کور / تازه خبرونه / هلمند:يوه وداني جوړه او د بلې کار پيل سو

هلمند:يوه وداني جوړه او د بلې کار پيل سو

په هلمند ولايت كي د ماشومانو د روزنې د مركز وداني جوړه او د عدليي رياست د ودانۍ د بنسټ ډبره كېښودل سوه.
د عدليې وزير حبيب الله غالب او ورسره مل پلاوي، دغه ولايت ته د سفر پر مهال، د دغو دواړو پروژو پرانيستنه وکړه.
نوموړي لومړى په لښكرگاه ښار كي، چي د هلمند والي محمد نعيم او نورو چارواکو يې هم ملتيا كوله، د عدليې رياست لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره، چي په سيمه کي د مېشتې ولايتي بيارغونې د ډلې يا (پي آر ټي) له خوا جوړېږي، کېښوده؛ او وروسته يې د هلمند له مرکزي زندان سره څېرمه، د ماشومانو د روزنې د مركز وداني هم، چې د يوه كال په موده كې د ولايتي بيارغونې ډلې يا (پي آر ټي) له خوا په پاخه اواساسي ډول جوړه سوي ده، د پټۍ په پرې كولو سره پرانېسته.
د عدليې وزير حبيب الله غالب د دغې ودانۍ د پرانېستې پر مهال، له ټولو كورنيو وغوښتل، چې خپل بچيان په پوره توگه په اسلامي روزنه سمبال او د يوې ښې راتلونكې په لور لارښوونه ورته وكړي.
وروسته د هلمند والي محمد نعيم د عدليې له وزير څخه وغوښتل، چې په دغه ولايت كي د عدلي چارو د لاپياوړي كولو په برخه كي، خپلو مرستو ته دوام وركړي.
هغه وويل، چې كه څه هم تر دې مهاله په عدلي برخه كې چارې په ښه توگه پرمخ روانې دي ، خو په ټوليزه توگه د ستونزو د له منځه وړلو په موخه بايد نوره هم پاملرنه ورته وسي .
د هلمند د عدليې رييس حاجي محمد طيب د نوموړې ودانۍ په اړه وويل: «د ماشومانو د اصلاح د مركز وداني په دريو بلاكونو كې د څه كم يوميليون امريكايي ډالرو په لگښت، چې ټولې آسانتياوې يې په پام كې نيول سوي دي، د يوكال په موده كې جوړه سوې ده.»
نوموړي زياته کړه، چي دغه وداني د ۲۳۴ ماشومانو د ساتنې وړتيا لري.