کور / سياسي / انارشېزم (سیاسي بې نظمۍ رامنځته کول)

انارشېزم (سیاسي بې نظمۍ رامنځته کول)

احمد رضا طاهری
پښتو ژباړه: مسعود عمر

انارشیزم له یوناني کليمې (انارشیا) څخه اخیستل شوی دی، چې (د حکومت او رهبرۍ نشتون) په نامه ده. دغه دکترین1د هر ډول سازمان شوي قدرت د له منځه وړلو غوښتونکی دی. آنارشېزم په دې ګروهه دی، چې د حکومت او دین شتوالی د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره مضر دی؛ نو د حکومت له منځه وړلو سره او د (اختیاري او آزادې هوکړې) رامنځته کولو سره به د خلکو په منځ کې وکولای شو (برابري) او ریښتینی (عدالت) تر لاسه کړو.
غلامرضا علي بابايي په خپل سیاسي قاموس کې د انارشېزم په هکله لیکي: انارشیزم، د سیاسي قدرت جوړښت او تمرکز، فساد او په پایله کې د بشر د زیان لامل بولي. د انارشیستانو په اند، حکومت د تجمع او سازمان شوي سیاسي قدرت تر ټولو ستره او ناوړه بېلګه او بڼه ګڼل کېږي؛ همدې لپاره د هغوی اصلي موخه د هر ډول حکومت له منځه وړل دي. انارشیستان، د پانګونې او سوسیالیستي حکومتونو تر منځ بېلوالی نه مني، دواړه ظالمانه ګني او په دې ګروهه دي، چې خلک باید په هر ډول چې کېږي ځان د مدون قانون له شر څخه خلاص کړي.
د انارشیستانو بنسټیز اصول او ګروهې (اعتقادات) دا دي، چې د بشر فطرت پر خیر او صلاح ولاړ دی او انسان اصولاً ټولنیز موجود دی او باید د حکومت له قید او بندونو څخه خلاص، په آزاده توګه د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو په تولید کې ونډه ولري. له دې سره، انارشېزم د عام تصور پر خلاف او په معموله توګه هغه انګېرنه، چې له دغې کلیمې او پلویانو څخه په افواه کې دود لري، د هرج و مرج غوښتنې او د مطلقې بې نظمۍ مکتب نه دی او په پایله کې پر نظم او داوطلبانه اوآزاد ترتیب باندې تینګار کوي.
هغوی د بشري تاریخ د پېښو سیر ته په نغوتې(اشاره) سره مدعي دي، چې تل حکومتونه د ظلم او ستم منشا وو او په عین وخت کې تل د فردي آزادیو په محدودولو سره په ټولنه کې د عدم تعادل د رامنځته کېدو او کولو لامل ګرځي او باید بې له شکه له منځه ولاړ شي. د انارشیستانو په اند، ټولنه له وسله وال ځواک، محاکمو، زندانونو او مدونو قوانینو پرته ښه ژوند کوي.
انارشستان، خپل ارماني نظام ته د موجود سیستم او نظام بدلون لپاره بېلابېل دودونه او بڼې لري. ځینې له سوله ییزې لارې څخه په ګټې اخیستنې ګروهه لري، اما بله ډله بیا د هر ډول حکومت د له منځه وړلو لپاره پر تاوتریخوالي او مبارزې تینګار کوي. دویمې ډلې د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې، د نړۍ ځینې سیاستمدارانو، ټولواکانو (پاچایان) او ولسمشرانو پر وژلو لاس پورې کړی دی؛ په ځانګړي توګه په ایټالیا او اسپانیا کې یې د ترهګرۍ ډېر فعالیتونه درلودل، چې کله کله به يې پر زړه بوګنونکو جنایتونو لاس پورې کاوه.
