د کندهار اوسيدونکي وايي چي په دولتي ادارو کي يي ستونزي په ځنډ خلاصيږي او په زياتو ادارو کي فساد شتون لري .
په ولسي جرګه کي د کندهار استازی دولتي اداري ته جدي ګواښ وکړ که يي ږغ وانه وري نو د ټولو دولتي ادارو دروازي به د خلګو پرمخ وتړي .
د کندهار ولايت اوسيدونکي دولتي اداري په نه کارکولو تورنوي او وايي چي پروخت يي غوښتونو او ستونزو ته جواب ندي ويل سوي .
د کندهار زيات شمير اوسيدونکي د شکايت په ډول په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازو ته يادي خبري وکړي .
ددوي په خبره چي د کندهار په دولتي ادارو کي فساد اوج ته رسيدلی او درغلي پکښي پريمانه دي په خبره يي چي ټول کارونه په واسطو سره تر سره کيږي .
په ولسی جرګه کي د کندهار د خلګو اسازي عبدالرحيم ايوبي د غونډي برخوالو ته وويل چي که يي چيري دولتي اداري غوښتنی ونه منی او ستونزی ورته ژر حل نکړي ټول کندهار به نه خوړولو اعتصاب وکړی او هم به ددولتي ادارو دروازي وتړي ، ايوبی د کندهار د قضايي ارګانونو کارونه هم د نه منلو وړ وبلل او د مسولينو څخه يي په کلکه ټينګه غوښتنه وکړه چي د خلګو ستونزو ته دي جواب ووايي او هم دي د کار په بدل کي د پيسو اخيستلو څخه ډډه وکړي .
ايوبي له ولسمشره کرزي وغوښتل چي کندهار والي دي له دندي لري او پر ځاي دي يو وړ او د کار کولو شخص پر دنده وګماري
د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال هم په دولتي ادارو کي د ستونزو خبري مني او ژمنه کوي چي د يوی غونډي په ترڅ کي به ورته حل لاره لټوي .
کندهار ته د ولسي جرګي څخه محمد نعيم حميد زي لالي و عبدالرحيم ايوبي او بي بي حميده د خلګو د ستونزو د اوريدو لپاره راغلي او وايي چي تر هغو پوري به په کندهار کي وي څو چي د ولس ستونزي حليږي .