کور / تازه خبرونه / پاکستاني طالبان له حکومت سره خبرې غواړي

پاکستاني طالبان له حکومت سره خبرې غواړي

دبي بي سي د خبر له مخې پاکستاني طالبان وايي له حکومت سره په دې شرط د سولې خبرو ته چمتو دي چې د مسلم ليک ن مشر نواز شريف، د جماعت اسلامي ګوند مشر سيد منور حسن او جمعيت علما اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د خبرو ضمانت وکړي د طالبانو يوه وياند احسان الله احسان دا څرګندونې په يوه ويډيويي پېغام کې کړي خو حکومت تر دې دمه په دې اړه څه غبرګون نه دى څرګند کړى.تر دې وړاندې حکومت د سولې خبرو لپاره طالبانو ته ځينې شرطونه وړاندې کړې و چې وسلې پر ځمکه کېږدي او له جګړې لاس واخلي.څارونکي د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې په هېواد کې د سولې او ثبات ټينګولو لپاره يو مثبت ګام ګڼي.دا چې د ا خبرې به کله او تر کومو شرايط لاندې تر سره کېږي په اړه يې تر دې دمه په رسمي ډول مالومات مخې ته نه دي راغلي.دا رپوټونه په داسې مهال کې خپاره شوي چې په پاکستان کې په راتلونکي څو مياشتو کې ټولټاکنې کېږي.