په ۱۹۳۷ زېږدي کال کې، چې په اسپانیا کې پاڅون او کورنیو جګړو جریان درلود، ځینې تندلارې انارشستان د پاڅون کوونکو مل او ملاتړې ول…
د انارشستانو په منځ کې، د وژنو ملاتړې خپله پر دوو ډلو وېشل کېږي: یوه ډله د فردي وژنو غوښتونکې او بله د شتمنې پوړۍ د ډله ییزو وژنو ملاتړې وه. ورستۍ ډله، تور رنګې بیرغونه لري، چې پر مخ یې د انسان د جمجمې او دوو هډوکو علامې کښل شوي دي…
د انارشیستانو لخوا، چې کومې مشهورې وژنې ترسره شوي، له هغو څخه: د روسیې تزار الکساندر، د ایتالیا ټولواک، د فرانسې ولسمشر کانو، د اتریش ملکې الیزابت او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر مکینلي، وژنې دي.
آیا انارشیستان په ریښتیا هم د بشر لپاره د ایډیالې ټولنې رامنځته کوونکي دي؟
هغه ډول، چې پوهېږو، ډېری تګلارې، ایډیولوژۍ، د فیلسوفانو تیورۍ او د ټولنیزو علومو او انساني علومو واکمنان، په ټوله کې د تیورۍ په برخه کې له راتلونکې څخه خبر ورکوي، چې کولای شو له هغه څخه هماغه مدینې فاضله یاد کړو، اما په عمل کې د ډېریو تیوریو سمه کارونه غیرې ممکنه ده. د ساري په ډول: د دیموکراسۍ تیوري: په تیورۍ کې آیډیال؛ اما په عمل کې نسبي امر دی. یا د کارل مارکس مشهوره وینا: د کاپیټالیزم پر وړاندې د کمونیزم برقرار ول… ولې؟ ددې لپاره چې د دکترین طراح ( ایدیولوژۍ، تیوري، فلسفه) تر منځ او د دکترین د ترسره کوونکي ځواک، او د مطیع برخې تر منځ تل یو واټن شتون لري. دغه واټن هغه مهال له منځه ځي، چې یا د دکترین طراح ترسره کوونکی شی او یا هم د دکترینو ترسره کوونکی یې، خپله د هغه طراح شي او یا په روښانه توګه، ددغو درېیو ډلو فکري فلسفه: د دکترینو طراح، د دکترینو ترسره کوونکی ځواک او مطیع ډله په خپل منځ کې یو له بله سره په بشپړه توګه همغږي او یو ډول وي! له دې پرته: کمونیستي نظامونه به پر دیکتاتورۍ نظام او اریستوکراتیک2 نظامونه به پر الیګارشي3 نظام بدلون ومومي: دا د تاریخ تجربه ده.
په هر حال سره کولای شو ووایو انارشېزم له یوې خوا د عدالت او برابرۍ رامنځته کوونکی او له بلې خوا، د بې قانونۍ او بې نظمۍ ترسره کوونکی دی… څه ډول؟
زیون، له میلاد څخه مخکې د یونان درېیمې پیړۍ فیلسوف په خپلو لیکونو کې نغوته کړې، چې په انسان کې د خود پرستۍ له غریزې سره سره د طبیعت بله غریزه، چې هغه هم ټولنیز ژوند ته میل دی، د بشر په وجود کې شتون لري؛ په دې ترتیب سره انسان، قانون، دولت او شتمنۍ ته اړتیا نه لري او په ټولنه کې له دولت څخه پرته د هغه شخصیت ښه وده کولای شي.
ویلیام ګادوین، د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې، په خپل کتاب (د سیاسي عدالت په هکله څېړنه) کې لیکي: ننني قوانین زموږ د پلرنو د عقل زېږنده نه وې؛ بلکې د هغوی د شهواتو، ډار، کنیه توزیو او غرور پایلې وې او هغه حل لارې، چې دغه قوانین یې تجویزه وي له هغو مفاسدو څخه، چې ددې دفعې لپاره رامنځته شوي، لا ناوړه دي. ګادوین د عقلاني ټولنې به لټه کې و، هغه د حکومت له هر ډول او هرې بڼې سره مخالف او د قوانینو او مقرراتو حقوق یې د عقل مخالف باله.
