کور / تازه خبرونه / خیبر پښتونخوا نوی ګورنر سوگند پورته کړو

خیبر پښتونخوا نوی ګورنر سوگند پورته کړو

د قبایلي سیمې باجوړ ایجنسۍ ناواګۍ سره تعلق لرونکی او د ریاستونو او سرحدي چارو پخواني وزیر انجینېر شوکت الله خان د خیبر پښتونخوا نوی ګورنر په حیث د سوگند پورته کړو.د گورنر د سوگند پورته کولو دستوره کې د په گڼه شمیره کې خلکوگډون وکړو چې پکې د پارلیمان غړي او خارجي سفارتي استازې هم شامل وو.د سوگند پورته کولو دستورې ته وینا کې او خبريالانو سره خبرو اترو کې شوکت الله خان وویل قبائیلي سیمو کې په پرامنه فضا او شفاف ډول انتخابات کول د هغه وړمبۍ ترجیح ده. هغه وویل آئنده ووټونه به قبائیلي سیمو کې په سیاسي بنیادونو کولی شي.نوي گورنر وویل قبائیلي سیمو کې امن د پاره به ټولې لارې استعمالوي چې پکې حکومتي وسائل او د جرگو مرکو عمل هم شامل دی.د پاکستان سرکاري ریډیو تر مخه صدر زرداري دغه فیصله د وزیراعظم راجه پرویز اشرف سره د صلاح انجینېر شوکت الله خان د حلقه این اې 43م نه د قامي اسمبلۍ غړی دی او پلار ېي هم دوه ځلې د دغه حلقی نه ایم این اې ټاکل شوی وو.