له روسانو څخه 24 كاله وروسته افغانستان اوس هم د وينو او فساد په سمندر لاهو دى!
د تاريخ په شهادت د افغانستان خلك د پرديو يرغلګرو په ماتولو كې نړيوال شهرت لري او ډېر غاصب اتلان او پوځونه په دې هېواد كې له سختې ماتې سره مخامخ او د ډېرو ځاني او مالي تلفاتو له وركولو وروسته بېرته تګ ته اړ شوي دي.
د افغانستان په معاصر تاريخ كې انګلستان او روسان (پخواني شوروي اتحاد) هغه يرغلګر هېوادونه وو چې د خپلو سيمه ييزه او نړيوالو پوځي، سياسي او اقتصادي سترو ګټو له پاره يې زموږ په هېواد يرغلونه وكړل.
انګلستان په اتلسمو او نولسمو پېړيو كې درې ځلې په افغانستان يرغل وكړ، دوى غوښتل چې د آسيا د طلايي مرغه يا هندوستان د ساتنې له پاره، د تزاري روسيې د احتمالي وړاندې راتګ د مخنيوي په موخه، افغانستان د يوه حايل هېواد په توګه وساتي او د روسيې د مځكنى يرغل مخه د دې غرني هېواد په هندوكش كې ونيسي.
د انګليسانو د درېيم يرغل د ماتې په پايله كې، اعلحضرت غازي اميرامان الله خان د افغانستان د سياسي خپلواكي د مضبوطولو له پاره ستر ګامونه پورته كړل؛ خو ارتجاعي ځواكونو د انګليسانو په پټه او ښكاره مرسته د دغه پرمختګ غوښتونكي پاچا د كار مخه ډب كړه او هېواد يې له يوه ستر ناورين سره مخامخ كړ.
د كال 1358هـ.ش د جدې په شپږمه د شوروي اتحاد سرو پوځونو په افغانستان يرغل وكړ. په هغه وخت كې يوه انګليس تاريخپوه BBC ته ويلي و چې كه روسانو له موږ سره مشوره كړې واى، موږ به هېڅكله په افغانستان د يرغل اجازه نه واى وركړې!
وېل كېږي چې د روسيې ډېرو پخوانيو مشرانو هم دا هيله درلوده چې ځانونه د هند سمندر تودو اوبو ته ورسوي. د روسانو دا تاريخي هيله د بريژنف د واكمنۍ په وخت كې، په افغانستان كې د هغه نظام په ملاتړ كې پوره شوه چې د 1357هـ.ش د ثور د كودتا په پايله كې ټېنګ شوى او د افغانستان د خلكو له سراسري مخالفت سره مخامخ و. شوروي پوځونه د همدې نظام د ټېنګولو او د ببرك كارمل په مشرۍ د يوې كوچنۍ ډلې د واكمن كولو په نيت افغانستان ته راغلل. د وخت واكمن حفيظ الله امين يې وواژه او د ثور انقلاب دوهم پړاو يې پيل كړ!
د افغانستان خلكو چې د هېواد پالنې، خپلواكۍ غوښتنې او د دين، وطن او ملي نواميسو د ساتنې وينه يې په رګونو كې څلانده وه، يو ځلې بيا سره نژدې او يو موټى شول او د هېواد د ژغورنې له پاره يې د اور، وينو او لوګيو هغه ډګر ته ودانګل چې په لكونو پكې مړه، په لكونو معيوب او معلول او په مليونونو مهاجرت ته اړ شول.
په دغه ستره وطني جګړه كې د افغانستان د بېلابېلو سيمو خلكو په داسې پياوړې روحيه برخه واخسته چې د نړۍ په تاريخ كې سارى نه لري او د نړۍ د حرب په تاريخ كې يې يو نوى فصل بلل كېږي. د افغانستان خلكو په دې جګړه كې د خپلو مالونو او سرونو په نذرانه كولو سره يو ځلې بيا ثابته كړه چې د همغه پلرونو او ميندو اولادونه دي چې پخوا يې د مقدونې سكندر، چنګيز، ګوډ تېمور، پنجابي واكمنو او نورو يرغلګرو پوځيانو ته سينې ډال كړې او د خپلو وينو په بيه يې د خپلواكي ناوې ته ښه راغلاست ويلى و!
