کور / تازه خبرونه / وردګ : ٤١ پوليس له مسلکي زدکړو فارغ سول

وردګ : ٤١ پوليس له مسلکي زدکړو فارغ سول

په ميدان وردګو ولايت کې ۴۱ ملي پوليس له مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.
دغه پوليسو ته چې په ميدان وردګو ولايت کې دولايتي بيارغونې ډلې ( پي ارټي ) لخوا په اته اونيوکې زدکړې ورکړل شوې وې
د فراعت سندونه ورکړل شول .
د پوليسو د فراعت په مراسموکې د ميدان وردګو ولايت مرستيال ښاغلي ذاکرحسين سلطاني د ترکيې د بيارغاونې له ډلې څخه مننه وکړه او زياته يې کړه ترکيه او افغانستان دواړه اسلامي هېوادونه دي او د افغانستان په معاصرتاريخ کې نه شليدونکي اړيکې لري .
ښاغلي سلطاني د پوليسو په فراعت او نورو ټولنيزو برخوکې په دې ولايت کې د ترکيې د بيارغونې ډلې د فعاليتونوڅخه مننه وکړه او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د همکارۍ دغه لړۍ همداسې جاري وساتي .
دغه راز د ترکيې د بيارغونې ملکي مشرتابه مظفريوکسل هم د دواړو هېواودونو پر تاريخي اړېکو خبرې وکړې او د افغان حکومت په ځانګړي توګه يې له ميدان وردګو ولايت سره يې په هراړخيزو همکاريو ژمنه وکړه
په دغه مراسموکې د ميدان وردګو ولايت امنيه قومندان سردارمحمد ځاځي د خپلو خبرو پرمهال له فارغ شويو پوليسو څخه وغوښتل چې پخپلو ټولو امکاناتو سره د خلکو په خدمت کې واوسي .
د يادو مراسمو په پاى کې فارغ شويو پوليسو ته د مسؤلينو له لورې د فارغت سندونه ورکړل شول .
د يادونې وړده چې دا د ترکيې د بيارغونې ډلې لخوا د افغان پوليسو اته دېرشم پړاو دى او په هر پړوا کې له څلوېښتو څخه ترپنځوسو پورې مسلکي پوليسو فارغ شوي دي .