کور / سياسي / دوه ورته یرغلونه اوډول ډول برخوردونه

دوه ورته یرغلونه اوډول ډول برخوردونه

بوخوم المان ۲۰۱۳

دافغانستان د ستراتیژیک جیوپولیتیک موقعیت له کبله،ستروامپرا توریواودنړۍ زبرځواکونوهڅه کړې ده چی په دې سيمي باندي تسلط و لري اوتر خپل اغېزلاندي یې وساتي همدا سبب وو چې افغانستان دتاريخ په اوږدوکې د مختلفو سیاسي-اتنيکي ځواکونو او ګروپونو له ميلاد څخه دمخه بیا ورو سته له میلاده،له اسلامي تحريک څخه پخوا او له هغه نه وروسته , ترمختلفو یرغلونولاندې راغلي دي دې یرغلونوزموږ گران هیواد دیرغلگرو دسیا لیوپه گرم ډګر باندي بدل کړ.
دا حقیقت په۱۹پیړۍ کي دبرتانیې استعماري ځواک او تزاري روسیې ترمنځ دسیاسي شخړواو دشلمې پیړۍ په دوهمه نیمایي کي دنړۍ ددووزبر ځواکونو ترمنځ دسړې جګړې په پېښوکې په ښه توګه څر ګند یږي . دغوسیالیو هغه وخت لا شدت وموند چي دا.خ.د.ګ.دهیواد واګې په لاس کي واخستلې او په خاصه توګه کله چي شوروی اتحاد پرافغانستان باندې نظا مي یرغل وکړ. دامریکا متحده ایالاتوله دې موقع څخه استفاده وکړه او په پاکستان کي یې ۷ګوني مېشت تنظیمو نه دپاکستان په مرسته دسلا اوبودجې له خوا سمبال اوټینګ ملاتړیې وکړ.
ددی تنظیمو نوپه اړوند پراخ تبلیغات پیل شول اود هغوی دپیاوړتیا لپاره یې عربي جګړه ماران چی دمصر اونوروعربي هیوادونو په جیلونوکي ووله جېلونو څخه راوایستل اودجګړې لپاره یې په پاکستان کي وروزل اوپه منظمه توګه ئې افغانستان ته رااستول چي په لومړي سر کي دعبدالله عزام اوورپسې داوسامه بن لادین له خواسازماند هي کیدل.داد ځینوغربي او عربي هیوادونوهمغه دازادي جنګیالان دي چي همدااوس هم نږدې ټوله نړۍ په جګړه کی ورسره لاس اوگرېوان ده.
امریکا اوپاکستان له همغه اول څخه دطالبانوترسقوط پوري گډه ستراتېژي لرله داسترا تېږي ددواړوهیوادونو په گټه وه.د شوروي اتحاد دیرغل څخه وروسته دامریکا دملي امنیت سلاکار زبګنیو برژنسکي ددې یرغل په هکله ځني حقایق افشا کړي دي چي زیات سیاستوال ئې په تعجب کي اچولي وو،هغه وايي «داموږ ووچي شورويا ن مودپاکستان په مرسته په افغانستان باندي نظامي یرغل ته مجبور کړه.»ورپسې دکارتر دامنیتي چارو سلاکارلیکي:« موږ په عمدي توگه په روسانو باندي خپل فشار زیات کړچي هغوی مستقیمې مداخلې ته مجبورشي .» په کابل کي دامریکا سفارت ددې فشارنتیجې او پایلي تل ارزولي .
دامریکا دسفارت په گذارش کي چي د۱۹۷۹ کال دمی په ۹ نېټه استول شوی راغلي دي : « اګر چي دا امکان موجود دی چي شوروي نظامي ځواکونه دافغانستان په داخلي جگړو کي ښکېل شي اومدا خله وکړی ،ولی زموږ نظردادی چي شوروي اتحاد به احتمالاٌ هڅه وکړي ترڅوله هغه عمل څخه چي ویتنام ته ورته تلکه اټکل کیږي ځان وژغوري . شوروي اتحادبه تردې نامه لاندي یوتحریک پیل کړي چي دافغانستان انقلاب په خطرکي دی . ځکه په دې هکله شوروي اتحاد په وار وارپه متحده ایالاتو، چین ، پاکستان اونورو هیوادونو د مداخلې تورونه لگوي چي کیدای شي ددې تحریک لپاره ځان ته قانوني اوتبلیغا تي زمینه برابره کړي.ورپسې زیاتوي چي د شوروي اتحادڅو مسلمان جمهوریتونه له افغانستان سره گډه پوله لري .