برودون، لومړی کس دی، چې د انارشېزم کلمه یې علناً وکاروله. دغه فرانسوی فیلسوف په خپل کتاب (مالکیت څه دی) کې یې خپل عقاید تشریح کړي دي، وايي: هر ډول مالیکت غلا ده. له دې سره، دی مالکیت له آره نه ردوي؛ بلکې خصوصي مالکیت مردود ګني، وایي، خصوصي مالکیت لپاره باید په هر ټولنه کې ملي بانک جوړ شي، چې بنسټ یې پر ویسا (باور) ولاړه وي او په هغه بانک کې هر مولد خپل تر لاسه شوې شتمنۍ په تمام شوي بیې وړاندې کړي او د نورو له محصول سره یې معاوضه کړي.
کروپوتکین، چې د انارشېزم له نورو متفکرانو څخه دی، په دې ګروهه و، که چېرې د طبقاتي سیستم او د شتمنۍ د غیرې عادلانه وېش خوندونه له منځه ولاړ شي، د عدالت د رامنځته کولو لپاره هڅو ته اړتیا نشته او په پایله کې د دولت شتون هم اړین نه دی. ده هڅه درلوده، چې انارشیستي او کمونستي فکرونه سره پخلا کړي.
باکونین، د کمونیستي انارشېزم رهبر، ګروهه درلوده، چې د هرج و مرجو او د وحشت رامنځته کېدو له لارې باید حکومتونه نسکور او تر هغې وروسته، له منځه ولاړ شي.
لیوتولستوی، چې یو مذهبي انارشیست او په ټولنه کې د سولې غوشتونکی و، په دې ګروهه دی، چې د دولت شتون، له مسیحي مذهب او مسحیت سره مطابقت نه لري او له هغه سره په ټکر کې دی او باید مینه او محبت پر خلکو حکومت وکړي. خلک باید د مکلفیت له دورې څخه ډډه وکړي، مالیه ور نه کړي او د محاکمو پرېکړې ونه مني؛ په دې ترتیب سره مستقر نظام، نسکورېدو ته نږدې کېږي.
یادې نظریې معروفو انارشیساتو پورې اړوندې دي، چې ځینې یې لکه (آرامۍ غوښتنې انارشیستان) هغومره د علم او عقل پوړیو ته رسېدلي دي، چې د ایډیالې ټولنې غوښتونکي دي. اوس، که چېرې ددغې فلسفې ترسره کوونکي او فرمان وړونکي، لکه د آرامۍ غوښتنې انارشیستانو د صفاتو او قابلیتونو په څېر وای، هغه وخت به بشر نه دین ته اړتیا درولوده او نه به حکومت ته، او په دغه حالت کې به د انارشېزم فلسفه (آرامۍ غوښتنې) به په سیاسي ټولنه کې د سیاسي نظم رامنځته کوونکی وای.
اما کله چې انارشیزم، په ځانګړې توګه بل ډول یې: (انقلابي انارشیزم) پر سیاسي غورځنګ اوړي، هغه وخت نه یوازې خپل ماهیت له لاسه ورکوي؛ بلکې د آرامۍ غوښتنې انارشېزم اعتبار ته هم په سخته توګه زیان رسوي. ددې لپاره، چې انقلابي انارشیستان د آرامۍ غوښتنې انارشیستانو پر خلاف په خپله تیوري کې د تاوتریخوالي پیاوړي کوونکي دي، کارول خو یې لا پرېږده…
مشهور بلژیکي فیلسوف موریس مترلینګ په خپل کتاب (واړه افکار او ستره نړۍ) کې لیکي:
«په یوو انساني ټولنې کې د کمونیزم د برقراولو اړتیا دا ده، چې حرص، بخل، حسد خشم او شهوت له منځه ولاړ شي.»
دغه پورته عبارت لوستونکي سره مرسته کوي؛ څو په خپل ذهن کې نور عبارت رامنځته کړي، چې کولای شو هغه له اړوندې موضوع سره ونښلوو: (آرامۍ غوښتنې انارشیزم فلسفه)
«په یوو انساني ټولنه کې د آرامۍ غوښتنې انارشېزم فلسفې برقرارولو اړتیا دا ده، چې حرص، بخل، حسد، خشم او شهوت له منځه ولاړ شي.»
