کور / تازه خبرونه / دافغانستان دملي پوځ ځاني تلفات کم شویدی

دافغانستان دملي پوځ ځاني تلفات کم شویدی

کابل: دافغانستان دملي دفاع وزارت ویاندجنرال ظاهرعظیمي نن رسنیو ته وویل ،چي دملی پوځ ځاني تلفات ددریو میاشتوپه موده کي (۱،۹ ٪)سلنه را ټیټ شوی دی. هغه زیاته کړه چي دتیرودریومیاشتوپه لړکي دافغان ملی پوځ (۱۶۰ )سرتیري وژل شوی دي چي دتیرکال په پرتله په همدغه وخت کي (۱۷۹ )سرتیري له منځه تللې وه او اوس دغه شمیر ۱،۹ سلني ته را ټیټ شوی دي.
عظیمي وویل:چي دتیرو شپږومیاشتو په موده کي دملي اردو( ۴۶۳) سرتیري وژل شوی دي چي پروسږ کال دغه شمیر (۴۷۲) تنو ته رسیدلي وو.
جنرا عظیمي دملګرو ملتونودسازمان د(UNAMA) درپوټ له مخي چي دافغانستان په بندیخانوکي دبندیانوسره بد ه رویه کیږي اوبندیان شکنجه کیږی دروغ وګڼل اوپه دی هکله یی دهغه سازمان ټولي خبری ردکړي.
دجنرال عظیمي په وینا دملي دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدی سفردپاکستان ګاونډی هیوادته ددواړ وهیوادو پراړیکو باندی ډیر اغیزمنې اوګټور ي پایلي لري چي ددواړو هیوادو دپوځي مشرانوترمنځ دافغان ملي پوځ دروزني لپاره جلا جلا پریکړی لاس لیک شویدی.
دیادولووړده چي دملي پوځ دسرتیرو اوملی پولیسوپه جاموکي تیرکال افغان سرتیروڅوځله پر خپلوسرتیروملګرو باندي ډزي کړي او بریدکونکي سرتیري دپیښي له ځای څخه و تښتیل . همدارنګه موږ دڅو پیښوشاهدان یو ،چي دملي پولیسوپه جاموکي پربهرنیوسرتیرو باندي هم څوځله مرګوني حملي شویدی. چي تراوسه پوری یی سبب اودمخنیوی لاري چاري رسنیو ته نه دي څرګندي شوي .