په سیاسي، اقتصادي ، ستراتېژیک اونظامي برخو کي زیات قراردادونه لري او شورویان به پرینږدي چي له دې لاسته راوړنو څخه مخ واړوي.». کله چي شورویان افغانستان ته داخل شول برژنسکي پاکستان ته سفروکړ اود آی اس آی په مرسته دمهاجرینو کمپونو ته ولاړ،او هلته يي یوه بیانیه ورکړه .دې بیانیې د موعظې شکل درلوداود مجاهدینو د دیني اوتاریخي رسالت په هکله ېي خبري کړي دي او بیا یي دجوماتونومناروته په اشارې سره هغو ته ډاډورکړی چي:« دتاسي دد یني دندوپه سرته رسولو کي خدای تعالی له تاسي سره دی (بشیر احمد انصاري ،افغانستان در آتش نفت ۲۲مخ)» . دادی له دین او مذهب څخه ناوړه گټه . پرون يي دمجاهدینو دیني دنده بلله اونن ئې دترورست په نامه په بیرحمانه توگه ځپي.
برژنسکي د۱۹۸۸کال دجنوري په۱۵ نېټه دفرانسې له نوول ابسر واتورله نشريي سره په مصاحبه کي وايي :«افغانستان ته د سره پوځ دځواکونودننوتلوڅخه ۶میاشتي مخکي موږ پراخ دام وغوړاوه تر څودا پوځ افغانستان ته داخل شي او شوروي هم خپل ویتنام ولري .». د۱۹۷۹کال دجولای په۳نېټه جیمي کارتر مذهبي تنظیمونو ته دمرستو پټ فرمان امضاکړ.برژنسکي په دې هکله جمهور رئیس ته لیکي:« د ما په نظر دا کمک به دشوروي ددخالت سبب وگرزي .هغه وايي موږپه شعوري توگه دروسانو ددخالت احتمال زیات کړ .» دنوموړې خپرونې ددې سوال په جواب کي چي تاسي په دې کار پشیمان نه یاست؟وايي :« نه خیر،ولي پښیمان شم؟ آیا تاسي غواړۍ چي زه دهغه عالي پلان دطرحه کولو له کبله پښیمان شم چي په افغانستان باندي مودروسانویرغل ته په بریالۍ توگه زمینه برابره کړه ؟»ورپسې زیاتوي: «په هغه ورځ چي روسان افغانستان ته داخل شول ماجمهوررئیس کارتر ته ولیکل چي :موږ اوس ددې فرصت پیداکړچي شوروي اتحادته هم دهغوی ویتنام ورکړو.» په دې ترتیب سره ئې شوروي اتحاد ته ماتي ورکړه .دامریکا ددې توطئوله کبله لس کاله دافغانانو ویني وبهېدلې، اقتصاد ئې ضربه وخوړله ، ملي شتمني ئي لوټ شوه،ملي اردوچي دهیواد دملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ضمانت ئي کاوه ړنگه شوه اوباالا خره ملي یووالی چي دهیواد دملي گټو ضامن دی زیانمن شو.
برژنسکي پخپله مصاحبه کي په دې ویاړي چي دساړه جنگ د دوران دښمن ئې په تلکه کي ونیو، ولي هیڅکله ئې دافغانانودمیلیونوشهیدانومعلولینواوبیځایه شویو خلکو په هکله فکر ونه کړاوزموږدهیواد دکړاوونوپه هکله چي دادوزخي لوبه ئې سرته په کښې ورسوله،هیڅ پاملرنه ونه کړه .امریکا په افغانستان کي خپلوموخو ته په مرحله ای توگه په لاندي ډول سره ورسیده :
دویتنام دغچ اخستلو لپاره ئي شورویان په افغانستان باندي یرغل ته وهڅول ، په افغا نستان کي ئې دمذهبي تنظیمونو ملاتړوکړاوهغوی ئي قدرت ته ورسول ،بیائې تنظیمونو ته مرستې قطع کړې اودهغوی د مخالفینویاني دطالبانو ملاتړ ئې وکړاوپه اسلامي نړۍ کي ئې دوستوهیوادونوته دهغوی په رسمیت پېژندل ، توصیه کول،ورپسې دطالبانو پرضد نظامي عملیات کول اودهغوی د حکومت ړنگول او په بن کي دانتقالي ادارې جوړول اوله مخه دجوړشوي پلان تطبیقول اود یوې ځواکمنې اډې جوړول چي په لومړي سر کي د لسو زرو نظامیانو پلي کول وو.اودهغه چاتجریدول چي د امریکا دسیاست په هکله ئې نظردرلود اوباالاخره دامریکايي ځواکونو داوږدې مودې لپاره په هیواد کي پاتي کېدل .
