په هلمند كي په دوه جلا كمينونوكي څه كم يونيم ټن نيشه يي توكي نيول سوي دي
د هلمند د ولايت مقام څخه په خپره سوي خبرپاڼه کي راغلي چي دغه كمينونه د شنبې اوجمعې په ورځوددې ولايت د گرمسير او خانشين ولسواليو په اړوند سيموكي د ملي او له نيشه يي توكو سره د مبارزې د پوليسو له لوري نيول تر لاسه سوي دي ، چې په ترڅ كې يې ۱۰۰۰ كيلوگرامه خام چرس او۲۴۰ كيلوگرامه وچ تارياك نيولي دي.
ددې كمينونوپه ترڅ كي د قاچاق وړونكو او پوليسو ترمنځ نښته هم رامنځ ته سوې چي يونيم ساعت يې دوام كړى او چاته پكښي مرگ ژوبله نه ده اوښتې خوپوليسويوه عراده تراكتور ، دوې عرادې سراچي موټر او څلورعرادي موټرسيكلونه هم ترلاسه كړي اوقاچاق وړونكي په تيښته بريالي سوي دي.