کور / تازه خبرونه / د مدني ټولني يو پلاوي په هلمند کي د حالاتو ارزونه وکړه

د مدني ټولني يو پلاوي په هلمند کي د حالاتو ارزونه وکړه

دغه پلاوى چې مشري يې د افغانستان د مدني ټولنې د فدراسيون رئيس صديق منصورانصاري كوي اود ولسي جرگې ځينې استازي يې هم ملتيا كوي د جمعې په ورځ دې ولايت ته راغلي اود شنبې په ورځ يې په هغه لويه غونډه كې برخه واخيسته چې پكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم ددې ولايت يوشميرنورومسؤلينو،ديني عالمانو،قومي مشرانواوگڼوځوانانواود مدني ټولنواستازوگډون درلود.
د غونډې په سركې د هلمند والي الحاج محمد نعيم د مدني ټولنې په رول هراړخيزه وينا وكړه اوزياته يې كړه چې دا مهال په هيواد كې د مدني ټولنود فعاليت لپاره داسې زمينه برابره شوې چې په تيرودوروكې يې بيلگه نه ده ليدل شوې.
هغه وويل چې مدني ټولنې بايد د هيواد د پرمختگ،سوكالى اود تلپاتې سولې د ټينگښت په برخه كې كوټلې هلې ځلې وكړي.
هغه ژمنه وكړه چې د قانون په چوكاټ كې به د ټولوهغه ټولنوملاتړاومرسته كوي چې د هيواد د پرمختگ په برخه كې رغنده رول لوبوي.
ورپسې د غونډې نوروگډونوالوهم د مدني ټولنوپه رول اواهميت مفصلې خبرې وكړې اود غونډې په پاى كې د نوموړي اتلس كسيزپلاوي په مشرى صديق منصورانصاري د خپلې وينا پرمهال دې ولايت ته د خپل سفرموخه په دې ولايت كې د روانوحالاتوڅيړنه وبلله اوزياته يې كړه چې د دريوورځوپه اوږدوكې به د دولتي اداروترڅنگ به په مركزاو ولسواليوكې له نورواداروڅخه ليدنه وكړه اود خپلې ارزونې پايلې به وروسته په ډاگه كړي.