داڅرګنده ده چي له هري مرحلې څخه بلي ته دانتقال په جریان کي نه یواځي د افغانستان په زرگونوخلک په وینو کي لت پت شول ،بلکه دهیواد مادي اومعنوي پانگه له منځه ولاړه، ملي اردو ړنگه شوه ،ملي یووالی زیانمن شو، تاریخي آثارموهم لوټ شول ، په دې توګه سره دې مر حلو گام په گام په ډېربریالیتوب سره تحقق وموند. د طالبانو درژیم له ړنګېدو اوپه افغانستان کي دامریکائې ځواکونو له پلي کېدو سره امریکا ډېرستر اهداف اوبریاوي لاسته راوړې چي هغه په لاندي ډول دي:
په مرکزي آسیا کي دخپل نفوذ دحوزې پراختیا اوپه دې حوزه دنظارت ټینگول ، په روسیه باندي دفشار اعمال اوتاثیراچول ،د منځنۍاسیا اوقفقاز اقتصادي سرچینوته لاسرسی اوخارجي پانگه والوته دپراخ بازار پرانستل ،دمنځنۍ آسیا اوکسپین دبحیرې دطبیعي زېر مو دانتقال لپاره له لنډې اواقتصادي لارې څخه استفاده کول،دایران دمحاصرې تنگول، دبحران جوړوونکې تیوري عملي کول اوبیا وروسته په سیمه کي دنظامي حضور ضرورت او دبحران مدیریت ، دمنځنۍ آسیا له هیوادونو سره داسلامي نړۍ دپیوستون دکړۍ ماتول، دچین له پولو سره نظامي حضوراوله لوېدیځ څخه ددې هیواد محاصره…
دامریکا متحده ایالات دخپلوغیر مشروعو موخو دلاس ته راوړلو لپاره دپورته ذکر شوې بحران جوړوونکي تیوري پر بنسټ ، په لومړی سرکي په ذیعلاقه هیوادونو کي گډو‌ډيو ته لاس اچوي او بیا هغوته انکشاف ورکوي ترڅو داگډوډي اوبحران دهغه هیواد درهبري له کنټرول څخه ووزي . کله کله حتی دهیوادونوحکومتونه په زور را پرزوي .مثلاًمذهبي تنظیمونه چي طالبان دهغو جز گڼل کېدل ، له شوروي سره دمبارزي په وخت کي دآزادۍ جنگیالان گڼل کېد ل بیا ئي دمذهبي تنظیمونو په مقابل کي هغوی قدرت ته ورسول وروسته ئي دهغو حکومت دتروریزم تر نامه لاندي وځاپه اوړنگ ئي کړ، یاپه عراق کي دصدام حسین حکومت چي په منځني ختیځ کي ئي بیساري اردو درلود له اودسیمې هیواد ونه ځني وېرېدل،د بیا لوژیکي سلا دموجودیت په بهانه رانسکورکړاوخپل گوډاگی حکومت ئي دقدرت په گدۍ کښیناوه.دهمدې ډول حکومتونوپه موجود یت کي نو بیا دوۍ د بحران دکنټرول ترنامه لاندي هلته خپل نظامي ځواکونه ځای پرځای کوي اود هغه هیواددمادي شتمنیوڅخه استفاده کوي اومعنوي شتمنۍ له منځه وړي ، ملي افتخارات اوملي هویت ئي تر پښو لاندي کوي اودپیسو په زور یوشمېر فاسداومافیائي عناصرتطمیع کوي او مصنوعي پانگه وال ځني جوړوي اوپه دې توګه هغه هیواد په کامله توگه ترخپل کنټرول لاندي راولي.دې وړې ایلیتې ( ډ لگۍ ) ته هیواد، خلگ اودهیواد ملي گټې هیڅ اهمیت نه لري بلکه دخپلو شخصي اوگروپي گټو په خاطر تل د پردیوپه چوپړکي وي، ښه مثال ئې په افغانستان کي موجوده رژیم دی چي په کلي ډول سره له هره پلوه دامریکاپه مشرۍ په خارجي ځوا کونوپوري تړلی دی اودامریکا دلاس آله ده چي بنسټ ئې په بن کي
ایښودل شوی دی او هیڅ ملي بڼه نه لري .
اوس به راشو د مقا لې اصلي موضوع ته اوهغه په افغانستان باندي دشوروي اتحاد اوامریکا وسله وال یرغلونه دي چي هریو به ئي په جلا توگه وڅېړواوددې دواړو یرغلونوورته والی اوتوپیرونه به په گوته کړو.

لومړی دشوروي اتحاد یرغل :
له پورتني مرحله ایز پلان سره په مطابقت کي شوروي اتحاد د برژنسکي له قوله یا تشویق شو اویا مجبور شو چي په افغانستان باندي وسله وال یرغل وکړي اودا استدلال به ئي کاوه چي شوروي محدود قظعات دملګرو ملتونوله کنوا نسیون سره سم دافغانستاان اوشوروي اتحاد تر منځ ددوستي همکاري اوښه گاونډیتوب دتړون د۴ مادې په اساس دثور ۷دپاڅون د ژغورني لپاره راغلي دي .
کله چي سرې لښکرې افغانستان ته را داخلي شوې نوپه لومړي سر کي ئي فکر کاوه چي دوۍ به په خپلو گارنیزیونونو کي اوسیږي او یواځي دضرورټ په وخت کي به دافغانستان له وسله وال پوځ سره مرسته کوي .لیکن دموږدخلکو قهراوغصې دوۍ دزیات وخت لپاره ارام پرې نه شودل اوپه ډېره لنډه موده کي شوروي ځواکونه دې ته اړ شول چي په عملیاتو کي برخه واخلي او دلویو لارو دامنیت په خاطر دلارو په اوږدو کي امنتي پوستې ځای پر ځای کړي .