هو، شوروي پوځونه نژدې لس كاله د افغانستان د خلكو په وړاندې وجنګېدل. د دوى شمېر تر 115000 زيات او په خورا درانده جنګي تخنيك سمبال وو؛ خو زموږ د خلكو اراده د دوى تر وسلو پورته وه او په سرو پوځونو يې دا خبره ومنله چې په جګړه كې اراده مهمه ده، نه وسلې، پيسې او وسيلې!
په هغه كلونو كې چې شوروي پوځونه په افغانستان كې دېره وو، هيچا دا خبره نه منله چې دوى به له افغانستان څخه وځي؛ ځكه دوى چې چېرته تللي وو هلته پاته شوي وو؛ خو د افغانستان د خلكو سترې سرښندنې دا ځلې دوى ته يو نوى سبق وركړ او هغه دا چې سره پوځونه هم ماتېدلاى شي!
وروستنى شوروي سرتيرى د كال 1367 د دلوې(سلواغه) په 26 د آمو په درياب تېر شول؛ خو داسې يو وران، ويجاړ او ځپل شوى هېواد يې شاته پرېښود چې تر اوسه په وينو او اور كې لاهو دى او هره ورځ نوي ټپونه ويني.
د شوروي پوځونو له وتلو وروسته، د ډاكټر نجيب حكومت درې كاله دوام وكړ او بيا نسكور شو. له دې وروسته په افغانستان كې د كورنۍ جګړې بدمرغه ورځې پيل شوې. تنظيمي مشران دې جګړو ته تحميلي جګړې وايي، په داسې حال كې چې پيل كوونكي، اصلي مسببين او عاملين يې دوى په خپله وو!
دې جګړو افغانستان ته نه جبيره كېدونكى مالي، معنوي او انساني زيانونه واړول. په افغانستان كې هغه دولتي نظام پاى ته ورسېد چې څه باندې دوه پيړۍ پرې تېرې وې او د مظبوطتيا په لوري روان و. د افغانستان د وسله والو ځواكونو توپونه، ټانكونه او الوتكې د پاكستان په بازارونو كې د (كباړ) په توګه خرڅ شول او د هېواد د ملي يووالي شيرازه له ننګونو سره مخامخ شوه.
د دې جګړې تش په نامه قوماندانان هغه بې هويته كسان وو چې د پرديو په استخباراتي كړيو پورې يې اړه درلوده او د همغوى په اشاره يې په خپل پلرني وطن كې د دين، مذهب، سمت، ژبې او قوم په نوم تورې وهلي، ښارونه او مدنيتونه يې ورانول او د هېواد پاته مادي او معنوي هستۍ ته يې د پاى ټكى اېښود!
په هر صورت د دې خونړۍ كورنۍ جګړې د دوام په پاى كې طالبان راغلل چې د واكمنۍ كلونه يې اظهر من الشمس دي او بيا امريكا او ناتو په افغانستان يرغل وكړ چې اوس يې د پرله پسې؛ خو بېحاصله پوځي عملياتو دولسم كال دى او راتلونكى لا تياره او پېچلى ښكاري.
داسې ښكاري چې له شوروي اتحاد سره جګړه د افغانستان خلكو وګټله؛ خو د سياست ډګر يې بايلود او د يو يرغلګر په ځاى يې لومړى بل او بيا د نيمې نړۍ پوځيانو ته ځاى وركړ!
اوس افغانستان د خپل تاريخ په ډېر سخت او ستونزمن پړاو كې دى. له يوې خوا په افغانستان كې د نړۍ د 47 هېوادونو پوځيان دېره دي چې ځينې يې لكه امريكا د سيمې له پاره مخكني پلانونه لري او له تروريزم سره د جګړې په پلمه، خپل كارونه كوي او له بلې خوا ګاونډيان په راتلونكي افغانستان كې د ونډې په نيت دې جګړې ته امكانات برابروي او افغانستان ورانوي. بيساري ادارې فساد او ډېرې نورې ستونزې هغه عوامل بلل كېږي چې د افغانستان دولت يې له خلكو څخه منزوي كړي او پرديو ته يې د پراخه سياسي تبليغاتي كار او جګړې له پاره لار اواره كړې ده.
اوس نو د افغانستان د خلكو دنده جوړېږي چې د چوپتيا له اوسني دردونكي حالت څخه راووځي، سترګې وغړوي او د خپلو پلرونو په شان يو ځلې بيا خپلو تاريخي، ملي او ديني مسووليتونو ته ځېر شي او په يوه آواز اوسنيو ستونزو ته د پاى د ټكي د اېښودلو تكل وكړي!