دپښتونخوا ملى عوامي ګوند ضلع پېښوردضلعى کميټۍ غونډه دګوند په ايالتي دفترکښې دضلعى مرستيال حاجى بديع الزمان په مشرى کښې وشوه په غونډه کښې دپښتونخوا ملى عوامي ګوند ايالتي مشر مختيارخان يوسفزي ، ډاکټر سيدعالم مسود، ارباب مجيب الرحمن او محمد عمرخټک ګډون وکړ په غونډه کښې موجوده سياسي حالاتو او راتلونکي پرکړنلاره غوراوخبرې وشوې او پريکړه وشوه چې په ټوله ضلعه کښې په ديونټونو غونډې کېږي اونوى يونټو نه به هم پرانستل کېږي دخپرې شوې مطبوعاتي اعلاميې ترمخه غونډي ته په وينا کښې مختيارخان يوسفزى وويل چې هېواد اوس مهال دسخت کړکيچن حالاتو سره مخامخ دى اوس مونږ ته پدغه دوولارو کښې يوه لاره خپلول پکارده چې ياخوبه دشپاړس کروړه ولس واکمني وي او يابه دپنځوجرنيلانو چې دجرنيلانو دغلطو کړنو له امله هېواد داوسنيو خطرناکو بحرانو سره مخامخ دى جرنيلان اوس هم دولس منتخب استازوته واک ورکولو کښې بهانو څخه کاراخلى پارلمان دولس مشرترواک لاندې ساتلو لپاره ساز شونه روان دي او دعدليې دخپلواکۍ په لاره کښې دځنډڅخه کاراخستل کيږي او دنوي منتخب شووواکمنو دلارې په هېواداو په ځانګړې توګه په پښتونخواوطن کښې موجود ترهګروته دخپلو عملياتو جاري ساتلو لپاره دتش په نامه خبرواترو لړۍ روانه ده چې پايلې به يې ډيرې خطرناکه وي نوموړي په ډاګه ويلي دي چې ترڅو پوري په ا فغانستان کښې دلاس وهنې تګلاره ختمه نکړل شي ترهغو پورې په هېواداوپښتونخواوطن کښې دامنيت ټينګښت ناشونۍ کاردى په هېوادکښې دامنيت ټينګښت دقانون له واکمنى سره تړلۍ دى وسلوال به دتشدد لاره پريږدي ا و بهرني ترهګردي په سمدستي توګه دهېوادڅخه وايستل شي.