دعملیاتو پلان به ددفاع دوزارت له خوا دشوروي مشاورینواو دشوروي ځواکونو دعمومي قوماندان په گډون په دفاع وزارت کي ترتیب کېده وروسته به بیا دوسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان او جمهوررئیس موافقه اخستله کېده .
د عملیاتو پلان اولارښوونه به ددفاع دوزارت په غاړه وه.دسره پوځ گارنیز یونونه او پوستې په هوايي ډگرونوکي او له ښارونو او کلیو څخه په لوی واټن سره لري پرتې وې. یوه بله مسئله چي دلته ئي دیادولو وړ بولم هغه داده چي دسرولښکرو منسوبینو دا حق نه درلود چي کلیو ته داخل شي او دخلکو دود اودستور ته ئي په کامله توگه احترام کاوه .چي ددې فکتور عمده دلیل هم دا ووچي دسره پوځ سرتېري ټول د مکلفیت ددورې سر تېري وو نه پروفشنل معاش خوړونکي . په دوۍ کي ټینگ انضبا ط اودسیپلین موجودوواوهیچا نه شو کولای چي له هغه څخه سرغړونه وکړي ځکه سرغړوونکو ته درنه سزا ورکوله کېدله .
د موضوع دوضاحت لپاره ددرنو لوستونکو پاملرنه لاندي ټکو ته رااړوم :
د کابل جلال آباد په لویه لارکي دشورویانو یوې پوستې په یوه ټکسي موټر باندي ډزي کړې وې اودسپرلۍ پنځه سره کسان ئي شهیدان کړي وو آفغاني مقامات په دې باندي خبر نه وواوشوروي څارنوالانودا مسئله تعقیب کړې وه اوددې جرم عاملین ئي معلوم کړي وواوداعدام حکم ئي صادرکړی وو. شوروي مقاماتو له افغاني مقاماتوڅخه خواهش کړی ووچي دشهیدانو ورثه ورته را پیداکړي .کله ئي چي ځني پوښتلي وو، دڅه لباره؟ په ځواب کي ئي ورته ویلي ووچي دجرم په عاملینو باندي داعدام حکم شوی دی اوموږ غواړو داعدام حکم دشهیدانو دورثې په حضور کي تطبیق کړو.
یوه بله پېښه دکنړپه ولایت کي شوې وه چي شوروي سرتېرو یوه ښځه وژلې وه،په دې پېښه کي شوروي مقاماتو له افغاني مقاماتو څخه غوښتنه کړې وه چي دافغانانو دود اودستور ته په احترام سره یوافغان ډاکټر ور ته معرفي کړي تر څو ددې مقتولې قبر وازکړي اودهغې له وجود څخه ګولۍ( مرمي) راوباسي ترڅود قضیې مجرمین پیدا کړي . په دې ترتیب سره ئي مجرمین پیدا کړه اوسخته سزا ئي ورکړه.
په افغانستان کي د شوروي ځواکونو عمومي قوماندان او فوق العاده استازی جنرال میوروف په خپل کتاب( په افغانستان کي رښتیا څه تېرېدل) لیکي چي:« دکابل جلال آباد دلويي لاري په اوږدو کي ۱۱کسه بيگناه ملکي خلک وژل شوي وو. داسي انگېرل کېده چي دادغلواوشوټمارو کاردی چي په دې هکله ئي مسکو ته هم خبر ورکړې وه ولې زموږ دتحقیق نتیجې وښودله چي دا کار دشورویانو دپوستې له خوا سرته رسېدلی وو. ». که موږ دې یرغل ته په د قیقه توګه ځيرشو نودابه راته څرګنده شي چي شوروي ځواکونه کلیوته نه ننوتل، پخپل سرعملیات ئي نه کول، د خلکودود اود ستورته ئي ژور احترام درلود، جنګي قوانین او مقررات ئي دملګروملتونوله کنوانسیون سره سم مراعات کول اوټینګ انضباط اودسیپلین په کي موجود وو.

دوهم – دامریکا دمتحده آیالاتو یرغل :
دامریکا متحده ایالاتوله تروریزم سره د مبارزې تر نامه لاندي په افغانستان باندي نظامي یرغل وکړاوددې لپاره چي دنړیوالوترانتقاد لاندي رانشي نودامنیت دشورا داصولو خلاف ئي دهغې شورافیصله واخستله اوځانته ئي لاره جوړه کړه اولس زره عسکر ئي دافغانستان په سهیلي سیموکي پلي کړل چي دطالبانوحکومت را نسکور کړي.