دویم کاپي شوی عبارت، له یوې خوا د عدم برقراري او په ټولنه کې د (انارشیزم فلسفې) د رامنځته کېدو د لامل نښه ده. ددې لپاره چې، په یو ولسي ټولنه کې حرص، بخل، حسد، خشم او شهوت له منځه تلونکی نه دی… همدې لپاره د خالق لخوا د دین پیدایښت فلسفه او د مخلوق لخوا د حکومت برقرارولو فلسفه، په سیاسي او ټولنیزو بې نظمیو کې ریښه لري.
په ټوله کې، د انارشیزم سیاسي تاریخ ښيي، چې دغه فلسفه هېڅکله نده توانېدلې او نشي کولای پر تلپاتې ایډیولوژۍ واوړي:
په ۱۸۷۷ او بیا په ۱۹۰۷ زېږدي کلنو کې د انارشیستانو نړۍواله کنګره جوړه شوه؛ اما دوی هېڅکله ونشو کړای خپل ځان لپاره تلپاتی سازمان جوړ کړي او په همدې ډول په نېغه توګه د نړۍ په سیاسي انقلابونو کې رول ولري. په هر حال سره، د انارشېزم فلسفه د نړۍ پر فکري، ایډیولوژیو او غورځنګونو کې بې اغیزه هم نه وه او په ځینو برخو کې د سیاسي او ټولنیزو غورځنګونو منشا هم پاته شوې ده. د ساري په ډول:
«سندیکالېزم چې د انارشېزم له ښاخونو څخه دی، د اروپا او سوېلي امریکا په ځینو هیوادونو کې په پراخه توګه پر سترو ډلو اوړېدلی دی.»
هغه ډول، چې مخکې ورته نغوته وشوه، له تیورۍ څخه ایډیالوژۍ ته د انارشېزم بدلون غیرې ممکنه بریښي، ولې؟
له تیورۍ څخه ایډیالې ایدیولوژۍ ته د انارشیزم بدلون مشکوک امر دی، ددې لپاره چې انساني ټولنې ته د ولسي ټولنې بدلون مشکوکه کړنه ده…!
په بېلابېلو تاریخي دورو کې د ایډیولوژۍ تجربه او کارول، څه مخکې له انارشیزم څخه یا وروسته تر هغې، موږ ته په بېلابېلو بشري ټولنو کې د ایډیولوژیو بریا یا نه بریا او یا د ایډیولوژۍ تیورۍ او کارولو تر منځ درځ په روشانه توګه ښيي. د ساري په ډول: د مدرنېزم تیوري او په اصطلاح نویو بشري ټولنو کې د عملي والي کچې تر منځ درځ دی.
بې له شکه چې دا ډول درځ یا ډېر اختلاف شتون لري، ددې لپاره چې د خپلې تیورۍ او کارولو تر منځ واټن شتون لري: په پایله کې انارشیزم هم له دغې قاعدې څخه بې برخې نه ده.
له تیورۍ څخه ایډیالې ایډیولوژۍ ته د انارشېزم تحول نشوکولای یوه ناشونې کړنه وګنو، ددې لپاره، چې ایډیولوژۍ او یا سیاسي عدالت او نظم برقراولو لپاره انقلابي غورځنګونو ته د انارشېزم تحول او بدلون یا خپله په غیرې ارادي او یا هم په ارادي ډول بې نظمۍ او بې عدالتۍ له ځانه سره لري.
انارشیستان د (انارشیزم فلسفې تیورۍ) په مرسته، چې ددغې دکترین د فیلسوفانو لخوا طرحه شوې، د سیاسي نظم او عدالت د برقرارولو په لټه کې دي او یا په ساده تعبیر سره: «د یوې رهبرۍ او بې حکومته ټولنې د جوړېدلو غوښتونکي او د خلکو په آزادې همکارۍ او هوکړې سره، ریښتنی عدالت او برابرۍ ته د رسېدلو په لټه کې دي.»
