کندهار افغانستان- د کندهار په پنجوايي ولسوالي کي د افغان پوليسو په عملياتو کي درې وسلوال طالبان وژل سوي او يو بل زخمي سوى دى.
دغه درې تنه نن غرمه د يادي سوي ولسوالۍ د زنګ اباد سيمي د شهيدانو په کلي کي هغه مهال ووژل سول کله چي يې څلور کسيزه ډله د پوليسو پر کمين ور برابره سوه.
په دغه ډېره لنډکۍ جګړه کي افغان پوليسو او د سيمي ځايي وګړو ته کوم ډول ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى خو پکښي د درو مخالفينو د وژني ترڅنګ يو بل تن زخمي سوى هم دى.
تر جګړې وروسته په تصفيوي عملياتو کي دوه موټرسايکلونه، ٢ ميله کلاشنکوفونه، لاسي بمونه، يوه مخابره، يو ميل توپنچه او څه اندازه ثانيه سوز لين هم د پوليسو لاسته ورغلى دى.