په افغانستان کي ئې دطالبانوپه سنګرونوباندي څواکمن هوائي بمبارد پیل اودسترودقیقوپه الکترونیکي تجهیزا توسمبالوسلا ګانوپه مرسته ئې دهغوی سنګرونه دړي وړي کړل اوپه کندز کي ئې د طالبانو نژدي اته زره جنګیالیان شمالي ټلوالې ته تسلیم کړه.شمالي ټلوالې ددې لپاره چي دهغوډالروپه مقابل کي ئې ښه چوپړکړی وي چي دامریکا له خوا ورکړل شوي وونوهغوی( د طالبانو نوموړي جنګیالیا ن) او په شمالي ولایتونو کي په نوم پښتون چي زورئې ورباندي رسیده دطالب په نامه ونیول او په سترو کنټینرونو کي ئې دجوزجان ولایت دلیلي دښتې ته انتقال او دټولو بشري حقونو اوانساني کرامت دنور مونو خلاف ئې مړه اوژوندي یوځای ترخاورو لاندي کړل چي دنړۍ په خبري اوډ له ایزواطلاعاتي خپرونوکي ئې هم انعکاس پیداکړی ووچي د بشر د حقونوملي اوبین المللي سازمانونوهم په سختوټکوکي غندنه کړې ده. دطالبانوله سقوط څخه وروسته دامریکايي سرتېرو شمېراتیا زروته لوړ شو چي دافغانستان په سهیل ختیځو، سهیل لوېدیځواوسهیلي سیمو کي ځای پر ځای شول او په دې موده کي يي دومره فجایع وکړې چي انسان ئي هیڅ تصورنه شي کولای ، مکمل کلي ئي بمباری کړه ، په ودونواو جنازوئي هوائي بمونه واورول ، کلیو ته پخپل سر داخل شول او دخلکو ددود اودستور خلاف ئي دخلکو ورونه اودروازې په لغتو ورماتي کړې اوکورونو ته دخلکو درسم اورواج خلاف په خپل سرننوتل اوپه نیمه شپه کي ئي په ښځو، ماشومانواو بوډاګانودمرمیو بارانونه واورول اوپه سلهاوو بیګناه خلک ئي شهیدان کړه .دامریکا ئي ځواکونود عملیاتود پلان اوعملیاتو په هکله افغاني
مقامات نه خبرېدل اونه خبريږي په خاصه توګه دشپې دعملیاتو په هکله خونه یواځي دا چي افغاني مقامات نه خبرېدل بلکه دحامد کرزي په خبره ئي هم غوږنه ګراوه .او کله به چي سوال ځني وشو چي تاسي ولي ملکي کسان وژنۍ؟دوۍ به په ځواب کي ویل چي داټول طالبان دي حال دا چي اسنادو او شواهدو څرګندوله چي هغوی کوچنیان ښځې اوملکي کسان وو . بیابه چي خلکو غوښتنه وکړه چي ددې جنایت عاملین د محاکمه شي نوبیا به ئي یا استدلال کاوه چي داروحي ناروغي لري اویابه ئي امریکاته واستاوه چي دخلګو له سترګو ئي الونیا کړي .
انضباط اودسپلین خو هیڅ وجود نه لري . دمثال په توګه په نیمه شپه کي څوکسه سرتیري له خپلي پوستې څخه ووزي،کورونوته ننوزي اوپه خواږه خوب ۱۵ کسه ماشومان ، ښځې او بوډاګان شهیدان کوي اوهیڅوک ئي پوښتنه نه کوي . کله چي ددوۍ له قوماندانانو څخه سړی پوښتنه وکړي چي دا جنایت ولي شویدی؟ په ځواب کي وايي چي دا یوسرتېری ووچي روحي ناروغه وواوبیا ئي په فوري توګه امريکا ته استوي.دادی دنړۍ دیوقطبه سیاست دپلي کولوعاملین .

اوس به دادواړه یرغلونه په عمده توګه سره پرتله کړواودافغانستان دخلکو په سیا سي.اقتصادي او ټولنیز ژوندکي به دهغوی پایلي سره پرتله کړو.

شوروي اتحاد دملګروملتونودکنوانسیون سره سم اودافغانستان اوشوروي اتحاد ترمنځ ددوستي همکاري او ښه ګاونډیتوب دتړون د۴ مادې په اساس یرغل وکړ
دامریکا متحده ایالاتو دملګروملتونو دامنیت دشورا د فیصلې په اساس یرغل وکړ
شورويانود حفیظ الله امین حکومت نسکورکړاوامریکایانو دطالبانوحکومت نسکورکړ. د شوروي ځواکونو ګارنیزیونونه او پوستې په هوايي ډګرونواوله ښارونو او کلیوڅخه دباندي په لري واټن کي پرتې وې اواجازه يي نه درلوده چي کلیوته ننوزي ، یواځي هغه وخت دوۍ کلیوته داخلېدلای شول چي کوم طبعي ناورین به رامنځ ته شوی وو. داکاربه یاد دولتي مقاماتو په غوښتنه کېده چي ضروري مرستې ورته ورسوي او که دا دوۍ پخپل ابتکارسره کا وه نو بیا به يي د دولتي مقاماتو موافقه اخستله . دامریکادځواکونو ګارنیزیونونه چي هرځای دوۍ وغواړي موقعیت نیولای شي . شوروي ځواکو نواجازه نه درلوده چي دافغاني مقاماتوله خبرتیا پرته عملیات وکړي.لیکن امریکايي ځواکونه هروخت په هرځای کي چي وغواړي پخپل سر عملیات کوي چي په دې هکله جمهوررئیس حامد کرزي په واروار امریکائي مقاماتو ته شکایت کړیدی ،په خاصه توګه دشپې خودسره عملیاتوخوټول خلګ تر دوو سپوږمو راوستي دي . شوروي ځوا کونو زندانونه نه درلودل، لیکن دامریکايي ځواکونو هر ګارنیزیون خپل زندان لاره چي داوږدې مودې جېلیان به ئي بګرام اوګوانتاناموته استول.
