيدئ اوس نوهغه مهال دى چي ملاصاحب دماخستن دلمانځه لپاره آذان کوي مااوکاکړصاحب هم يوله بل سره خداى په اماني وکړه.

زه ده دوستانوکورته په دي موخه راغلم چي خپل شخصي فاميل دخپل ځان سره خپل کورته بوزم ، مگر نه پوهيږم چي خوشبختانه ووايم که بدبختانه دوستانو مي راته قسم يادکړ او په اصطلاح راته ټينگ سول چي ناوخته دى شپه همدلته تيره کړي سهاربه په رڼا دخيره سره ولاړسي.

زماهم خوښه سوه خپل کورته مي ټليفون وکړچي موږشپه همدلته کووسبابه انشاءالله کورته درسوو.

شپه تيره سوه زه سهار٨بجي خپل دندي ته ولاړم رسميت مي تر٤بجوپوري درلود

ماله په خپل رسمي کارونو پيل نه ووکړي شااو خوا سهار ۹ بجې وې چي د دوستانو دکورڅخه راته په کورني ټليفون زنگ ووهل سو، څنگه چي مي ټليفون اوکي کړدخپل کشرورور ږغ مي ترغوږ سو اوپه لړزيدلي ږغ يې راته وويل ته چيري يې! امريکايانو زموږپرکورچاپه ووهل.

مايې خبره ورپري کړل او ورته ومي ويل زموږپرکور؟ کشرورورمي راته وويل هو! زموږپرکور،دعصمت الله اودجمعه آکا پردرو کورنويې هم چاپه ووهل. زموږدکوردروازي،بکسونه،بستي او الماري يې ماتي کړې دکورټول شيان يې گډوډکړه ستااودفرهادکمپيوټران،موبائلونه اوډيرشيان يې يو وړل فرهاد يې هم له ځان سره بوتئ اودهغه نوروکوروڅخه يې هم خلگ بوتلل.
نوربيا…