کور / هراړخیز / کوهی مه کينه د بل سړي په لار کي

کوهی مه کينه د بل سړي په لار کي

کوهی مه کينه د بل سړي په لار کي
هسي ستا به د کوهي په غاړه لار سي
(رحمان بابا)

دا بيتونه د پاکستانی پنجاپی نظامیانو په ځانګړی ډول ننی وضع ته په کتو په پاکستان کی د آی اس آی د اعمالو سره ډیر ښه سر خوری. آی اس آی ۴۰ کاله کیږی چی زموږ په ګران افغانستان کی اعلنی لاس وهنه کوی د افغانستان په ضد جنګیالی د اسلام تر نامی لاندی روزی پداسی حال کی چی د پاکستان حکومت د اسلام څخه خبر هم نه دی ، او بیا یی افغانستان ته د جوماتونو، روغتونونو، مکتبونو، پلونو، سړکونو، بندونو، ښاروو، کلیو او کورونو، ، ورانولو ته رالیږی. مشران ، کشران، سپینږیری او تورسری مو شهیدان کوی. خو داسی معلومیږی چی خبره څټ مخ شوی ده، که چیری په پاکستان کی ملتپاله ګوندونه او د افغانستان حکومت لږ ځانونه وښوروی او بیدار شی نو پاکستان به د نړۍ له نقشی ورک کیږي انشاالله.

د الله ج کړو ته وګورئ چی څنګه پاچاهی او نظام یی دی هغه بلاګانی چی آی اس آی د افغانستان د ورانولو لپاره او د افغانانو د وژلو لپار روزلی وی اوس په خپله پاکستان ته یو لوی عذاب جوړ شوی دی.د آی اس آی په لاس روزل شوی ډلی پدی خاطر جوړی شوی وی چی په افغانستان کی یی وجنګوی او پدې نامه یی سره راټولی کړی وی چی ګویا هلته ( افغانستان) کي خو کفر دی او په مسلمانانو جهاد روا دی نو یی پدی نامه روزلی او افغانستان ته یی د ورانکاریو لپاره رالیږلی،ولی اوس دا ټولی ډلی پدی پوهیدلی دی چی اصلآ خو کفری قانون په پاکستان کی دی نه په افغانستان کی نو همدغه اسلامی ډلو ځکه د ټوپک خوله لنډه پر پاکستان راواړوله او دا کار باید دوی لا له پخوا څخه کړی وی. دا ځکه دا ډلی باید پدی له مخکی پوهیدلی وی چی اسلام خو په پاکستانی حکومت کی اصلآ وجود نه درلود او نه یې لری. خو هغه متل دی چی وایی ماهی چی هر وخت له اوبو راوباسی تازه دی .ولي کوم اور چی اوس په پاکستان کی لمبی وهی بیا هم پنجاپیان نه وژل کیږي بلکی پښتانه بلوڅ او هزاراګان پکښي قربانی کیږی چی دا هم ډیره د افسوس خبره ده. او دا باید ونه وژل شی او هدف باید د پاکستان نظامیان او په ځانګړی ډول آی اس آی وی نه ملکی خلک.

ملتپالو تاسو ولي ویده یی؟

موږ نه پوهیږو چی هغه ملتپال د پښتنو بلوڅو او نورو قومونو ګوندونه چی په پاکستان کی په کلونو کلونو د ازادۍ لپاره چیغی وهی او مبارزه یی کړی دی او کوی یی او ډیری قربانی یی د ازادی او خپل حق د تر لاسه کولو لپاره ورکړی دی چی د پنجاپیانو د ظلم او ستم څخه خلاص شی او ځانته حکومت ولری ولی ویده دی ؟ پداسی حال کی چی اوس خدای پاک د ازادۍ لپاره ښه شرایط ورته برابر کړی دی دوی نه راپورته کیږی او د ازادی بیرغ نه اوچتوی د تعجب وړ خبره ده. پښتانه ، بلوڅان ، ، سیندیان او په پاکستان کی نور میشته ملتپاله ولسونه که غواړی چی د پنجاپیانو د ظلم او تیری ځانونه خلاص کړی باید هم دانن راپورته شی او خپله ازادی اعلان کړی او که دا موقع یی له لاسه ورکړه نو بیا دی نه د ازادی چیغی وهی او که وهی یی هغه به رښتیا نه وی بلکی مشران به خپلو کشرانو ته بازی ورکوی او غلوی به یی.

ټول پښتانه او بلوڅان چی په پاکستان کی د پنجاپیانو د ظلم او ستم لاندی شپی او ورځی تیروی دوی ټول د افغانانو د یو وجود غړی او اندامونه دی نو پدی خاطر چی آی ايس آی له افغانانو نه ویريږی او په کلونو کلونو د افغانستان په ورانولو اخته دی افغانستان ورانوی، افغانی حکومت او افغان ولس هم باید د پاکستان څخه ونه ډا ر شی او د خپلو پښتنو او بلوڅو ورڼو سره چی نن خدای پاک د ازادی یوه ښه موقع ورته برابره کړی ده د همکاری لاس وراوږد کړی او چی هر څه ته احتیاج لری ورسره مرسته وکړی تر څو پښتانه او بلوڅ وروڼه چی په پاکستان کی د پنجاپیانو د ظلم او ستم لاندی شپی او ورځی تیروی ازاد شی. او که افغانان چی همدا اوس یی موقع ده د خپلو پښتنو او بلوڅو وروڼو سره همکاری ونکړی نو افغانان د هم نور نه د پښتونستان دعوا نه کوی او د پولی هغه خوا پښتانو او بلوڅو ته د نور د وروڼو خطاب نه کوی دا ځکه چی افغانستان چی تر اوسه په لمبو کی سوځیږی علت یی د پښتونستان مسله ده او دا ولسونه د څان بولی.

د یوه لوی او سرلوړی افغانستان په هیله،

مننه