څومره چي دعبد السلام ضعیف له کتاب څخه څرګندیږي ددې ځواکونو په ځېلونو کي دبشردحقونو عادي نورمونه هم نه مراعات کېدل اوډېر له وحشته ډک برخوردونه شوي دي .
شوروي ځواکونوټینګ انضباط اودسپلین درلود اماامریکاېي سرتیری لېبیرال برخورد کوي اونظم اود سیپلین دومره نه مراعات کیږي . برسېره پر دې شوروي سرتېروهم خپلوقوانینو اوهم زموږ قوانینوته احترام کاوه اوهغه ئي جدي مراعات کول اوامریکايي سرتېر ي نه خپل قوانین مراعات کوي اونه هم د افغانستان . ځکه هغه جنایتونه چي امریکائي سرتېرو په افغانستان کي کړي دي نه دامریکا قوانین هغوی ته اجازه ورکوي اونه هم دافغانستان.
که په افغانستان کي دامریکایي سرتېرو جنایتونه اوسرغړونې له شوروي سرتېروسره پرتله شي نودابه ښه څرګنده شي چي دامریکایانوجنایتونه اوسرغړونې کم له کمه لس ځلي زیاتي شدیدې اووحشیانه دي نظر شوروي سرتېروته .
پورته مو دشوروي سرتېرود دریو جنايي پېښو یادونه وکړه چي د دریوسره پېښوعاملین په افغانستان کي داعدام تر حده محکوم شول لیکن په اوسني یرغل کي به څوک یو سرتېری یا افسرهم پیدانه کړي چي ددې سترو جنایتونو سره سره په افغانستان کی محاکمه شوی وي.
دتېرکال د سپتمبر په۱۵ یا۱۶نیټه ایتلافي ځواکونو دلغمان دولایت په یوه سیمه باندي هوايي بمبارد وکړچي په نتیجه کي ۸ ښځي چي عمرونه ئي د۱۶ تر۳۵ کالونوپوري ووشهیدانې او۷ کسه نوري ټپیاني شوې. کله چي دځوا کونوله مسېولینوڅخه پوښتنه وشوه چي دا بمبارد مو ولي کړی دی؟ هغوی په ځواب کي وويل چي اطلاع ئي اخستې وه چي په سیمه کي طالبان موجودوو. که طالبان موجودوای نودشهیدانواوزخمیانو په منځ کي خو باید نارینه سړي هم موجود وای . له دې څخه دا څرګندیږي چي په نوموړې سیمه کي بیوزلي ښځي وې چي دخپلوکورنیو لپاره يي لرګي اودسون نور مواد راټولول .
اوس دادوه یرغلونه په مختلفو مواردوکي په لنډه توګه پرتله کوم :
شوروي یرغل دثور دپاڅون دژغورني په شعار پیل شو اودامریکا یرغل دجورج ډبلیوبوش له خوا دصلیبي جګړې اوبیاوروسته له تیروریزم سره دمبارزې په شعارباندي پیل شو، په لومړي یرغل کي استدلال کېده چي د ملګرو ملتونو دکنوانسیون اودافغان شوروي ددوستي همکاري اوښه ګاونډیتوب دتړون په اساس افغانستان ته راغلي دۍ اوپه دوهم یرغل کي استدلال کېده اوکیږي چي دامنیت دشورا دفیصلې په اساس راغلي دي ، دلومړې یرغل په نتیجه کي دحفیظ الله امین حکومت رانسکور شو خودولتي سیستم پرځای پاتي شو اوددوهم یرغل په نتیجه کي دطالبانو حکومت رانسکور شو، دولتي سیستم ړنګ شو اونوی موقت حکومت په بن کي وټاکل شو، دلومړي یرغل د یرغلګروپوستې اوګارنیزونونه له کلیواودخلکو له مېشت ځایونوڅخه دباندي په لري واټن کي قرار درلودل اوکلیوته ئې دننوتلو حق نه درلود اوددوهم یرغل یرغلګرو په هرځای کي چي غوښت پوستې اوګارنیزونونه ئې جوړ کړه اوپه کلیوکي خو په خپل سر دشبې اوورځې دخلکو ددود اودستور خلاف ګرزېدل او راګرزېدل ،دلومړي یرغل په وخت کي وسله والو ځواکونو دملګرو ملتونو له کنوانسیون سره سم اجازه نه درلوده چي په کلیوباندي بمونه وغورزوي اویادتوپچي اوزرهي ثقیلو سلاو څخه کار واخلي، خوددوهم یرغل په وخت کي نه یواځي داچي کلي ئې په بیرحمانه توګه بمبارد کړه بلکه په ودونو اوجنازوئې هم بمونه واورول .دشورویانوپه وخت کي به ټول جګړه ایز عملیات په دفاع وزارت کي پلان کېدل اودوسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په موافقه به بیا ددفاع دوزارت تر لارښوونه لاندي مستقل اویا ګډ عملیات کېدل دامریکایانو په وخت کي افغاني لوری دعملیاتود پلانګذاري اود هغوی دپرمخ بیولوپه هکله هيڅ نه خبریږي آوپه واروار په دې هکله شخصاً حامد کرزي امریکائي مقاماتوته شکایت کړی دی ، سرولښکرو ځېلځایونه نه درلودل خوددې یرغل په وخت کي موجوددي، سرولښکروهم زموږاوهم خپلو قوانینوته احترام کاوه اوټینګ انضباط اودسپلین ئې درلودلیکن امریکايان نه زموږ قوانین اونه هم خپل قوانین مراعات کوي اوانضباط اودسپلین هم نه لري . دشوروي اتحاددیرغل په وخت کي په خاصه توګه ددکتور نجیب الله ترلارښوونه لاندي حکومت دهیواددودې اوپراختیا اونورو برخوکي په کامله توګه مستقل عمل کاوه او تصمیم به ئې نیولو.
