کور / تازه خبرونه / انسان تښتونه دهيواد پرصنعت او اقتصاد بد اغېز کوي

انسان تښتونه دهيواد پرصنعت او اقتصاد بد اغېز کوي

د کابل چاپ نننۍ هغه ورځپاڼې چې تر دې مهال موږ ته رارسېدلي د بېلابیلو موضوعګانو ترڅنګ یې انګلستان ته د ولسشمر کرزي د سفر او په افغانستان کې د پانګې اچونې په اړه لیکنې اوتبصیرې کړي دي.

دنیا خپلواکې ورځپانې په خپل لومړي مخ کې خبر ورکړی، چې ولسمشر کرزی د افغانستان، پاکستان او انګلستان هېوادونو درې اړخیزه غونډې کې د ګډون په هدف لندن ته ولاړ.

دینا خپلواکې ورځپاڼې په یوبل مطلب کې د ایسا یا په افغانستان کې د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې له خولې لیکلي انسان تښتونه د هېواد پرصنعت او اقتصاد بده اغېزه پرېباسي.

ورځپاڼې څو ورځې وړاندې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د ماشوم تښټونې ته اشاره کړې؛ چې وسله والو غلو د یوه سوداګر زوی وتښتاوه او وروسته په ډېره بې رحیمۍ سره یې هغه ماشوم وواژه.

هېواد دولتي ورځپانې لیکلي، په هرات کې مظاهره کوونکو د یوه ماشوم د تښتوونکو داعدام غوښتنه وکړه.

د هېواد سره مقاله لیکوونکي لیکلي، زیاتره انسان تښوونکي او جنایتکاران د شخصي ګټو او یا د سیمې او نړۍ د استخباراتي کړیو په اشاره ماشومان تښتوي.

د ورځپانې لیکوال له افغان دولت څخه غواړي، په هېواد کې د معصومو او تنکیو ماشومانو او ان د لویانو د تښتولو د ډېرو ناوړه جنایتونو د بیخې له منځه وړلو لپاره دې پر سملاسي اقداماتو لاس پورې کړي.

انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ د سولې پروسه باید بین الافغاني وي.

د ورځپاڼې په باور ځکه چې افغانان خپلې ګټې او د یوبل موضوعات ښه درک کولای شي؛ که چېرې دغه پروسه بین الافغاني وي؛ نو حتمي ده، چې ګټوره به تمامه شي.

د ورځپانې د لیکوال په باور هغه کسان چې وطن دوسته او مسلمانان وي او په افغانستان یې زړه خوږیږي د سولې په اړه فکر کوي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي؛ که چېرې افغان حکومت د فساد مخه ونه نیوله نو امریکا به خپلې مرستې بندې کړي.

ورخپانې د امریکايي څیړونکي له خولې لیکلي دي، چې د امریکا ۱۵ په سلو کې پراختیایي مرستې په افغانستان کې د فساد له امله ضایعه شوي دي.

د ورخپاڼې لیکوال د امریکايي مفتش له خولې لیکلي دي؛ چې افغان حکومت دې په هغو وعدو عمل وکړي؛ چې د فساد له منځه وړلو لپاره یې کړې وې.