په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازو په ځينو دولتي ادارو کي په ښکاره ډول د فساد د شتون خبري ياد کړي او کندهار والي يي د کندهار په زيان وباله ، هغوي له ولسمشره وغوښتل چي کندهار والي ، ښاروال ، د ملي امنيت ريس او د قضايي ارګانونو ريسان دي له چوکيو ليري کړي .
په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازي محمد نعيم حميدزي لالي او عبدالرحيم ايوبي وايي چي په قضاء يي ارګانونو ، پټ څاري ملي اداري ، ولايت مقام او ښاروالي کي په پراخه اندازه درغلي موجودي دي ، په خبره يي چي په دي ادارو کي مسول کسان ځينو خاصو کورنيو ته کار کوي . خو دوي د كومي كورني نوم ياد نكړ .
هغه وايي چي ددي ادارو څخه د کندهار اوسيدونکي تري تر پوزه سوي او که يي پر خبرو غوږ ونه نيول سي پايلي به يي ښه نوي .
د ولسوالي اوسيدونکي هم له دولتي ادارو سره ورته ستونزي لري او وايي په کندهار ښار کي هغه کسان چي په ښکاره ډول په فساد کي ښکيل دي هيڅوک تري پوښتنه نکوي .
د کندهار د والي وياند وايي کندهار ته د ولسي جرګي غړي د شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره راغلي .
کندهار استازي له تيرو څو ورځو راهسي په ښار او ولسواليو کي د خلګو سره د ستونزو پر سر خبري کوي او وايي که يي چيري غوښتني ونه منل سي په لويو لاريونو به لاس پوري کړي