په جلااباد ښارکې دڅلرويشت لوبډلو ترمنځ دچمپين ټرافۍ سيالۍ دخيبرکلب په بريا پيل شوې .
دهېواد له بېلابېلو ولايتونوڅخه دڅلرويشت لوبډلو ترمنځ دکرکټ شل اورېزې سيالۍ چې دجلااباد ښار په سراج العمارت بڼ کې نن (چهارشنبه ) پيل شوې شاوخوا شل ورځې به دوام وکړي .
دددغه سياليو په لومړۍ لوبه کې دکابل ولايت دځاځي لوبډله دننګرهار دخيبرکلب په وړاندې دلوبې ډګر ته ووته.
کابل ځاځي لوبډلي لومړى توپ وهنه وکړه او دټولو لوبغاړو په سوزېدو سره يې ننګرهارخيبرکلب ته داتيا منډو هدف وټاکه چې ننګرهارخيبرکلب وکولاى شول ټاکل شوى هدف په پنځه اورونوکې پرته دکوم لوبغاړي دسوزېدو پوره او په لس ويکټو کابل ځآځي لوبډلې ته ماتي ورکړي.
په دغه سيالۍ کې دننګرهارخيبرکلب څخه فيهم کاموال چې په توپ وهونه کې پنځوس ناسوزېدلې منډې ترسره کړې دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.