ددغې تیورۍ د عملي کېدو لپاره معمولاً آرامۍ انارشیستان د بشر په تفکر او ماهیت کې ستر بدولون ته اړتیا لري، چې له هغه پرته غیره ممکنه ده، او خپله دا پروسې تر تکامله پورې وخت نیسي. اما، انقلابي انارشیستان په معمول ډول په موجودې وضعې کې سیاسي بې نظمۍ زېږېدلو ته اړتیا لري. په دغه حالت کې، د انارشیستانو او غیرې انارشیستانو تر منځ نښته، رامنځته کېږي. د موجودې وضعې نسکورولو لپاره، خپله انارشیستان د یو مخالف ګوند او یا سازمان په ډول د غورځنګ اداره کوونکي دي. نور، پر دې بنسټ د سیاسي نظم او عدالت د برقراولو لپاره سیاسي غورځنګ جوړوي. دغه ډول غورځنګ به تر هغو پورې ادامه ولري، چې پایله یې سیاسي نظم رامنځته کول وي… او په پایله کې، که چېرې سیاسي نظم منځته راځي، اما د کوم سازمان لخوا؟
باید په یاد ولرو، چې دا ډول (د ټولنې انارشیستي سیستم) تل د (د غیرې انارشیستانو) لخوا تر ګواښ او تهدید لاندې دی. په پایله کې، د غیرې انارشیستانو لخوا د ټولنې د بل ناورین ساتلو لپاره، خپله انارشیستان که وغواړي که ونه غواړي ددغې ډول نظام د ساتلو مسئولیت پر غاړه اخلي.
نو پر دې بنسټ، انارشیستان د حکومت له رهبرۍ پرته او غیرې انارشیستي ټولنې جوړولو باندې بریالي کېږي؛ اما له دې سره سره له حکومت او رهبرۍ پرته به د ټولنې جوړولو باندې بریالي نشي. ددې لپاره، چې د حکومت رهبري د خپلو انارشیستانو لخوا اداره کېږي. په پایله کې، د انارشیستي نظام د جوړولو لپاره، ټولنه د انارشیستانو رهبرۍ او کنټرول ته اړتیا لري، چې خپله سازمان شوی ځواک دی.
هېڅ بشري نظام نشي کولای له رهبرۍ او حکومت پرته وي. په هر بشري سیستم کې، ټولنیز، سیاسي او دیني سازمان شوی ځواک د سیستم اداره کوونکی وي.
که څه هم انارشیستان په دې ګروهه دي، چې د دولت قوانین د تېرۍ زېږنده دي او دولت او حکومت باید له منځه ولاړ شي، اما خپله له دې غافله دي، چې خپله انارشیستي سیستم هم حکومت او رهبرۍ ته اړتیا لري، چې خپله انارشیستان یې چارواکي دي….
په پای کې د انارشیزم تیوري فرضاً که چېرې پر یوو سیاسي قوت واوړي، مسلماً په تدریج سره خپله پر دیکتاتوري نظام اوړي.

1 ـ ژباړونکی: دکترین (Doctrine) دکترین له یوناني کلیمې څخه اخیستل شوی دی. دکترین، نظریه او یا علمي، فلسفي، سیاسي او مذهبي ښوونې او یا د اندونو یوه ټولګه ده، چې پر ځانګړو اصولو ولاړ دی. دکترین یو ډول اصطلاح دی، چې سیاسي پرګرامونه د هغه پر بنست رامنځته شوي دي. دکترین په همدې ډول هغو اصولو تنظیم ته وايي، چې یو دولت یې په رڼا کې خپل سیاستونه په ځانګړې توګه په بهرني سیاست کې ورڅخه کار اخلي.

2 ـ ژباړونکی: اریستوکراسي(Aristocracy) له یوناني کلیمې aristokratia (د غوره کسانو حکومت) چې د سیاست په ژبه ورته د اشرافو او نجیبانو حکومت وایي. په لرغوني یونان کې له اریستوکراسي څخه موخه داسې حکومت و، چې چارواکي یې اصیل او نجیب کسان وو، په نوې پېړۍ کې له اریستوکراسي څخه موخه د غوره پوړیو حکومت دی.
3 ـ ژباړونکی: الیګارشي Oligarchy له یوناني کلیمې Oligos څخه اخیستل شوې ده، چې د لږ یا معدود په مانا ده، الیګارشي هغه حکومت ته وايي، چې ځینې لږ شتمن او زبېښاک کوونکي (استثمارګران ) واک په خپل لاس کې نیسي او د خپلو شخصي ګټو لپاره پر خلکو واک چلوي.