دموضوع دوضاحت لپاره غواړم دبرېښنا دودې اوپراختیادشل کلن پلان په هکله لنډ معلومات وړاندي کړم.
کله چي زه داوبو اوبرښنا وزیروم نودبرښنا دودي او پراختیا شلکلن پلان مو طرح کړ چي په۱۹۹۲کال کي ۲۲۰کیلوولټه لین او په۱۹۹۵ کال کي دوهم سروبي اوپه۲۰۱۰کال کي دباغدرې دستګاه تکمیل شي . ددې پلان په هکله مې کشتمند ته چي صدرعظم ووګذارش ورکړ چي هغه په ظاهر کي تائيد کړ ولی بیا ئې وروسته دصدارت مشاور ته ویلي ووچي پکتین( لیکوال) نه غواړي د۲۲۰ کیلوولټه لین جوړشي بلکه هغه دوهم سروبي ته ترجیح ورکوي ورپسې دوۍ پخپل منځ کي دوزیرانو دشورا دفیصلې مسوده ترتیب کړې وه بیا ئې ماته راوړه چي زه خپل نظر ورکړم خومادافیصله رد کړه اوورته ومي ویل چي دا عملي نه ده اواقتصادي هم نه ده ځکه د باغدرې لاسروې هم نه ده شوې اوددوهم سروبي سروې اوپروژه سازي تکمیل دي اویواځي کاري نخشې ئې پاتي دي .با لاخره مشاورته له مسکو څخه اخطار راغی چي ولي دوزارتونو په کارونوکي مداخله کوي . دادی زموږ استقلالیت.
اوس غواړم دلته یوې بلي موضوع ته ددرنولوستونکو پاملرنه راواړوم اوهغه
داچي دمذهبي تنظیمونو رهبران اویوشمېردولتي چارواکي چي ددې تنظیمونوغړي اویا ئي خواخوږي دي وايي چي موږ جهاد کړی دی ، شوروي ته مو ماتې ورکړې ده ، دموږ دجهاد له برکته دبرلین دېوال ړنګ شو او دختیځې اروپا ځني هیوادونه اودپخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه آزاد شول .که حقیقت ته په ځیر سره وګورو نودا به څرګنده شي چي نوموړې جګړه اوپورته ذکرشوې نړیوالي پېښي د تنظیمونواودهغوی دجهاد له برکته نه بلکه ټول عیني شواهد دا څرګندوي چي دا دامریکادمتحده ایالاتود پورتني پړاویز پلان په اساس دامریکا اوشوروي اتحاد تر منځ جګړه وه چي د مذهبي تنظیمونورهبرانودافغانستان دزړور، پیاوړي او مجاهد اولس له صداقت څخه په استفادې سره د جهاد ترنامه لاندي دامریکا د پلي ځواکونورول ولوباوه اودلسو کالونو په جریان کي ئي پلونه اوپلچکونه ، ښوونځي او روغتونونه اونورعام المنفعه تاسیسات ړنګ کړل، په ښارونو ئي راکټي بارانونه واورول اوباالاخره دملګرو ملتونو پروګرام ئي هم له ناکامي سره مخامخ کړاوسیاسي قدرت ته ئي ځانونه ورسول.
