کور / تازه خبرونه / میرمن هیلری کلینټن په امریکاکي ترولسمشر اوبامامشهوره ده

میرمن هیلری کلینټن په امریکاکي ترولسمشر اوبامامشهوره ده

دامریکا دراډیو په حواله ،په امریکا کي دخلکو د نظرمعلومولو یوه سروې ښيي چي دبهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن ددې هیوادپه خلکوکي ترولسمشر بارک اوباما اوبل هرسیاسي شخصیت لوړنوم اوشهرت لري.
د ( کویني پیاک ) د پوهنتون په یوه سروې کي چي د جمعې په ورځ خپره شوې، ویل شوي دي چي هغو امریکایانو چي نظر یې پوښتل شوی په سلو کي ٦١ یې هیلري کلینټن غوره کړې او په سلو کي ٥١ یې ولسمشر اوباما غوره کړی دی.
هیلري کلینټن تر دې تیري اونۍ پوري لادامریکا دبهرنیو چارو وزیره وه اودولسمشراوباما په کابینه کي یې څلور کاله داوظیفه تر سره کړه. نوموړې د ښاغلي اوباما په لومړۍ دوره انتخاباتو کي دهغه سیاله هم وه.
هیلري کلینټن څه نه دي ویلي چي دا به د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکوانتخاباتو کي بیا ځان کاندید کړي که نه، په داسي حال کي چي ددې خبري آوازه زیاته خپره ده.
هیلري کلینټن د امریکا د پخواني ولسمشر بیل کلینټن میرمن ده ،او بیل کلینټن دوه ځلي د امریکا ولسمشر پاته شوی دی . بیل کلینټن دمونیکا لیوینسکي سره یی په سپیني ماڼې کي دجنسي اړیکو دنیولوتر بدنامي وروسته بیا هم له دندي څخه ګوښه نشو. دهغه میرمن هیلري کلینټن سره له دي چي دخپل خاوند ددي عمل څخه سخته غمجنه وه ، بیاهم دهغه تر شا ودریده او په مړانه یی دیوي وفاداري میر مني رول سرته ورساوه.بیل کلینټن په خپل یوه کتاب کي د خپلي میرمني هیلری کلینټن رول ډیر ستا یلي او وایی چي سره له دي چي زه په خپل عمل باندي سخت پښیمانه وم ولي بیا هم هیلري زما تر شا ودریده او زه یی وژغورلم او یواځي یی پری نښودلم.
دیادوني وړي ده چي دنړۍ ډیروولسمشرانودخپلي میرمني نه پرته دنورو ښځوسره دهوس ناروا اړیکي ټینګي کړي دي. دهغوی له جملي څخه دایټالیا پخواني ولسمشر بیرلیس کوني اودفرانسي ولسمشر نیکولای سرکوزی یادولی سو ،چي دخپلومیرمنواواولادونوسره یی ددغواړیکو پرسرخپلي قانوني میرمني له لاسه ورکړلي اودګډ ژوندخپلي ټولي اړیکي یی له منځه یووړي اوددوی څخه یی طلاقونه اخیستي دي .