کور / تازه خبرونه / هلمند : وسله والو ته دمرګ ژوبله داوښتو خبر ورکړل سو

هلمند : وسله والو ته دمرګ ژوبله داوښتو خبر ورکړل سو

د هلمند ولايت امينيتي چارواکي وايي په دې ولايت کي ئې د وسله والو طالبانو سره جګړه سوې او هغوى ته ئې درنه مرګ ژوبله اړولې وه .
په دې اړه لراوبر ته دهلمند ولايت مقام له لوري رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي ياد کسان هغه وخت ووژل سول چي کله د وسله والو پر خلاف د مارجې اړوند د تريخ ناور د اڅكزو اوخرواريانو په کليو کي د حکومت له لوري عمليات ترسره سول .
خبرپاڼه ليکي چي په دې عملياتو کي د وسله والو وسلې او مهمات هم د دوى لاس ته ورغلي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.