وروسته يي بیا پخپلمنځي جګړو پیل وکړچي دکابل دښار په شمول ئي زیات ښارونه په کنډوالو باندي بدل کړه، دخلکومالونه اودارايي اوملي شتمني ئي چورکړه ملي اوردوچي دملي حاکمیت اود ځمکنۍ بشپړتیا تضمین ئي کاوه ړنګه کړه اویواځي دکابل په ښار کي د۷۰ زرو په حدود کي خلکو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړاوددوهم یرغل اصلي عاملین همدغه جهادي رهبران اوجنګسالاران دي چي زمینه ئې ورته برابره کړه . دې فجایعو ته په کتني سره په کوم افغاني وجدان سره داخبره کوي چي په داسي حال کي چي د۴۵ هیوادونو سرتېری زموږ په هیواد کی موجوددي اوپه خپل سر هرڅه چي غواړي هغه کوي لیکن دا تنظیمي رهبران او جنګسالاران لافي وهي چي شوروي ته ئې ماتي ورکړې ده .حامد کرزي دابوالکلام آزاد په کنفرانس کي وویل:«غرب له دین څخه په استفادې سره کمونستانو(شوروي) ته ماتي ورکړه اوبیا ئې دخپل تسلط په خاطر له هغه څخه استفاده وکړه » . سره له دې چي دادواړه یرغلونه ماهیتاًیوډول دي خو یواځي دشکل په لحاظ یوله بل سره ځيني توپیرونه لري .خوداتنظیمي رهبران له شوروي یرغل سره په مبارزه باندي ویاړي اواوسني یرغل ته لاسونه پړکوي چي له سالم افغاني اواسلامي وجدان سره هیڅ سمون نه خوري .
ښاغلو تنظیمي رهبرانو!
لږ خپل سرونه خپلوګرېوانونو ته ټیټ کړۍ او فکر وکړۍ ټول شواهدداڅرګندوي چی شوروي اتحاد ته خوامریکا په سیاسي ډګر کي ماتي ورکړې ده اوکله چي ددکتورنجیب الله په ابتکاردملی روغي جوړې سیاست پیل شو نوشورویان په خپله خوشه دژینو له توافقاتو سره سم دیوه منظم پروګرام په اساس له افغانستان څخه ووتل.تاسي به هغه وخت په سرلوړي سره لافي وهلي چي په هیواد کي مو امنیت تامين کړی وای ملي حاکمیت مو ساتلی وای اود اداري فساد،غلا،چوراو چپاول مخه مو نیولې وای.
ستاسي په وجود کي چي سیاسي اوفکري کړنلاره مو نه درلودله ، سره له دې چي په هیواد کي ظرفیتونه موجودوو لیکن په سیستم کي داسي اشخاصو قدرت واخست چي نه يي دکار روحیه درلوده اونه هم دکار پوهه .او له ملي ظرفیتونوڅخه استفاده ونه شوه اودخپلوي ګروپي اوپه فساد باندي ولاړ سیستم منځ ته راغی اوځینو مافیايي ډلودولتي مقامونه اشغال کړه چي نه ئې د کار استعداد، نه ئې سیاسي تقوااو نه ئې هم له وطن سره مینه درلوده او دامریکا دیرغل په نتیجه کي قدرت ته ورسیدل چي مسئولیت ئې ستاسي په غاړه دی .
په تېرو یوولسوکلونو کي تاسي ته ډېرمهم اوتاریخي چانس اوفرصتونه په لاس درغلي ووخو له بده مرغه له هغو څخه ګټه وانه خستله شوه اوهیواد له داسي بحران سره مخامخ شو چي نه یواځي زموږ ملي ارزښتونه بلکه دهیواد موجودیت ئي هم تر پوښتني لاندي راوستی دی . زموږ خلک خو په هیواد کي دایمي او عادلانه سوله ، دهیواداقتصادي پرمخ تګ او بیا رغاونه ، ملي یووالی ،ټولنیز عدالت او دافغاني ټولني د ځانګړتیا وو په نظر کي نیولو سره ددموکرا تیکي ټولني رامنځ ته کول چي د ستروملي ارزښتونوڅخه ګڼل کیږي ، غواړي .خوددې یرغل په نتیجه کي موږداټول ارزښتونه له لاسه ورکوواوټول ملي افتخارات اوهیواد مودنابودي کندې ته غورزول کيږي .
ګرانوهیوادوالوپه تاسي ټولوپاندي ږغ کوم چي نور مه پرېږدۍ چي دانااهله هیواددشمنه وړوکي ډلګۍ ستاسي په ملي افتخاراتواووطن باندي لوبي وکړي.
را پورته شۍ اوددې سیاسي ناوریڼ په هکله خپله ژوره کرکه څرګنده کړۍ . په رڼاآندو اووطنپالودموکراتيکو ځواکونو باندي ږغ کوم چي نورخپل پخواني فکري او سلیقوي اختلافونه سره لري کړۍ اودیوه وطنپال او دموکرات افغان په توګه دملي یووالي په روحیه سره یوموټی شۍ اوداویرانوونکي ناورین ختم کړي ترڅو یرغلګرونه شي کړای چي خپلې ناولې موخي تر لاسه کړي.راځۍټول په ګده سره دخپل ملي او تاریخي رسالت په پام کي نیولو سره دیوې دموکراتیکي ټولني دجوړېدو په لار کي رغنده برخه واخلواوپه هیواد کي داسي فضا رامنځ ته کړوترڅو زموږ
خلک دنوري متمدني نړۍ دخلکوپه څېرهوسا اوبسیا ژوندوکړي
پای