د ولسمشر د (۴۲۸۲) ګڼې فرمان له مخې د شهیدانو له کورنیو سره سل،سل زره (۱۰۰۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه
دجمهور رئیس د (۴۲۸۲) ګڼې فرمان له مخې دمیدان وردګو ولایت دمیدان ښار دغونډه خیلو سیمې د دوو شهیدانو (حبیب الرحمن ولد عبدالستار او مطیع الله ولد محمدشفیق ) له کورنیو سره سل،سل (۱۰۰۰۰۰) زره مرسته شوي افغانۍ دمیدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي له لورې د دوی وارثینو هر یو محیب الرحمن او محمدشفیق ته ورکړل شوې
.
ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي د ولسمشر دیاد فرمان له مخې د مرسته شویو افغانیو د ورکړې پرمهال د یادو شهیدانو روح ته د جنت الفردوس دعا وکړه او کورنۍ ته یې د صبرجمیل غوښتنه وکړه .
د یادونې وړده چې په (۱۳۹۱/۳/۱۳) د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښارکې دغونډه خیلو په سیمه کې د ایتلافي ځواکونو د عملیاتو په ترځ کې اته ملکي وګړي شهیدان او د یارلس نورټپیان شوي وو،چې د څلورو شهیدانو کورنیو سره وړاندۍ سل،سل (۱۰۰۰۰۰) او د یارلس ټپیانو سره پنځوس ،پنځوس (۵۰۰۰۰) زره افغانۍ مرسته شوې وه .
_______________________________
کارپوهان وايي چي د جګړې د قربانيانو سره دا ډول مرسته بېله معنا ده او بايد د هغوى د ژوند خيال وساتل سي او د نړۍ خلک چي څه ژوند او د ژوند له پاره قوانين لري بايد هماغسي د دې هيواد د خلکو سره هم وسي .
نوموړي وايي چي د دې معنى دا ده چي په دې هيواد کي دي هر څه چي د هر چا خوښه وي وکړي او که چيري د يوه چا ږغ تر يوه ځايه رسېدئ نو هغوى ته دي سل زره افغانۍ ورکړل سي.
کارپوهان په دې چي ايا يو انسان سل زره افغانۍ بيه لري او ټپي سوى کس بيا ٥٠٠ افغانۍ ؟