په روزګان کی د سړک د غاړي د ماین چاودني دوه تنه ملکي کسان ووژل .
د روزګان د امنيه قومانداني ویاند فريد عايل وايي چی چاودنه د روزګان ولایت د چوري په لسوالي کی د ملکي خلګو پر سراچه ډول موټر سوي چي پکښی سپاره دوه کسان يي وژلي دي .
د عايل په خبره چی ماين د وسله والو مخالفينو له لوري ځاي پر ځاي سوي وو چي ښکار يي ملکي کسان سوه .
خو د پیښی په اړه لا تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي