کور / تازه خبرونه / هلمند : ٣ ورځنى روزنيز ورکشاپ پاى ته ورسېد

هلمند : ٣ ورځنى روزنيز ورکشاپ پاى ته ورسېد

په هلمند كې د خبريالانولپاره درى ورځنى روزنيزوركشاپ پاى ته ورسيد
دغه روزنيزوركشاپ چې د افغانستان د مدني ټولنې د فدريشن لخوا په لښكرگاه كې په لاره اچول شوى و اوپكې ۱۴۰ تنوهغه خبريالانوچې ددې ولايت په بيلابيلورسنيوكې عملا په كاربوخت اويا هم نوي دې ډگرته راغلي گډون درلود.
ياد وركشاپ د دوشنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ كې چې پكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم،د افغانستان د مدني ټولنې د فدريشن رئيس صديق منصورانصاري اوگڼوخبريالانوگډون درلود پاى ته ورسيد اوپه ترڅ كې يې گډونوالوته برى ليكونه وركړل شول.
په دې غونډه كې د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې په دې ولايت كې رسنيزبهيرښه غوړيدلى چې د دولتي رسنيوترڅنگ بيلابيلې آزادې رسنى هم فعاليت كوي.
د نوموړي په وينا چې د خبريالانود ښې روزنې په برخه كې يې وړاندې هم ورته پروگرامونه په لاره اچولي اوهڅه يې داده چې د خبريالانولپاره دا ډول نورې د روزنې زمينه هم برابره كړي.
ورپسې د افغانستان د مدني ټولنې د فدريشن رئيس صديق منصورانصاري وويل چې په راتلونكي كې به هم په دې ولايت كې د خبريالانولپاره دا ډول اوږد مهاله پروگرامونه په لاره واچوي چې د ژورناليزم په بيلابيلوبرخه كې به وړزده كړې خبريالانوته وركړي.