کندهار افغانستان- د کندهار ولايت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رئيس ګل محمد شکران وايي چي د کندهار ولايتي ادارې تېر کال خورا زياتي هلي ځلي وکړې څو د کوکنارو کښت له منځه يوسي، خو کابل څنګه چي ښاييدل همکاري ونه کړه.
هغه چي نن سهار يې د کندهار ولايت مقام د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز KMIC کي جوړي سوي مطبوعاتي غونډي ته خبري کولې وويل چي تېر کال يې ٢٥٠٠ هکټاره مځکه د کوکنارو له کښتونو څخه پاکه کړې خو په دې برخه کي د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې UNODC په فعاليتونو کي د ستونزي او مسلکي کسانو د نه شتون له خاطره يوازي ٩٢٢ هکټاره ورته په رسمي توګه حساب سول.
شکران زياته کړه چي تېر کال يې په کندهار کي د معتادينو د شمېر د کمېدو لپاره هم زياتي هڅي کړي او دامهال په دې ولايت کي د معتادينو د تداوۍ لپاره څلور روغتونونه شتون لري چي يو ښه ګام دى.
نوموړي له دې امله خوښي وښوده چي تر دې وړاندي په ښار کي د معتادينو شمېر ډېر زيات خو اوس په داسي حال کي د معتادينو شمېر کم سوی چي له ځينو بهرنيو هيوادونو افغان کډوال هم راستانه سوي.
شکران په کندهار کي د يوې بهرنۍ موسسې له خوا د ترسره سوي سروې يا پلټني له مخي د ټول کندهار په کچه د معتادينو شمېر پينځه زره تنه وباله خو له يادې سروې سره يې موافقت ونه ښود او يادونه يې وکړه، په دې اړه بايد نوې او دقيقه سروې تر سره سي.
په کندهار کي د معتادينو د درملني لپاره د روغتونونو په اړه شکران د څلورو روغتونو نو د شتون خبره وکړه، خو نوموړي ياد روغتونونه کافي ونه بلل او يادونه يې وکړه چي دوی په کندهار کي د معتادينو د درملني لپاره يوه پراخ او لوی روغتون ته اړتيا لري چي په خبره يې په دې اړه ورسره د اړوند وزارت له خوا ژمنه سوې او په ښوراندام نومې سيمه کي ورته مځکه هم ټاکل سوې ده.
ګل محمد شکران د يوې پوښتني د ځواب په توګه وويل، ځيني کروندګر په دې فکر دي چي دوی ته بايد د کوکنارو د نه کرلو په مقابل کي مځکه او نقدي پيسې ورکړل سي خو نوموړي دا عمل د افغانستان د اساسي قانون د اوومي مادې له مخي ناسم وباله او يادونه يې وکړه، هغه کس ته چي ناروا او ناوړه توکي کري، راکړه ورکړه او کاروبار يې کوي په مقابل کي هېڅ نه ورکول کېږي او دولت يې يوازي د مخنيوي مسووليت په غاړه لري.
ښاغلي شکران د کندهار په څلور ولسواليو لکه دامان، تخته پل، ډنډ او ارغنداب کي د کوکنارو د کرکيلي صفر کېدل د خپل رياست د سترو لاسته راوړونو په توګه ياد کړل او يادونه يې وکړه چي اوسمهال يوازي په څو محدودو ولسواليو کي کوکنار په ډېره لږه کچه کرل سوي چي په خبره يې د لږې مودي په اوږدو کي به په يادو ولسواليو کي هم د ترياکو او نورو نشه يي توکو کرکيله په بشپړ ډول له منځه يوسي.