په كندهار كي د نشه يي توكو سره د مبارزي چارواكي وايي چي سږ كال ددي كښت په مخنيو كي جديدي دي او د هره هغه چا په وړاندي به سخت ګامونه پورته كړي چي د نشه يي توكو په كر او توليد كي لاس لري .
چارواكي وايي چي سږ كال په هغو ولسواليو كي كوكنار بيا كرل سوي چي پراخي او په اوبو مړي وي .
په كندهار كي د نشه يي توكوسره د مبارزي ريس ګل محمد شكران د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر كي په يوي خبري ناسته كي وويل چي سږ كال ددي كښت په مخنيوي كي جدي دي او په ټولو ولسواليو كي به د نشه يي توكو د كر او توليد مخه نيسي .
هغه وايي چي په تير كال كي مركزي اداري ورته امكانات ندي وركړي خو بيا يي هم وركړل سوي هدف پوره كړي دي ، په خبره يي چي دامهال په څلور ولسواليو كي د كوكنارو كښت صفر سوي او په پاته نورو ولسواليو كي به د مخنيو كمپاين مخ ته وړي .
ګل محمد شكران وويل چي تير كال په هغوي ولسواليو كي چي دوي پر كمپاين تر سره كړي يو ځل بيا كروند ګرو كوكنار پري كرلي او ځينو ولسواليو كي چي اوبه پكښي وي هم كوكنار كرل سوي دي .
د شكران په خبره چي په سږني كمپاين كي به لومړي په هغو ولسواليو كي كمپاين تر سره كوي چي پكښي زيات كوكنار كرل سوي وي .
نوموړي وويل چي په رواكال كي يي ۱۵ تنه د نشه يي توكو د كښت د كرولو پرمهال نيولي چي اړندو قضايي او امنتي ارګانونو ته يي سپارلي دي .
د نشه يي توكو سره د مبارزي ريس زياته كړه چي مركزي اداري څخه يي د معتادينو ددرملني لپاره د يوه روغتون د جوړيدو غوښتنه كړي خو تر اوسه پوره سوي نده .
هغه په كندهار كي په نشه يي توكو د اخته كسانو شمير ورځ تر بلي د ډيرو په حال كي وبلي .