ولسي شاعر ( دلسوخته) د ٦٦ کالو په عمر په حق ورسيدئ ، روح دې ښاد وي.
په عمر سپين ږېرى و، ليکن فکر، طبيعت او راتلونکي ته ښې هيلي يې ځواني وي.
هيڅکله يې په کندهار کي يوه مشاعره او ادبي ناسته نه قضاء کوله.
که څه هم کور يې په ارغنداب ولسوالۍ کي و، ليکن په مشاعرو او ادبي ناستو کي به يې تر ناوخته پوري ونډه اخيسته.
ډېر خاکسار، انسانپال او کليوال پښتون و.
زه د ده له شعرونو سره ( دارغند دڅپو ژبه) ادبي تذکره ، کندهار مجله او طلوع افغان ورځپانه کي اشنا وم.
خو د ښو اخلاقو دغه انسان مي په ١٣٨٢ کال کي په لومړي ځل د کندهار د اطلاعاتو او کلتور په رياست کي وليد.
له ليدولوسره سم يې داسي ښه ولسي کليوالي مجلس راسره کاوه، تابه ويل له ډېره وخته سره پېژنو.
اصلي نوم يې اختر محمد و، خو په شعرونو کي يې له ځانه سره د (دلسوخته ) تخلص يادوى.
په کال ١٣٢٥ لمريز د کندهارد ارغنداب په شاعرانه سيمه کي زېږېدلى و.
د عمر په شل کلنۍ کي يې د شعر ويلو ډګر ته مخه کړې وه.
اخترمحمد(دلسوخت) ليک او لوست نه وکړى، خپل شعرونه يې تر جوړولو وروسته په ريکارډر کي ثبتول او بيا به يې په کلي کي يو لوستى ځوان پېدا کاوه او هغه به له ټيپ څخه د کاغذ مخ ته راايستل.
خداى بخښلى دلسوخته يو وخت د مرکي په ترڅ کي راته ويلي و، په زرګونه شعرونه لري، ليکن د يوچا له ښه کتلو وروسته به يې چاپوي.
د دلسوخته يوه بله ځانګړتيا داوه، چي په اکثره مشاعرو کي به يې شعرونه في البديهه د سټيج پر سر جوړول او په ځينو شعرونو کي به يي د طنز مالګه هم ګډه وه.
د مرحوم دلسوخته شاعري د ده په څېر کليوالي رنګ لري، همدا سبب و چي تر ډېره په کليوالو بانډارونو کي سيمه ييزو سندرغاړو له سيمه ييزي موسيقۍ سره بدرقه کول.
هغه مهال، چي زه د طلوع افغان ورځپاڼي د مرستيالۍ ترڅنګ د ياد اخبار د ادبي پاڼي چلوونکى هم وم، نو دلسوخته به راته خپل نوي شعرونه په اونۍ کي د چاپ لپاره يو ځل خامخا راوړل او ادبي پاڼه به يې له ځان سره کلي ته وړل، هلته به يې له لوستو ځوانانو غوښتل، چي په پاڼه کي خپاره سوي شعرونه او ادبي توکي ورته ولولي.
که په کومه مشاعره کي به يې نوبت وځنډېدى، نو هيڅکله به يې د يو شمير شاعرانو په ډول خوا نه بدوله او پر خپل نوبت به يې په خندانه څېره شعرونه ويل.
دکندهار د ټولو ليکوالانواوشاعرانو سره يې ښه راشه درشه درلوده او د مشاعرې هرګډونوال هڅه کول، دده شعرونه د سټيج پر سر په يوه ځانګړي انداز واوري.
دده شعرونو ته تل په مشاعرو کي د ګډونوالو لخوا ورته زياتي چکچکي کېدلې.
دلسوخته به ويل، زيات شعرونه يې په هيواد کي د روانو ناخوالو او جنګونو له امله له منځه تللي دي.
هغه وخت چي خداى بخښلى علامه رشادبابا کندهار ته (کندهار د تاريخ په اوږدو کي ) سمينار ته راغلى و، نو هلته به دمرحوم دلسوخته ډېره هڅه کوله، چي د علامه بابا څنګ ته نژدې کښېني او خپل شعرونه ورته ولولي.
علامه بابا به ځوانانو ته ويل: ((هڅه وکړئ، د دلسوخته شعرونه په يوه ټولګه کي راټول کړئ))
سږکال د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ادبياتو د څانګي يوتن محصل د اخترمحمد(دلسوخته ) د شعرونوپه اړه پر مونوګراف هم کار کاوه خو افسوس!!! چې دلسوخته د ورپېښي ناروغۍ له امله خپل ابدي کورته سفر وکړ.
دلسوخته به د ادبي ناستو پاستو ترڅنګ ټولي راډيوګاني هم تعقيبولې او په يو شمېر سيمه ييزو راډويوګانو کي به، چي کوم د نه خپرېدو وړ څه اورېدلي و، خورا به يې زړه زهيرېدى.
داهم د ده د ارواح خوښۍ په خاطر د ده يوشعر له تاسې شريکوو:
چي پر سر يې د غمونو باران وسي
هغه زړه، چي د پښتون وي تنګ به نه سي
خپل بادار ته به په هسک مغزي ولاړ وي
هر دښمن ته به خنجر د لړمانه سي
افغانانو سبا کړي ترخې ورځې
تېر تاريخ ته يې که په غور نظر وسي
هر جابر يې دى په يو وار پرې ايستلى
سل کلونه که تېرېږي، هېر به يې نه سي
د خپل دين او د وطن ازادي غواړي
هر افغان به شين زمرى، دخپل ځنګله سي.