کور / تازه خبرونه / د تعليم وزير : استاد په ټولنه کښي انقلاب راوستلائ شي

د تعليم وزير : استاد په ټولنه کښي انقلاب راوستلائ شي

 دصوبه سرحد دتعليم وزير سردار حسين بابک ويلى دي چې که چرته استاد وغواړي نو په ټولنه کښې انقلاب راوستلې شي په بونيرکښې ولسي غونډې ته په ويناکښې ايالتى وزير وويل چې داستاد دنده ډيره داهميت وړده استاذان دي دخپلې دندې په اهميت سره دقوم ماشومانوته په ايماندارى مينه او محبت سره زده کړي  ورکړې او دماشومانو اخلاقي روزنه دي وکړي ايالتي وزير استاذانو ته خبردارى ورکړيدى چې ځان ديو ځاى څخه بل ځاى ته تبادله کولو هڅه دي نه کوى کني ددوى په ضد به سخت چلند وشي نوموړي ويلى دي چې ايالتي حکومت يوه داسي تګلاره چوړه وي چې دهغه پربنسټ به تبادلې دميرټ پربنياد کيږي.