کندهار افغانستان- د کندهار پوهنتون له انجينرۍ پوهنځي څخه ٦٨ تنه محصلين فارغ سول او نن ورته د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کي فراغت ليکونه ورکول سول.
دغه اته شپېته تنه چي پکښي د افغانستان د مختلفو ولايتونو اوسېدونکي موجود ول توانېدلي ول چي د څلورو کلونو په موده کي د مجربو استادانو څخه د ټولو معيارونو سره سم زدکړي وکړي او د بريا لپاره د اړتيا وړ نمرې تر لاسه کړې.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د محصلينو د فراغت په مراسمو کي هغوى ټولو او د هغوى فاميلونو ته ددې ستري ورځي مبارکي ورکړه او تازه فارغ سوي محصلين يې هغو سترو دندو او مسؤليتونو ته چي ددې وروسته يې ور پر غاړه کيږي متوجه کړل.
نوموړي زياته کړه، په افغانستان غوندي يوه هيواد کي چي هرڅه له منځه تللي وې د ځوانو او په کار پوه انجينرانو سخته اړتيا محسوسيږي او سړى ددې هڅ وهلى سي چي وړ او په مسلکي ځوانان يوازينۍ هيله ده چي د هيواد د روښانه راتلونکي لپاره موجوده ده.
هغه پر تازه فارغو سوو محصلينو ږغ وکړى چي د خپلو خلکو او خاوري د خدمت لپاره په هيواد کي پاته سي او تر وسه وسه د مؤسساتو پر ځاى افغان دولتي ادارتو د کار کولو په برخه کي برتري وکړي.
کندهار والي د ټولي دولتي ادارې په استازيتوب دغو ځوانو انجينرانو ته په دولت کي د کارکولو لپاره بلنه ورکړه او زياته يې کړه چي تر نورو زيات به دوى ته ترجيح ورکوي.
د نن په پروګرام کي د فارغو سوو محصلينو په استازيتوب هم يوه تن خبري وکړې او د پوهنتون له مسؤلينو او استادانو يې مننه وکړه چي کلونه کلونه يې ورسره زيار ګاللى او دوى يې تر دې ځايه رارسولي دي.
دغه تن وويل چي دوى د افغانستان د کونډي او يتيم په پيسو باندي تحصيل کړى او له خپل ضمير سره يې ژمنه کړې چي تر وروستي وخته به په همدغه خاره کي د خپلو خلکو لپاره خدمت کوي