کور / تازه خبرونه / خيبر پښتونخوا کې په يو مرکز بريد کې شوى

خيبر پښتونخوا کې په يو مرکز بريد کې شوى

پېښور: طالبانو د خيبر پښتونخوا ايالت په لکي مروت ولسوالۍ کې د پوځ پر يوه مرکز ډله ييز بريد کړى، چې له امله يې ٣٠ کسان وژل شوي دي.دغه بريد د لکي مروت ولسوالۍ د سراى نورنګ په سيمه کې د پوځ پر يوه لنډمهاله جوړ شوي مرکز شوى دى.د عارف خان په نوم د لکي مروت د پوليسو يوه افسر په سيمه کې خبريالانو ته وويل، چې تر ٣٠ پورې وسلوالو مخالفينو د پوځ پر ياد مرکز ډله ييز بريد وکړ.هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې اوه امنيتي کسان، چې درې ملېشه او څلور د پوځ سرتېري دي، وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.د نوموړي په وينا، د امنيتي ځواکونو له خوا ترڅو ساعته نښتې وروسته ١٢ بريد کوونکي وژل شوي ، چې د څو تنو يې ځانمرګي واسکټونه هم پر ځان وو.يوې بلې امنيتي سرچينې ، چې دې نښتې ته په يوه نږدې کور کې چاودنه شوې، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ عام وګړي وژل شوي دي.خو سرچينې دا ونه ويل، چې دا چاودنه د کوم لوري له خوا شوې ده.لومړى يوه بريد کوونکي ځانمرګى بريد کړى او وروسته يې نورو بريد پيل کړ.د هغه په وينا، د بريد کوونکي له خوا په چاودنه کې لس عام وګړي هم وژل شوي دي.بلخوا د پاکستان دتحريک طالبان ويانداحسان الله احسان د دغه ډله ييز بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.هغه زياته کړې، چې دغه بريد يې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه هوايي بريدونو د بدل اخيستو لپاره کړى، چې په ترڅ کې يې د هغوى مهم قوماندانان وژل شوي دي.